د استاذ منلي کالم: دا کابل دی، ارزښت

Image caption د نړۍ مسلمانان د قدر شپه په عبادتونو تېروي

د قدر شپه ده. له زرو میاشتو غوره ده. ځکه چې "قدر" له دریو تورو سره د لوی ذات ستر واک، د ښو او بدو سره بېلول، اندازه، کچ او مېچ، خپل حد ساتل، عدل او انصاف، پر ارزښتونو باور او له همدغې لغوي سټې را ختلي په زرګونو نور همداسې مفاهیم تړلي دي.

د نړۍ مسلمانان، دغه شپه په عبادتونو تېروي، د ستر واکمن مرسته غواړي، هم ځان او هم نورو ته د دنیا او اخرت د ښیګڼو سوال کوي.

د همدغې مبارکې شپې په درشل کې، له انسانیته مرور زلمي، پر ځان پورې د بشر په پوټکي کې د شیطانانو په لمسه، د بې ګنا انسانانو د تباهۍ له پاره د اور زړي تړلي وو.

په یوه جومات کې یې د هغو تنکیو ماشومانو د ژوند بوټي ورېبل چې د خدای د کلام د زده کړې لپاره راټول شوي وو.

دغسي کړنې، که څه هم هره ورځ څو واره، په لمبو سوي افغانستان کې تکرارېږي خو نه د ملایکو هغه اندېښنه بې بنسټه وختله چې ستر پنځوونکي ته یې ویل "ته داسې مخلوق جوړوې چې په ځمکه کې به فساد کوي او وینې به بهوي" او نه د عادي انسانانو د اوښکو چینې وچې شوې.

دا وروستۍ پېښه د نورو په څېر دردوونکې وه، د نورو په څېر یې د سپېڅلو انسانانو پاک زړونه د کرکې په خځلو ډک کړل.

خو د قدر په شپه، چې تر زرو میاشتو غوره ده، د فېسبوک ټولنیزې پاڼې ته ورښکاره شوم.

کوم د خدای بنده د هغه ځانمرګي د نیمګړي کالبوت انځور ښکاره کاوه چې یو ماشوم ورته ولاړ و او میتیازې یې پرې کولې.

هلته نور خلک هم ولاړ وو، څېرې یې په انځور کې نه ښکارېدې خو لوی او واړه دواړه په کې وو.

هلته به یو عکاس هم و چې د صحنې تصویر یې اخیست.

په دې دومره لویه ډله کې یو تن پیدا نه شو چې انساني کرامت یې سترګو ته و درېږي او دا ماشوم له دې کاره منع کړي.

هغه خو ماشوم و، د انسان په کرامت نه پوهېده، کرکې یې د انسانیت حس ړوند کړی و، مګر هغه کسان چې ځان انسانان بولي څنګه د دې صحنې په لیدلو بې تفاوته پاتې شول؟

پر ځانمرګي لعنت ویل یوه طبیعي خبره ده.

د ځانمرګي ځوان روزونکو او رااستوونکو ته د انساني ارزښتونو د تباهۍ د عاملینو په حیث د شیطانانو ویل بې ځایه نه دي.

خو بیا هم دغه بدرنګه شوی جسد د یو انسان جسد دی.

د داسې چا جسد دی چې، پرته له دې چې کړنې یې په نظر کې ونیول شي، لوی ذات ورته د "اشرف المخلوقات" دریځ وربخښلی دی.

که هر څومره ناروا کار یې کړی وي، که هر څومره بد هم شي، بیا هم د انسان کرامت پر خپل ځای دی.

نه پوهېږم له چا کرکه وکړم؟ له هغه چې له ځان سره یې په لسګونو نور انسانان د ژوند له نعمته بې برخې کړل؟

له هغو چې دا ځوان یې دې ناوړه کړنې ته و هڅاوه؟ له هغو چې انساني ارزښتونه یې دومره بې قدره کړل چې اوس یې اخلاقي ادعاوې مسخرې ښکاري؟

له هغو چې انساني کرامت یې د قدر د شپې په درشل کې تر پښو لاندې کړ او دغه بوږنوونکې صحنه یې جوړه کړه؟

له هغه چې په ارامۍ سره یې د دې صحنې انځور واخیست؟

له هغو چې دا انځور یې فېسبوک ته وخېژاوه او د "افغاني" وحشت منظره یې جهاني کړه؟

له هغو چې پر دغه انځور یې کامنټونه ورکړي دي؟ او که له ځانه چې بیا هم د انسان په نامه، په دغې مبارکې شپې کې، د ستر پنځوونکي لورېنې ته په تمه یم؟

وحشت هم ساري دي. خدای مو دې راتلونکې ښه کړي.

ورته مطالب