ستاسې نظر: د نامسؤولو وسله والو مخه څرنګه نیول کېدای شي؟

Image caption ایا ستاسې په سیمو کې هم نامسووله وسله وال کسان او یاهم نامسوولې وسله والې ډلې شته؟ په لیدو یې څه احساس کوﺉ؟

د افغانستان کورنیو چارو وزارت او ولسي استازي په ښارونو او لیرو پرتو سیمو کې د نامسوولو وسله والو کسانو ډېرېدو اندېښمن کړي دي.

دغه نامسوول وسله وال کسان په شخصي جامو کې وسلې ګرځوي او د چارواکو ترڅنګ یې په ولسي خلکو کې هم وېره خپره کړې ده.

نامسووله وسله وال تر ډېره د خوښیو په مراسمو او تفریح ځایونو کې لیدل کېږي.

اوس افغان دولت پرېکړه کړې، چې د نامسوولو وسله والو مخه به نیسي او په همدې اړه یې ځینې اقدامات هم ترسره کړي دي.

د دوشنبې په ستاسې نظر پروګرام کې پر دې غږېږو، چې تاسې له دغه ډول وسله والو څومره وېره لرﺉ؟

ایا ستاسې په سیمو کې هم نامسووله وسله وال کسان او یاهم نامسوولې وسله والې ډلې شته؟ په لیدو یې څه احساس کوﺉ؟

څنګه یې مخه نیول کېدای شي؟ څوک د دغو کسانو ملاتړ کوي؟

د خپل نظر شریکولو لپاره د دوشنبې په ستاسې نظر خپرونه کې پر دې شمېره راته زنګ ووهئ: ۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰

او یا هم کولای شئ، د بي بي سي پر پښتو فیسبوک پاڼه راته خپل نظر پرېږدﺉ، موږ به یې د خپرونې پرمهال خپاره کړو.

ورته مطالب