ستاسې غږ: څنګه د بهرنیو اسعارو پرځای افغانۍ کارولی شو؟

Image caption یو شمېر کسان په دې آند دي چې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په وړاندې ثبات نه لري او هر شیبه دا امکان شته چې خپل ارزښت له لاسه ورکړي.

د افغانستان بانک له ټولو خلکو او دولتي او خصوصي بنسټونو غوښتي چې په خپلو ورځنیو راکړو ورکړو او تړونونو کې افغانۍ وکاروي.

اوس مهال د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال امریکايي ډالر، پاکستانۍ کلدارې او یا هم ایراني تومان کارول کیږي.

یو شمېر کسان په دې آند دي چې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په وړاندې ثبات نه لري او هر شیبه دا امکان شته چې خپل ارزښت له لاسه ورکړي.

وړاندې تر دې د افغانستان بانک چارواکو ویلي وو، داسې طرحه یې جوړه کړې چې په پلي کېدو سره به یې په ورځنۍ راکړه ورکړه کې له بهرنیو اسعارو ګټه اخیستل کو شي.

د دوشنبې ورځې ستاسو غږ په پروګرام کې همدا موضوع ستاسو سره شریکوو.

تاسو په خپلو راکړو ورکړو کې د کومو پیسو د کارولو پلوي یاست؟ ولې فکر کوﺉ چې بهرنۍ پیسې زیاتې د باور وړ او ثبات لري؟ حکومت څه کولای شي چې په ورځنیو راکړو ورکړو کې د بهرنیو اسعارو پر ځای افغانۍ وکارول شي؟

که غواړﺉ چې په دغه بحث کې ګډون وکړﺉ نو ددوشنبې په ماښام اته بجې د تیلیفون په 009320220300 شمېرې موږ ته زنګ ووهئ او یا هم خپل نظر د بي بي سي پښتو ویبپاڼې له لارې bbcpashto.co.uk او یا هم د بي بي سي په پښتو فیسبوک را سره شریک کړﺉ.