د جنګ رومانس

Image caption له موږه پوره درې نسلونه د جنګونو تورغار خوړلي دي.

د ډاکټر عصمت دراني يو اردو نظم مې کله لوستی و، مرکزي خيال يې دا و چې زه د خپل ماشوم بچي نوکان ور پرې کوم چې د چا مخ پرې نوکارې نه کړي او په لاس کې پنسل ورکوم چې بيا هغه خپلې محبوبا ته ليک پرې وکاږي.

په پښتني ټولنه کې د داسې يو فکر دود کېدل لا يو لوی انتظار را څخه غواړي، ښايي ډېر وخت وغواړي چې زموږ د ټولنيز او ادبي نفس تزکيه به په پنسل کېږي.

له موږه پوره درې نسلونه د جنګونو تورغار خوړلي دي، په تور غار کې د ډاک نظام نه وي، مجبوبا ته ليک نه رسېږي.

په وطن کې د روانې اوږد مهالې غمیزې شدت او حد ته په کتلو سره سړی په اسانه پوهېدی شي چې دا يوازې بهر مېشتې انجنې نه دي چې جنګ يې په موږ کې يو عادي روزګار وګرځاوه بلکې په دې کې زموږ د خپل کولتوري او ادبي سمبوليزم هم يو بنيادي رول پاته شوی.

د دې دوه لوی لاملونه دي، يو خو موږ د ځمکې پر يو داسې څنډه مېشت يو چې دنيا ته يې د مورچې په توګه کار کړی، د مورچې په محيط او منطقه کې استوګن څوک هغسې جمالياتي حرکتونه په ګرانه کولی شي کوم چې د سمندرونو پر غاړه کېدی شي.

دوم زموږ له خپل ماضي سره يو ډېر عجيبه تعلق پاتې شوی. موږ د خپل تاريخ د ډېرو اړخونو ننګونه نه کوو خو چېرې چې مو د دښمن په ضد ننګه کړې، ناتار مو کړی، پر هغو پېښو زموږ رومانس نه يوازې دوامدار پاتې شوی بلکې د ټولنې د يوې لويې برخې جذباتي تعلق هم ورسره مضبوط پاتې شوی.

نن هم که وکتل شي، چېرې هم چې افغانان د خپلو دښمنانو خلاف خبر کوي، نو له تاريخه د يوې داسې حوالې د راوړلو هڅه کوي چېرې چې تورې کاري ګوزار کړی وي.

موږ ښايي د بدلېدونکې نړۍ د جنګونو په اوسني روزګار خبر نه يو، موږ داسې چلند کوو لکه موږ چې د مغل امپراتورۍ خلاف د خوشال خټک په شا روان يو.

په دې رويه موږ د خپل ژوند د بقاء لوبه خو و نه ګټله، برعکس مو په خپله ټولنه کې د خلکو نفسيات د هوشمندۍ سانچې ته راستانه نه کړل.

د پښتنو په تاريخ کې يوازې باچا خان و، چې د ټولنيزو جنګي نفسياتو خلاف يې يو منظم تحريک وچلاوه، له دې پرته د مبارزې يو داسې څرک نه تر سترګو کېږي چې د سوله یيزو تمايلاتو د روزنې باعث ګرځېدلی وي.

دا خبره هېڅ درسته نه ده، چې پښتانه په فطري توګه تشدد خوښوونکي خلک دي، خو دا خبره به غلطه نه وي چې د پښتنو ټولنيز حالات او ستراتيژيک موقعيت داسې پاتې شوی، چې د امن تمايل ته په کې د غوړېدلو چانس په لاس نه دی لوېدلی.

زموږ په ټولنه کې د جنګ د رومانس په روزلو کې د دښمنانو يو لوی رول پاتې شوی.

دا نن چې افغانستان د تېرې لسيزې د بيا رغونې او د روانې لسيزې د لېږدونې په پروسه کې تر خورا مهمو پړاونو تېرېږي، نو ګېرچاپېره ګاونډيانو د "غېرتمندو او تورزنو" افغانانو په نوم قصيدې تودې کړي او "افغانستان د امپراتوريو هديره ده" تر سرليک لاندې يې نقلونه اچولي دي؛ د دې څه مطلب کېدی شي؟

راشئ! لږ دې ته تم شو چې زموږ په ټولنه کې دننه د جنګ خلاف غوړېډونکی تمايل کوم رنګ او تاثر لري؟

ما په اکثره ادبي غونډو کې له خپلو شاعرانو ملګرو اورېدلي، چې اوس د سرو شونډو او تور زلفو د ستايلو وخت نه دی.

