لونګ: له مسلکه تېښته

Image caption اوس چې له ځينو دوستانو سره خبرې کوم، د ډوډۍ د پيدا کېدو مسله هم منځته راغلې ده. وايي د ډاکټرانو دولتي معاش کم دی او په شخصي ډول ځکه کار نه شي کولای

يوه ملګري مې د کابل پوهنتون انجنيري لوسته، خو د څانګو د بېلوالي او يا رښته بندۍ پر مهال يې له انجنيرۍ څخه لاره بدله کړه. دی اوس په کابل کې له يوه پروډکشن سره ژباړن دی. د جوړ ناجوړ تر پوښتنې وروسته مې ورته وويل چې په څه بوخت يې؟

ځواب يې حيران کړم. يو تکړه ځوان، چې په ډېر کم عمر کې پوهنتون او بيا هورې انجنيري پوهنځی ته تللی و، اوس په يوه عادي پروډکشن کې ژباړن دی.

علت مې ترې وپوښت، په لنډو يې راته وويل: ((ولا انجنیرۍ خو راسره ډېره ناځواني وکړه، په پنځو نمرو یې له ساختماني برخې نه د برق برخې ته ورکړم، نو ما هم ورته شاه کړه. کومو ملګرو مې چې برق ووایه، هغوی اوس بېکاره دي، زه خو بیا هم لا ژباړن شوم.))

خواشينوونکی ځواب دی. په تېره بيا هغه وخت چې ته په يوه برخه کې د چا پر استعداد پوهېږې او بيا يې په دغسې حالت کې وينې.

يو بل ډاکټر ملګری لرم، د کابل طب يې ولوست، ټولګيوال يې د تکړه توب کيسې کوي وايي، د طب تر ټولو سخته ټرمينالوجي به يې په يادو زده وه، اوس د څېړنې پر کار بوخت دی.

هغه مې هم پوښتلی، چې پخپله برخه کې کار نه کوي، نو ولې يې بيا اووه کاله په طب ضايع کړل؟ ځواب يې هېښوونکی و: ((کله چې مې ډيپلوم واخيست نو د مور و پلار مخې ته مې کېښود، چې دا مو په کار و، دا دی درته مې راووړ نور ما خپلې خوښې ته پرېږدئ.))

له تېرو څو کلونو راهيسې مې په څو ژورناليستيکو ادارو کې کار وکړ. په هره اداره کې چې مې کار کړی دی، د طب ډاکټرانو به راسره د خبريال په توګه کار کاوه.

د دغو دوستانو کار به تل زما په ذهن کې يو سوال و او لا هم تر اوسه پورې حل شوی نه دی، چې يو سړی اووه کاله په طب کې مصرفوي او بيا داسې يوه مسلک ته راځي، چې هغه په پوهنتون کې يوازې څلور کاله ويل کېږي او ځينې خلک، خو يې هېڅ وايي نه، بيا هم مخه پکې ايستلای شي.

له دغو کسانو څخه مې نه دي پوښتلي، چې دوی ولې خبريالي ته راغلي دي، خو اوس داسې فکر کوم، چې ممکن دوی هم ورسره علاقه نه درلوده او د کورنۍ لپاره به يې ويلی وي.

اوس چې له ځينو دوستانو سره خبرې کوم، د ډوډۍ د پيدا کېدو مسله هم منځته راغلې ده. وايي د ډاکټرانو دولتي معاش کم دی او په شخصي ډول ځکه کار نه شي کولای، چې د مشهورېدو تر وخته به لا ډېر لګښتونه کوي او بله دا چې زاړه ډاکټران که هر څنګه وي، خو خلک يې د نويو په پرتله ښه بولي.

په خلکو کې هم عجب تاثر موجود دی. زه ډېر لږ له خلکو اورم چې وايي، پلانی ډاکټر ښې زده کړې لري، بلکې وايي، تجربه يې ډېره ده. خلک پر تجربه باندې ډېر باور لري. د غزني په واغز ولسوالۍ کې يو ډاکټر و، اوس خدای بښلی دی. دی نالوستی و، خو بيا به يې هم خلکو ته دارو درمل ورکول.

دی پخپله سيمه کې په ډاکټر مشهور او خلکو به ورته خپل ناروغان ور وستل، چې درملنه يې وکړي. نوموړی نالوستی و او په نسخه هم نه پوهېده. يوه ورځ يې پخپله راته کيسه کوله، چې په کال کې څو ځله د زابل او پکتيکا لرې پرتو سيمو ته ځي او هلته خلکو ته دارو درمل ورکوي.

