ډیوه: نړۍ نړونکو!

Image caption که مو نن درته دا نړۍ ویجاړه ښکاري د سبا هیلې مو په سترګو کې مه وچوئ.

ولې مو له طبیعت سره د دښمنۍ لپاره ملا تړلې، د دود خلاف ګام پورته کوئ؟

په دې وطن کې خو دود او دستور د خلکو ژوند خوړلی او په دې بار یې ملاتړل کېږي چې ګویا دا رواج مو د همدې ټولنې په دیوالونو پوښلی دی که یې مات کړو دیوالونه به درزونه وکړي را وبه لوېږي او ډېرې کیسې به مو ترې لاندې شي.

هغه رواجونه چې په پایښت یې ډېرې ژوندۍ کیسې تر خاورو لاندې کېږي، ډېر ارمانونه ترې اور اخلي او ډېر سرونه په کې قلم قلم دي.

دا دلیل که د منلو وي او کنه خو موږ ورته سرونه ټیټ کړي، خپلې هیلې مو ترغرونو لاندې بندیوانې کړي، خپلې مرۍ مو د همدغو رواجونو په رسیو ځوړندې کړي دي.

نو بیا ولې درواغجن یاست؟

ولې د خپلو روایتونو جامې بدلوئ؟

د څه لپاره مو میلیونونه ساه ګانې تړلي؟

دا رواج ولې منئ او دا دود ولې ماتوئ؟

د طبیعت دستور دا دی چې ګلونه په کې مالیار نه شکوي. د سپرلي ښکلا د خزان تر دورانه ځوانه وي، پاڼې په کې به اور نه وچېږي، د لمر زور ته پاتې وي، چینې په کې نه ترخاورو لاندې کېږي، د واورو زور یې کنګل کوي دا د طبیعت رواج دی.

خو تاسې!

تاسې له طبیعت سره داسې دښمني راخیستې چې څراغونه تر سهاره نه پرېږدئ چې لمر یې کم رنګه کړي، په تور ماښام یې ماتوئ.

د سپوږمۍ رڼا د هغو کاله ته نه پرېږدئ چې پوره میاشت یې په تمه شوګیر وي. د بارودو لوګي د سپوږمۍ په رڼا پسې زغلوئ چې تته شي، ورکه شي او بد رنګه شي.

د طبیعت دغه دښمني مو تر سرونه هم رسولې. هغه سرونه مو پر تنو نه دي پېرزو چې په کې د پوره نړۍ خیالونه ښوري، د ځان او جهان فکر په کې غځوني کوي او په دې سوچه شپه روڼوي چې ګوندې د سهار لپاره د چا په ښه راشي.

د سرتورو پړوني ولټوي، د معیوب لوېدلې پښې ته په لاس مصنوعي پښه ورجوړه کړي، د ړنګو مینو دیوالونو ته د رغېدو لار ولټوي او خپله نړۍ جوړه کړي.

نړۍ نړونکو!

همداسې مو کړي. د پکتیا د هغه ځوان نړې مو نړولې چې د کور کلي خلکو ترې د سبا تمې درلودې. د هغه په لاس کتابونو کې یې د خپلو ارمانونو د پوره کېدو سندونه لیدل.

د ټول وطن په زلمو کې څلورم ځوان و چې د ودانې نړۍ خیال يې درلود. هغه مو و نه واژه، د هغه نړۍ مو ونړوله.

د پکتیا د ارمانجنو مېندو نړۍ مو ونړوله. د پکتیا ماشوم مو له ښونځي وډاروه او هغه مو زړه توري کړل چې د دغه ځوان سره د جوړه کېدو لپاره یې خواري کوله.

د ټول وطن ځوانان مو نهیلي کړل او اوس به د هغه په رنګ د یوه بل زلمي په لټه زرګونه سترګې څار کوي. خدای پوهېږي چې دا څار به تر کله او تر چا ورسېږي

نړۍ نړونکو!

که مو نن درته دا نړۍ ویجاړه ښکاري د سبا هیلې مو په سترګو کې مه وچوئ.

پریږدئ چې ښونځي راته د نوي فکر، د رغونکي فکر ځوانان وروزي او هغو ته د ژوند خواږه ورکړي چې هېڅ ارام نه پېژني.

په همدې فکر د طبعیت د دې رواج ملا وتړئ چې خدای دا وګړي د خپل ژوند په پوړیو کې څنګه ازمايي، له خپل علم او هنره څومره ګټه اخلي او سبا ته خپل بار څنګه تر بل سبا رسوي.

د خدای لپاره نوره د چا نړۍ مه نړوئ!

ورته مطالب