موږ بايد د وطن شاعري وکړو؛ دوی د شونډو او زلفو شاعرۍ ته د وطن شاعري نه وايي، هم دا د ژوند پېچلي روزګار ته زموږ د سطحي اپروچ استازيتوب کوي.

د کوم قام چې د جمالياتي ذوق روزنه و نه شي هغه قام بې له شخړو بل کار نه شي کولئ؛ زما دليل دا دی چې که په ټولنه کې د ښايست او مینې نفسيات پياوړي شي هلته بيا چېرې هم داسې حرکتونو ته ټولنيز ملاتړ نه شي په برخه کېدی چې د فطرت، وطن او ټولنيزو شتمنيو ښايست ته د زيان باعث وي.

زما په نظر تر ټولو زيات ملتپال او ترقي پسند ادب هغه دی چې د ټولنې د جمالياتي ذوق روزنه وکړي.

تش د جنګ په غندلو جنګ نه شي ختمېدی بلکې د جنګ متبادل به معرفي کول وي.

دا څه ته چې موږ امن وايو، دا داسې يو شی نه دی چې د جنګ په ختمولو رامنځ ته شي بلکې دا د يو وضعيت نوم دی، د يو لړ شرايطو مجموعه ده؛ امن د يو داسې ټولنيز وضعيت او شرايطو نوم دی چې هم انسان په معاشي، سياسي، جنسي او علمي حوالو خوشاله او سوکاله ساتي او هم پر دې بنيادونو د هر ډول تشدد مخنيوی وکړي.

که څه د پښتو ادب مجموعي مېلان د افغانستان د اوږد مهالې غمیزې په پايله او غبرګون کې د امن او عدمِ تشدد خوا ته تللی خو په دې کې هم يوه ستونزه ده، تش د جنګ په غندلو او د امن لپاره په منت و زاري کولو ښايي څه ګټور کار و نه شي.

زموږ ټولنه په تخليقي لحاظ داسې څه نه مومي چې د امن د کار لپاره په کې توان او انرژي پېدا کړي، يعنې دا خو راته ټول وايي چې امن پکار دی خو دا راته هېڅوک نه وايي چې د امن لپاره د لازمو شرايطو قيام څنګه کېدای شي.

رښتيا خبره دا ده چې موږ شيان ډېر برسېرن اخيستي دي، موږ نژدې هره موضوع له خپل کليت او وضعيت څخه لرې په علحېدګي کې تر نظر لاندې نيسو.

د جنګ رومانس يوازې په وينو بهولو او د جنګي ترانو په ويلو کې زېرمه نه وي بلکې دا رومانس د کولتوري او ټولنيز ژوند په ډېرو باريکو، نازکو او وړو اړخونو کې تبارز کوي.

دا موږ چې خپلو ماشومانو ته جنګي نانځکې، توپنچې، توپه کې او پټاخې اخلو، د دې پر علامتي پايلو مو کله غور کړی چې آيا موږ د جنګ رومانس نه روزو او پخپله يو جنګي کولتور ته وده نه ورکو؟

دا جنګي نانځکې يوازې د ماشومانو د لوبو نانځکې نه دي بلکې دا داسې ژور علامتونه دي چې د ټول عمر لپاره ترې ذهنونه اثر اخلي.

په همدې نژدې کوچني اختر کې د مېلو او لوبو پر ډګرونو که د دې ټولنې هر يو وګړی د جنګ په رومانس کې د خپل ماشوم کردار ته ځیر شي نو پوه به شي چې څه ډول جنګي نانځکې د جنګي کولتور په خوا د ذهنونو تمايل کشوي.

په پښتون وطن کې له تېرې يوې اوونۍ د ځينو روشن فکره او امن خوښوونکو کړيو، ځوانانو، پېغلو او د هغوی د ماشومانو لخوا په کليو او ښارونو کې په پراخه پېمانه د دې جنګي نانځکو او جنګي رومانس خلاف يو کمپاين روان دی.

موږ هر يو وګړی د دې کمپاين برخه داسې جوړېدی شو چې دا ځل په اختر کې د ماشومانو په لاسونو کې هغه نانځکې ورکړو چې د سوکاله او سوليز ژوند علامتي استازيتوب کوي.

نور د علامتونو په ژبه او ژورتيا پوهېدل پکار دي، دا کومې خبرې چې موږ ډېرې ساده ګڼو، دا په حقيقت کې دومره ساده نه دي، څوک چې د علامتونو په پېچیده ژبه پوهېدلي هغوی د ژوند د ژورتياوو لذت څکلی دی.

ورته مطالب