پښتونخوا کالم: انما الاعمال باالنيات!

Image caption د پاکستان د لومړي وزیر د خارجه چارو سلا کار سرتاج عزيز او افغان ولسمشر حامد کرزی.

د هر کار، هر پلان، هر عمل لپاره ښه نيت خپل ارزښت لري. د مسلمانانو دا عقيده ده چې ''د عمل دارومدار په نيت دى.''

د عمل او نيت په ائينه کې د پاک افغان تعلق ته ګورو!

د روژې په دوېمه عشره کې د پاکستان او د افغانستان تګ راتګ پېل شو. د پاکستان د لومړي وزیر د خارجه چارو سلا کار سرتاج عزيز د کابل په دوره کې دافغانستان ولسمشر ته د نوازشريف پېغام ورساوه.

د افغانستان د خارجه چارو وزير زلمي رسول او سرتاج عزيز په شريکه اعلاميه کې د يو بل د مسکيتوب عمل او عکس العمل څرګند کړ.

سرتاج عزيز وويل: "ما افغانستان ته د پاکستان نه د امن او ملګرتيا پېغام راوړى دى. طالبانو سره به امن مذاکرات افغان حکومت پېل کوي خو که د پاکستان د کمک ضرورت ورته پېښ شو نو پاکستان به پوره پوره کمک کوي."

د سرکاري رسنيو رپورټونو په رڼا کې دواړو خواو ته د پاک افغان دوستۍ ډنډوره ووهل شوه.

کاميابه دوره به بللى کېږي، د امن په حواله به یې د دواړو هېوادونو شريک عمليات يادولى شو.

دواړو هېوادونو ټينګار کړى چې موږ به خپله ځمکه د يو بل خلاف نه استعمالوو.

پاکستان به د يو خاص ګروپ، ګوند، شخصيت سره اړيکي او همدردي نه لري.

دا او داسې نورې روايتي خبرې به د دغه دورې او ملاقاتونو په سرکاري نتيجه کې بيانېږي خو د سرکاري دورو ملاقاتونو، سرکاري نتيجې په عمل او نيت کې توپير سره لري.

که چېرې د دغه رنګ عمل په نيت هم لږ غور وشي، او دواړه ګاونډي هېوادونه دا عقيده ولري چې ''انما الاعمال باالنيات'' او عمل د نيت پشان شي نو بيا به نتيجې ښې ولې نه وي!

خداى به مو ولې زارۍ نه قبلوي

چې ته دعا کړې زه امين کومه

خو!

له بده مرغه د پاک افغان دوستۍ په عمل کې ښه نيت نشته.

د ظاهر شاه او سردار داود خان نه را واخله د ثور انقلاب پورې خو افغان ملت او افغان خاوره دومره متنازعه وه چې پاکستان يو طرف ته هند ته په دوه قومي نظريه کتل، دغه شان یې د ډيورنډ د کرښې نه افغانستان ته په کږه کتل.

ثور انقلاب چې سور کافر شو نو پاکستان د افغانانو لپاره د اسلام ګټلو په ټېکه دارۍ کې جهاد ته په اسلامي جذبه وکتل او د پُل خشتي جومات په ځمکه پخواني جنرال ضياء الحق د سجدې غږ وکړ، لکه کابل چې مقبوضه وي او پاکستان یې د ازادۍ جنګ کوي.

دواړو خواو ته ولسونو دا عمل او نيت ليدلى دى، چې د ښکاره اسلامي، ګاونډګيرۍ، اخلاقي، مذهبي، اسلامي عمل پټ نيت څه و!؟

د پېښور د معاهدې نه واخله د اسلام اباد د جرګې او د کعبې د يو صف په عمل او نيت کې څه و!؟

د طالبانو د حکومت د منلو په عمل او نيت، جنګونو ځپلو ولسونو څه وليدل!؟

د کندهار د اخري جرګې په عمل او نيت کې څومره توپير و!؟

پاکستان د کوم عمل په نيت د طالبانو سفير مُلا ضعيف ته په اسلام اباد کې وويل: "اوس ته زموږ د لپاره محترم نه یاست"!؟

پاکستان د نړيوال امن په عمل حامد کرزي ته سلام احترام وړاندې کاوه، خو په نيت کې یې ورته "شُترمرغ" وایه!

د ۳۰ کالو په اوږدو کې هر عمل او هر نيت د يو بله څومره جلا دي، بلکې عمل او نيت د يو بل په ضد دي، چې د يو عمل نيت غلط وي نو ثواب یې څوک د څه غواړي!

مار او لړم

پاکستان د مار په مثال دى، افغانستان د لړم. د مار او لړم عمليات ځان ځان ته دي. مار خپل بچي خوري او لړمه چې کوم بچى راوړي، هماغه بچى پرې اخته شي خپله مور وخوري.