زه اوس کله کله فکر کوم چې څومره کسان به د دغه ډاکټر درملو وژلي وي او خلکو به ويل، چې دا ډاکټر تجربه لري، غلطه دوا ناروغ ته نه ورکوي.

لږ معاش

Image caption يو بل ډاکټر ملګری لرم، د کابل طب يې ولوست، ټولګيوال يې د تکړه توب کيسې کوي وايي، د طب تر ټولو سخته ټرمينالوجي به يې په يادو زده وه، اوس د څېړنې پر کار بوخت دی.

ماته اوس نه زما د نسل کيسه جالبه ده او نه هم زما له نسل سره کېدونکی زورزياتی جالب دی. په کلي کې يې ښوونځی نه وي، په ښوونځي کې يې ښوونکی نه وي، په کتابتون کې کتاب نه لري او بالاخره ښوونکی يې معاش نه لري. دوولس کلونه تېر شي، هغه وخت را ورسېږي، چې د کلونو په حساب بايد فارغ شي. که څه هم د زده کړې په حساب يې هېڅ هم زده کړي نه وي، خو دا چې دوولس کاله يې په ښوونځي کې تېر کړي وي، دوولس کاله يې د حاضري په کتاب کې نوم ليکل شوی وي، دوولس کاله ترې ازموينې اخيستل شوې او د نمرو پاڼې د پوهنې ادارو ته رسېدلې وي، نو مانا يې دا شوه، چې دغه زده کوونکی فارغ شو.

بيا نو کانکور وي. کانکور هم عجبه کيسه ده. ډېر هلکان وايي، چې د کريکټ په څېر په بخت و طالع باندې ولاړ دی. دلته پوهنتون ته د تګ مسله وي، دوی درس نه وي ويلی او چې د ازموينې خبره شي بايد ارو مرو يې په ناکامانو کې نوم وليکل شي.

له کانکوره وروسته د نتېجو خبره وي، هغه چې د دوی په خبره په بخت و طالع کامياب شوي وي، هغوی پوهنتون ته ځي او هغه چې نه وي کامياب شوي، د هغوی لپاره نو دروازې ډېرې دي. لومړی ځای يې ايران دی او که ايران پرې ودرېږي نو بيا طالبان دي.

زه د خپلې سيمې ډېر داسې ځوانان پېژنم، چې له ايرانه راغلي او هورې د ليدلي ظلم له کبله بېرته هلته تګ ته زړه نه ښه کوي.

يوازې يوه مياشت مخکې زموږ يوه کليوال د طالبانو په ليکو کې ووژل شو. دغه ځوان ډېر لږ وخت مخکې له ايرانه راستون شوی و. خپلوان يې وايي، ايران ته يې زړه نه کېدو، ځکه طالبانو ته ورغی. ډېر لږ ځوانان داسې وي، چې په نورو کارونو پسې وګرځي.

پوهنتون ته تللی نسل بيا بېله کيسه لري. څوک د خپلې خوښې پوهنځي ته نه وي بريالی شوی، څوک د خپلې خوښې پوهنتون او ولايت او څوک بيا نورې ستونزې لري، چې بالاخره پای يې له مسلکه تېښته وي.

دغه کسان چې اوس له خپلو رښتو پرته په نورو برخو کې په کار بوخت دي، دوی د بېلابېلو مجبوريتونو له کبله خپل مسلک ته شا کړې وي، خو داسې کومه اداره او يا داسې کوم پلان او ستراتيژي نشته، چې د تېښتې دغه بهير پر همدغه ځای و دروي.

په افغانستان کې همدا اوس د ډاکټرانو شديد کمی دی. په دې وروستي کال کې د عامې روغتيا وزارت کومې شمېرې په مخه راغلې نه دي، خو په ۲۰۱۱ کال کې دغه وزارت وويل، چې په ټول هېواد کې ۵۵۰۰ ډاکټران او ۲۹۰۰ نرسان لري.

دا که پر ۲۷نيم ميليون نفوس ووېشو نو نو هره پېنځه زره کسانو ته يو ډاکټر رسېږي. د نرسانو شمېره سم نيمايي کمه ده، يانې هرو لسو زره کسانو ته يو نرس رسېږي.

له دې څخه ښکاري، چې موږ ډاکټرانو او بيا مسلکي کسانو ته څومره ډېره اړتيا لرو. خو ستونزه دا ده، چې هېڅوک د دې کار په چاره پسې نه ګرځي. د عامې روغتيا وزارت ډاکټرانو ته معاشونه کم کړي دي، چې له کبله يې نوي فارغېدونکي ډاکټران، ټول يا ژورنالېستان شول، يا ژباړنان شول او يا په نورو کارونو بوخت دي.

ورته مطالب