لمر څرک: کورنۍ او سياسي شعور

Image caption "ښځې يوازې هغه وخت د هېواد د سياسي نظام برخه شي چې د ټولټاکنو وخت شي"

د افغانانو په اړه پخپله افغانان وايي چې هر سړی يې په سياست خبر دی يا په ځينو څرګندونو سره داسې ښيي چې نژدې په هره سياسي موضوع يې سر خلاص دی.

په کلي کور کې هر سړی د ولسمشر يا لږ تر لږه د خپلې ولسوالۍ د ولسوال په اړه يوه نيمه تبصره کولای شي او کوي يې هم. خو زموږ د مېرمنو چې د ټولنې نيمايي جوړوي، حالت له دې بيخي بدل دی.

زه ډېر داسې افغانان پېژنم چې نارينه يې ډېر لوړ سياسي شعور لري.

دوی نه يوازې په سياست ښې پخې پخې خبرې کولی شي بلکې ځينې وخت د سياسي مسئلو په اړه کره وړاندوينه هم وکړي.

خو د هغوی مېرمنې پر دې هم نه وي خبرې چې خاوند يې ولې او د کومو دلايلو له مخې پر يو سياست وال يا سياسي نظريې سر ورکولو ته تيار دی يا ولې د يو بل سياستوال يا نظريې سره سخت مخالف دی؟

د ډېرو مشهورو سياسي ليکوالانو او سياستوالو ښځې پر کور ناستې وي.

ژوند يې يوازې تر دې حده وي چې خپل سياسي مبصر خاوند او د هغه د تودو سياسي بحثونو د مجلسونو ملګرو ته ډوډۍ ورپخې کړي.

ځينې هغه ښځې چې ځانته لږې عصري وايي فکر يې د کومې بلې ښځې له چاغښت، کالو، قد او فيشن له خبرو ور وړاندي کار نه کوي.

د امريکا د سياسي علومو د څېړنو اداره يا (American Political Science Association) په يوه تحقيق (پلټنه) کې وايي په کور دننه په سياست بحث د کوچنيانو پر درسي پرمختګونو مثبته اغېزه کوي او تر نورو کوچنيانو لوړې نومرې اخلي.

بله خبره په کې دا راغلې چې په ځانګړی ډول له مور او پلار سره پر سياست بحث د کوچنيانو د اوږد مهالې مودې پر ټولنيز ژوند اثر کوي ځکه چې دوی په لوړه کچه سياسي پوهه لاس ته راوړي، په راتلونکې کې رايي اچولو ته ډېر ژمن وي او نه يوازې په ولسي مجلسونو کې په خبرو کولو پوهېږي بلکې په ټولنه کې د يو فرد په توګه خپله دنده او مسئوليت ښه پرمخ بيولی شي.

زموږ په ټولنه کې يوازې مور د اولادونو د لويولو او روزلو مسئوله وي.

پلار يي نه په مړولو خبر وي، نه پاکولو او نه هم د ژړا په وخت کې په ارامولو.

مانا دا چې تر بلوغ پورې د ماشوم ډېر وخت د مور سره تېرېږي. که مور يې يو څه سياسي شعور ولري نو اولاد به يې پر دې خبر وي چې پر هغه يا هغې يې پلار ولې ملالۍ، ناهيد، ثريا، باچاخان، ايوب خان، احمد شاه، صمد خان، خوشال خان او يا هم د کوم بل تاريخي شخصيت نوم ايښی؟

له سياسي شعوره پرته خلک نه پر دې خبر وي چې پارلمان څه ته وايي او نه يې هم د دې سره سرو کار وي چې له کلي يې کوم سړی پارلمان ته د ده په رايه تللی؟

ايا چاته چې يې رايه ورکړې، وړ يې و او کنه هسې يې د کلي د ملک په خوله د هغه پر نامه ګوته ايښي وه؟

که رښتيا رښتيا سره ووايو نو د سياسي شعور د نه لرلو له مخې نه زموږ ښځې ملامتې دي او نه هم هغه ځوانان چې د خپل وطن له دوست او دښمنه نه دي خبر.