په دغه مثال چې پاکستان چا ته خپل بچى وايي، روزنه او پالنه یې کړې ده، بيا یې خوړلى دى.

افغانستان چې کوم بچي زېږولي دي، لکه د لړم د بچو یې خپله مور په خوړلو خوړلو خلاصه کړې ده.

د عمل او نيت د فرق په دغه لوى سفر، دواړو خواو ته انقلاب، جهاد او فساد درېواړه پښتانه افغانان ځپلي دي.

د پښتنو افغانانو بدبختي دا ده چې عمل زموږه او نيت مو د پرديو دى!!

موږ چې په دغه هر څه هم خپل عمل کړى دى، نو خبر نه يُو چې نيت مو څه دى چې د نيت پته ولګي نو بلها تباهۍ راغلې وي.

د ثواب نه ګناه او د جنت نه دوزخ جوړ شوى وي. بشر په نوي شر اوښتی وي!

په خپله خاوره د خپلې تباهۍ په هنداره کې د بهرنيو عکاسانو د فوټو سېشن پوزونه جوړوي، موږ په تصويري نمایش کې پراته یو او نور قامونه په موږ انعامونه ګټي!

نن، اوس، دا وخت موږ فقط يو عمل ته ضرورت لرو، او هغه عمل په نړيواله کچه ځان صحيح معرفي کول دي. تر اوسه زموږ مانا چا صحيح نه ده کړې.

هر څوک هر دور، هر زمانه د خپلو مفادو لپاره زموږ Definition په خپلو خپلو ډکشنریو او لُغاتو کوي. زموږ د عمل لپاره ټکي ګوري، مانا جوړوي، بيا په دغه ټکو، حرفونو او ماناو موږ معرفي کوي.

د پښتون افغان خپل لُغت غلط کړى شوى دى، خپلې مانا یې بدلې شوې دي.

زموږ ښه عمل را اخلي او په خپل غلط نيت یې بند په بند تړي، او په پایې کې زموږ د عمل دعا ځان ته کوي.

په موږ د خپلې دعا لپاره ځان ته زموږ د وينو نه امين ثُمه امين وباسي خو چې زموږ د خپل عمل پردي نيت څرګند شي نو بيا په پښتون افغان خپل رهبران ښکنځي، خو د رهبرانو غلطي دا ده چې هغوى په خپل عمل په پردي نيت د نورو د ثواب لپاره لکه بې اودسه سياسي لمونځ ولاړ وي، نتيجه دا وي:

نہ ادھر کے رہے نہ اُدھر کے رہے

نہ خدا ہی ملا ، نہ وصالِ صنم

اوس يو ځل بيا د پښتون افغان د امتحان وخت دى، چې د اسلام اباد نه د پنجابي ولسي او پوځي بيوروکرېسۍ په نيت د يو ښه پر امن عمل لپاره د پاکستان د قومي سلامتۍ خارجه امورو سلا کار سرتاج عزيز کابل ته لاړ خو د پښتون افغان لپاره لويه بدبختي دا ده چې د پښتونخوا نه پښتون ولسي قامي مشرتابه نشته.

که څوک سرتاج عزيز ته د زيارت کاکا صاحب نوښار پښتون وايي، نو داسې ډېر پښتانه په لاهور او اسلام اباد کې د پښتونخوا په نمایندګۍ ناست دي.

خو هغوى د پښتنو په کولتور، ژبه، او ستونزو دومره نه پوهېږي څومره چې د اسلام اباد د پوځي کلاس روم په لېکچر او د لاهور رایېونډ په ګټو خبر دي او اداب یې پېژني، بايد چې کابل ترې لومړی پوښتنه دا کړې وای!

ډېر وبخښئ محترم سلا کار صاحب!

جنګ خو د پښتونخوا په خاوره دى!

طالب ته تاسو پښتون وایاست!

حجره جومات خو د پښتنو وران دى!

پښتون خو په کوټه، کراچۍ او پښتونخوا کې د جنګ په حالت کې دى!

جنوب او شمال خو د پښتنو داسې سوځي لکه مخ او شا!

تاسو خو وایې شکر الحمد لله پنجاب پرامن دى!!

اسلام اباده!!

ستا په اولني ارتباط کې هغه پښتانه چې هم تاسره و، ښه به وای!

موږ به د مينې او امن پېغام ته د ټول پښتون افغان وطن سرنامه ویله!

بايد چې کابل ورته په سرکاري مسکا د تېرو دورونو د غلطو نيتونو په نتيجه فقط دا ويلي وای!

ډېر وبخښئ!

د عمل نه وړاندې دا خپل نيت راته لږ واوروئ!

چې زه پوې شم، پښتون افغان د اختر لمونځ وکړي او که د جنازې!؟

ورته مطالب