ستاسې نظر: خیراتونه باید څنګه منظم شي؟

مسلمانان د روژې په مبارکه میاشت کې تر بل هر وخت زیات خیراتونه کوي، ‌صدقه، سرسایه او زکات ورکوي.

خو دا ټولې مرستې څنګه ترتیب او تنظېمېږي؟

ستاسو په ګومان په افغانستان کې د زکات او صدقې ورکولو سیستم څنګه کار کوي؟

دا مرستې اړمنو خلکو ته رسېږي او د هغو د ښه تنظیم او عادلانه وېش له پاره باید څه وشي؟

که له افغانستانه بهر په نورو هېوادونو کې اوسېږئ، هلته له خپلې تجربې راته ووایاست.

د سې شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې مو په دې اړه خپل نظر را سره شریک کړئ.

د خپرونې پر مهال دې شمېرې ته زنګ ووهئ:

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

پر موبايل د لنډ ليکلي پيغام يا اېس اېم اېس لپاره شمېره ده:

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

پر فېسبوک هم پیغام را ته پرېښودلی شئ.

د سې شنبې ستاسې نظر خپرونې کوربه سپين تڼی دی.

ورته مطالب