منئ او که يې نه منئ خو مسئوليت تر ډېره د سړيو دی.

کله چې په يوه کورنۍ کې ناانډولي تر دې حده وي چې نارينه دې په سياسي بحثونو کې يو او بل ته وار نه ور کوي، ښځې دې يې يوازې د چايو پيالې ورته ډکوي او کوچنيان دې د لويانو د لاسونو ور پرېولو کار پرمخ بيايي، نو يوه مور به څرنګه سياسي شعور تر لاسه او د مثال په ډول پر دې به څرنګه پوهه شي چې په را‌ډيو کې، پارلمان کې د ښځو لپاره د ځانګړو څوکيو زياتوالي د اعلان څه مانه ده؟

په تياره کې لوی شوي کوچنيان به څرنګه په اوږد مهالې مودې کې کاميابه ټولنيز ژوند ته وده ورکړي او هغه ټولنه به څرنګه پر مختګ وکړي؟

موږ چې کېنو د نازو انا او زرغونې انا نوم يادوو او پرې وياړو خو دا نه وايو چې دې هېواد ته بيا څرنګه کولاي شو چې دا نازو او زرغونه ور پيدا کړو؟

ځکه چې که زرغونې انا او نازو انا خپلو امپراطورو اولادو ته د سياست پر پېچلو لارو د خوندي سفر هنر ورښود نو هغوی څه له اسمانه نه وي راکښته شوې بلکې له ټولنې به يې زده کړه کړې وه.

اوس هم زموږ په ټولنه کې د تدبير لرونکو ښځو کمی نشته خو وايي چې تر ټولو ښه زر هم هله خپل ښه والی ښئ چې وځلول شي.

که پخوانۍ سياستوالې او ستراتيژۍ جوړوونکې راته ډېرې د قدر وړ دي نو دا خبره مو هېڅ کله د زړه له رګه لا نه ده موښتې چې کاشکي زموږ د کور ښځې هم له سياست سره بلدې شې چې وکړی شو په ګډه د دغو سترو خلکو تاريخ تکرار کړو.

ښځې يوازې هغه وخت د هېواد د سياسي نظام برخه شي چې د ټولټاکنو وخت شي.

د کور سړي يې په موټرونو کې بار کړي او د رايه ورکولو د مرکزونو مخې ته يې کښته کړي.

دوی ته په کور کې د نارينوو له خوا ويل کېږي چې پر کوم نښان به ټاپه وهي او يو ځل بيا يي په مرکز کې دننه ور پيادوي چې کېداي شي د دې "ناقص العقلو" هېر شوي وي.

دغه ښځې دا پوښتنه لا نه کوي چې د دوی رايي يې د راتلونکې لپاره څه مانا لري او دوی خپلې رايي ولې داسي چا ته ورکړي چې نه يې ليدلي وي نه يې له دوی د خپلو ستونزو پوښتنه کړې وي او نه يي د دوی په مشکلاتو سر خلاصېږي.

Image caption "زموږ په ټولنه کې د تدبير لرونکو ښځو کمی نشته"

خو که بيا هم لږ ډېر سياسي شعور ولري نو له سړي به خامخا پوښتنه کوي چې په دې ليسټ کې خو نور کسان هم شته، هغوی ته ولې رايه ورنه کړي؟

خو په دې پسې څوک نه ګرځي. ضروري دا ده چې ووايو: مبارک مو شه. د ښځې رايه حساب شوه او د جمهوريت په باغ کې يو بل ګل وغوړېد.

هيله ده چې سړي له ځانه دا پوښتنه وکړي چې تېر ځل مو کله کور کې له خپلې ښځې سره پر يوه ټولنيزه او يا سياسي مسله خبرې کړې وې؟

ايا کله مو خپلې مېرمنې په دې پوه کړي چې تېر ځل مو ولې د شپې تر نيمې پورې د ډېورنډ پر کرښه کېدونکی راديويي او تلويزيوني بحث وروسته هم د ملګرو سره خبرې ښکته پورته کولۍ؟

ورته مطالب