پښتونخوا کالم: اګست مياشت خطرناکه ده

Image caption نه يوازې سيمه بلکې د نړۍ د لويو لويو ملکونو ته هم اګست د خطرې مياشت ياده شوې

د پاکستان رسنيو رپورټونو کې د نړيوالو کتونکو نظرونه خپرېږي او ويل کېږي چې اګست مياشت د خطرې ده.

نهٴ يوازې د پاکستان لپاره درنه ده بلکې د نړۍ د لويو لويو ملکونو چې پخپله امريکا هم په کې شامله ده، اګست ورته د خطرې مياشت يادوي.

د احتياط له مخې امريکا په ډېرو ملکونو کې خپل سفارتونه بند کړي او چارې يې ځنډولې دي. دا وېره ده چې القاعده په لويه کچه بيا څهٴ پلان لري.

پاکستان دې اګست کې د روژې اختر او ورپسې د ازادۍ ورځې په مناسبت درې نېکمرغۍ لرى، روژه اختر اسلامي او څوارلسم اګست د ازادۍ ورځې سرکاري نېکمرغي لري.

سرکاري ورته ځکه وايم چې دا ورځ په ولسي نه، بلکې سرکاري توګه لمانځلى کېږي.

خو د عالمى تبصرو په رڼا کې داسې ښکاري چې څوارلسم اګست به سږکال په سرکاري توګه هم په ''ساده عقيدت و احترام'' ولمانځلى شي.

اګست مياشت خطرناکه ده!

زموږ لپاره خو د کال هر ورځ، هره اونۍ، هره مياشت له خطرې ډکه ده.

موږ خو هر وخت د جنګ په حالت کې يوو، نهٴ څوک پر کور محفوظ دى، نهٴ بهر او نهٴ په زندانونو باور پاتى دى.

کهٴ چا پر قسمت او بخت باندې څهٴ باور نهٴ لارهٴ هغوى هم اوس وايي چې د ګور شپه نهٴ په کور کېږي.

هر چا خپل ځان د قسمت چارې ته سپارلى، کهٴ مړ شو نو شهيد شو او کهٴ ژوندى پاتې شو نو غازي دى!

د شهيد او غازي ترمنځ د پياز هومره نرۍ پرده ده.

پخوا به د جومات د امام په دعاګانو کې د شهادت ارمان يادېده او مقتديانو به ورته امين ويلو.

خو اوس شهادت بېخي د جومات منبر، محراب، موصلې ته په اسانه رسېدلى دى.

اوس دغه دعا څوک په زوره نهٴ غواړي، او نهٴ په زوره د امام د امين چغه راځي.

په لمانځه، جنازه، جومات، مقبره، حجره، لاره کوڅه، غم او ښادۍ کې شهادت له کفن پرته ملاوېږي.

نن سبا خلک دا سوال کوي خدايه کفن مو نصيب کړې.

دا هاغه وېرې دي چې موږ يې د اختر په ورځو کې د نړيوالو مبصرينو په نامه داسې محسوسوو لکه چې دا هر څهٴ په يو کوټلي پلان زموږ تر څنګ زموږ تر خوا يوازې د پېريانو د هوا په څېر موجود وي.

هر څوک بل ته ګرځنده جنتي ښکاري، اوس به يو جنتى چغه کړي ''الله اکبر'' او بيا به د وينو او لوګو باران شي.

د دغې خطرې له امله څوک د اختر مبارکۍ غاړه هم نهٴ ورکوي.

پخوا به مشرانو ويل، په اختر کې خضر عليه السلام راځي او مصافحه کوي.

د خضر عليه السلام په مصافحه پسې خلک سرګردانه وو هر چا هر ناپېژاند سره هم کلکه مصافحه کوله.

خو اوس هر څوک يو له بله وېره کوي ځکه چې پټکى هم د بمونو له بارودو ډک دى، پښتون افغان ته يې له څادر، پټکي، ټول کلتور نه د شک سرچينه جوړه کړې ده.

په پاکستان کې خو د جامو تلاشۍ له وېرې د پټکيو خاوندانو، د څادرونو ښاغلو اسلام اباد ته د تلو لپاره پټکى له سرونو نه او څادرونه له اوږو کوز کړي دي.

د پښتنو څادر يوازې محمود خان اڅکزي پر اوږه دى.

خو پټکى نشته، د پښتون افغان دا دواړه نښې نښانې په اسلام اباد او په ټوله نړۍ کې نومبدې دي.

