ستاسې نظر: تليفوني مزاحمتونه که خلکو ته سرخوږی

په افغانستان کې تلیفوني مزاحمتونه اوس په یوه لویه ټولنیزه ستونزه بدل شوي. ممکن داسې کم کسان یا کورنۍ وموندل شي، چې د تلیفون له لارې نه وي ځورول شوي.

تر ټولو بده خو لا دا، چې دغه تیلیفوني ځورونې د کورنیو دغړو ترمنځ بې باوري هم رامنځ ته کوي. ان په ځینو حالاتو کې دغه ستونزه د وژنو سبب هم شوې.

خو ولې د تلیفون له لارې مزاحمت؟

ایا تاسې ته هم د تلیفوني له لارې ځورول شوي ياست؟ او یا مو خپله څوک ځورولي؟ خپلې تجربې راسره شریکې کړﺉ؟

که تلیفوني مزاحمت درته شوی وي، کومې رسمي ادارې ته مو شکایت کړی؟

د مخنیوي لپاره يې حکومت او خلک څه کولای شي؟

که غواړﺉ په دې اړه خپل نظر راسره شریک کړﺉ، نو د دوشنبې په ستاسې نظر خپرونه کې ما حفيظ الله معروف ته په 0093202202300 شمیره زنګ ووهﺉ.

دارنګه کولای شﺉ، د بي بي سي د پښتو فیسبوک پاڼې له لارې هم راته خپل پیغام پریږدﺉ، چې دخپرونې پرمهال یې درته خپور کړو. نظر ستاسې خپرول یې پرموږ.

ورته مطالب