ټوپک او هېپتایتس (تور زېړی): د افغانانو دوه وژونکي دښمنان

Image caption د هپيټايټس (B) ويروس مېکروسکوپي انځور

ځینې لوستونکي کېدای شي ټوپک او هېپتایتس Hepatitis په یوه کتار کې درول یوه ناسمه پرتله وبولي.

آخر ټوپک خو دا څلور لسیزې هره ورځ په کلو او ښارونو کې له افغانانو قرباني اخیستې ده.

هره افغانه کورنۍ یې لږتر لږه یو ځل د غم په ټبر کېنولې ده.

او د ټوپک نادودو خو بیا یوازې د وژنو او معیوبولو بڼه نه ده خپله کړې.

هېواد یې په کنډواله بدل کړی، نژدې نیم ولس یې بې ځایه کړی، او نژدې ټول هېوادني بنسټونه یې ناکاره کړي دي.

ځینې کېدای شي هېپتایتس هم د ټوپک او جګړې زېږنده وبولي.

که نن د افغانستان پر پولو پردۍ لارې جوړې نه وی، که نن په دې هېواد کې د درملیز (معالجوي)، او مخنیویز (وقایوي) طب بنسټیزې آسانتیاوې ناسوبې نه وی، او که نن د دې هېواد دولت هم د وګړو په څېر یې له اقتصادي پلوه بې وسه نه وی، کېدای شي هېپتایتس به هم د افغانانو د وژونکو دښمنانو په کتار کې نه راته.

خو که زما له سترګو ورته وګورئ هېپتایتس همدا اوس هره ورځ افغانستان کې غمیزې جوړوي.

دا چې هېپتایتس د ټوپک په څېر شور نه دی جوړ کړی، او د جګړې په دود یې ولس ته کډه نه ده ور په شا کړې، دا هم د هېپتایتس د خونړیتوب یوه بله نښه ده.

هېپتایتس چې افغانستان کې یې تور زېړی هم بولي د لړمون یو اوږدمهاله یا مزمن پړسوب دی چې د یو ډول خویندو وایرسونو له کبله راپېښېږي.

دا وایرسونه (A, B, C, D, E ) نومول شوي دي، خو B او C ډولونه له وژونکو خړپړتیاوو سره مله وي.

دا سمه ده چې هېپتایتس یوازې د افغانستان ستونزه نه ده.

نن ورځ په نړۍ کې په سلګونه ملیون وګړي په هېپتایتس اخته دي، او په سلګونو زره ترې مري.

د لړمانه د چنګاښي (سرطاني) ناروغیو په سلو کې ۷۸ پېښې، او د سېروسېس په سلو کې ۵۷ پېښې د هېپتایتس بي او سي له کبله پیدا کېږي.

دا په خپل وار د نړۍ پر روغتیا یو لوی بوج بلل کېږي.

خو په افغانستان کې ستونزه تر دې ډېره پېچلې ده.

د لسیزو اوږد پوځي او اقتصادي کړکېچ د ګواښ بڼه بدله کړې ده.

دلته په پرتلیزه توګه د کوچنۍ کچې پتالوژي په پراخه پیمانه زیانونه اړوي.

دلته ناروغۍ د طب د کتابونو په دود نه پېښېږي. دا هرڅه ناروغ او درملګر دواړه په ربړه اړولي دي.

د افغانستان د عامه روغتیا وزارت د چارواکو له خولې په افغانستان کې د هېپتایتس ۶۵۰۰۰ پېښې په نښه شوي دي.

دا هغه ناروغان دي چې په حکومتي روغتونونو کې تشخیص شوي دي.

خو دا چې افغانستان کې یو ډېر شمېر وګړي هډو د دې وس نه لري چې ډاډ وړ روغتیایي آسانتیاوو پورې ځانونه ورسوي، او نور بیا داسې کورنیو او باندنیو شخصي روغتیایي مرکزونو ته مخه کوي چې ځان مجبور نه ګڼي چې د هېپتایتس د پېښو حساب کتاب وساتي، دا به ګرانه وي چې د عامې روغتیا وزارت پورته شمېره په افغانستان کې د هېپتایتس ستونزې د قیقه ښکارندویي وکړي.

ما هڅه وکړه چې هېپتایتس سره د مبارزې په ډګر کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت ته د ناغېړۍ ګوته ونه نيسم، خو د هېپتایتس په اړه د روغتیا د نړیوالې ادارې د وروستي راپور له لوستلو وروسته داسې کول راته ډېر ګران وو.

د دې راپور له مخې د افغانستان حکومت لږ تر لږه په تېرو ۳ کلونو کې د هېپتایتس د ناروغۍ په اړه، یا د دې ناروغۍ د نښو نښانو، لاملونو، مخنیوي او درملنې په اړه د عامه پوهاوي هېڅ ډول هڅې نه دي کړې.

همداراز د روغتیا وزارت د داسې هلوځلو لاسوندونه هم نه دي ورکړي چې د دې ښکارندویي وکړي چې د میندو نه ماشوم ته د هېپتایتس د لېږد مخنیوي کې دې هلې ځلې شوي وي، او یا په دوه ځوانو میندو کې دې د هېپتایتس د تشخیص یا څارنې په اړتیا باندې غور شوی وي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د دې راپور له مخې د افغانستان حکومت داسې یوه ملي ستراتیژی، او یا د روغتیا په وزارت کې داسې یوه څانګه نه لري چې د دې وژونکې ناروغۍ په وړاندې هڅې چوکاټي کړي.

Image caption د تور زيړي (هپيټاټس بي) وژونکي ناروغي بلل کېږي

له دې دا تاثر اخیستل کېږي چې د هېپتایتس پر وړاندې د افغانانو وګړنی او اداري پوهاوی دواړه کمزوري دي. دا خونړۍ ناروغي چې بې له شکه بې شمېره افغان کورنۍ په غمیزو اړوي، په حکومتي کچه د یو ګواښ په توګه نه پېژندل کېږي، او دا د اندېښنې وړ خبره ده.

تېره اونۍ په ټوله نړۍ کې د جولای ۲۸ مه د هېپتایتس په اړه دپوهاوي د لوړولو ورځ وه.

د تېرو ۶ کلونو راهیسې دا ورځ د هېپتایتس نړیوالې ټلوالې له خوا لمانځل کېږي.

دا ورځ نړیوالو ته د یو داسې ګواښ خبرداری ورکوي چې انساني ټولنه کې ترهه خوروي.

په افغانستان کې د دې اړتیا ده چې ټول مسئول کارپوهان او ادارې، په سر کې د افغانستان د روغتیا وزارت، په خپل واک کې شته ټولې لارې چارې، له رسنیزو آسانتیاوو نه نیولې تر مسلکي، روزنیزو او څانګپوهیزو کړو وړو پورې، په دې ولګوي چې د عامو وګړو او روغتیایي کارکوونکو په منځ کې د هېپتایتس، په تېره د B او C ډولونو په اړه، او د دې ناروغیو د څرنګوالي، نښو نښانو، د خپرېدو لارو، مخنیوي، درملنې او خړپړتیاوو په تړاو اړین پوهاوی خپور شي.

ورته مطالب