د دې نومبدۍ غټه وجه دا ده چې پښتون افغان پر خپل کلتور عربي پوښاک راخپور کړی، ټوله نړۍ وايي، طالب دې له خپل پټکي او څادر نه د القاعدې رنګ لري کړي، موږ طالب منو خو القاعده نه!

د حمزه بابا د دې شعر په شان:

ستا ناز مې پښتو اخلي، خو غرور زغملى نه شم

دا يو دې په سر سترګو، خو دا بل دې په کې نه وي

خو طالب د کندهار په اخري جمله اوس هم ټينګ ولاړ دى، چې القاعدې ته يې د امريکا پر ضد ويلي وو:

زما د خدای لپاره ياره

کهٴ په بازار مې خرڅوې درسره ځمه

د نړيوال امن ښاغلي اوس طالب سره روغه کوي، خو هغه القاعده نهٴ مني چې په دوه قطبۍ دنيا کې ورته د سرمايې اۤقا دا ويلي وو:

زما په سترګو کې دې ګل شي

چې زهٴ به يې ستا په مينه بل ته غړومه

اوس حالات بدل شوي دی.

دنيا يو قطبي ده، کوم څيزونه چې د دوه قطبۍ دنيا مقابلې لپاره تيار کړى شوي وو، هغه پر يو قطبۍ دنيا زيات بوج دي.

دا هاغه خلک دي چې جنګونو، برباديو، تباهيو لپاره جوړ کړى شوي وو.

لکه د بارودو نه به څوک څنګه د ښکلي پسرلي د خوشبوييو هيله کوي، بارود خو تباهي ده، چې له ضايع کېدو نه يې بله لاره چاره نه شته.

خو دا نه شي کېدى، جنګ پالان لوی نسل لري، نېټ ورک (شبکه) لري، ''مصروف برسرروزګار'' دي، جنګ يو روزګار دى.

جنګ له دوه قطبۍ دنيا نه، بلکې زموږ غريبو ملکونو په برخه رسېدلى دى.

جنګ ډېر زوړ دى!

جنګ د هابيل او قابيل ميراث دى!

جنګ له جهل نه پېدا دى!

یه خدا یه دیوتا، یونهی رہ جائیں گے

جهل سے پیدا هوئی هے علم سے مرجائیں گے

جنګ څومره زوړ لرغونى تاريخ لري، امن خو د جنګ بچى دى.

بدبختانه امن هم د جنګ پر لاره ورغلى دى.

موږ چې په کومه سيمه کې ژوند کوو هلته مو پردي جنګونه کړي او اوس په پرديو جنګونو کې خپل امن داسې ګورو، لکه چې په ايرو کې لعلونه لټوؤ، او وېرېږو هسې نه دا ايرې لمبې نه شي!

دا هاغه وېرې دي!

دا هاغه وسوسې دي!

نن چې اګست مياشت له وېرې ډکه ده، د دنيا په هاغه سر کې انسان وېرېږي.

موږ دلته رپېږو، ځکه چې موږ د زړې دوه قطبۍ دنيا د کرايې او تنخا جنګونه د نظريې په نامه کړي دي.

دا د نظريې ازار دى، ازاريان هم دغه شان وېرېږي، ځکه چې ازاريان په پرديو جنګونو کې خپلې زړې بدۍ ويني.

زهٴ د رحمان بابا په شعرونو نور څرګندوم!

لکه چې دا شعرونه د پاکستان خاموشو مجاهدينو، مذهبي استاذانو، جهاد په نامه د پاکستان ملکي او پوځي اسټبلشمنټ (بنسټ)، د پنجاب سرمايې (پانګوالۍ) دلالانو، او د نړيوالو هغو ټولو طاقتونو لپاره ويل شوي وي چې د خپلې پانګې حفاظت او د جنګي سامانونو بازار ګرم ساتلو لپاره يې په دې سيمه کې د خپلو غرضونو جنګ ته د جهاد سپېڅلی نوم ورکړى و.

کر د ګلو وکړه چې سيمه دې ګلزار شي

اغزي مه کره په پښو کې به دې خار شي

ته چې بل په غشو ولى هسې پوه شه

دغه غشى به هم ستا په لورګزار شي

کوهى مه کنه د بل سړي په لار کې

چېرې ستا به د کوهي پر غاړه لار شي

ورته مطالب