پښتونخوا کالم: ورک ښه دی که مړ!؟

Image caption عدليه بيا بيا وايي چې ورک چا سره دي، عدالت ته یې ورکړئ!

په پاکستان کې ورک او مړ يو دى، خو د مړه يو غم او د ورک شل غمونه وي. د عدالتونو قاضيان حېران دي چې که د ورکو د موندلو زور په استخباراتي شبکو راوړي، نو ورک به ژوندي را نه شي، چېرته په سړک به یې جسد پروت وي.

عدليه بيا بيا وايي چې ورک چا سره دي، عدالت ته یې ورکړئ!

په څلورو واړو صوبو کې د ورکو وارثانو مېرمنو او ماشومانو سره تصويرونه وي. هغوى خاموش باتصويره مظاهرين دي، دغه تصويرونه نارې وهي "زموږ ورک موږ ته واپس راکړئ".

د کوټې په دغه شان يوې مظاهره کې يوې پېغلې د خپل ورک پلار د تصوير سره په ژړا ژړا ويل: ''زهٴ خپل پلار غواړم، خو ژوندى، مړ پلار نه غواړم، بايد ژوندى یې راکړئ''.

دا يوه جمله يوه غوښتنه د هغه ټولو مظاهرينو ده چې د هېواد په مختلفو برخو کې د عدالتونو او د لويو اېوانونو په وړاندې ولاړ دي.

اوس اوس عدليې په کلکه ويلي چې استخباراتي شبکې بايد دغه کسان عدالت ته وړاندې کړي، که دا کسان طالبانو سره وي چې نور څه فکر یې وشي.

د عدليې قاضي د انصاف په کرسۍ ناست دا خبره کولی شي خو دا خبره د عدالت نه بهر څه مانا نه ورکوي، که مانا ورکوي نو په بل شکل.

ژوندي ورک داسې دي لکه مړه

دا وخت په پاکستان کې د تاوان لپاره بونګه کول، ټارګېټ کېلېنګ، ورک او مړ، دا ټول واردات يو رنګ دي، خو فرق دا دى چې څو ورځې پس د چا کور ته د تاوان غږ را نه شي، نو د خلکو نېغ په نېغه شک په استخباراتي شبکو وشي.

د ټارګېټ کېلېنګ ذمه واري که طالبان و نه مني نو دعوه یې په پټو فرښتو وي!

په دغه حواله د طالب او پټو فرښتو تر منځ بېخي د پياز د پردې هومره فاصله پاتې کېږي، حالانکې په دواړو قوتونو کې د ځمکې اسمان هومره فاصله په کار ده، خو خداى خبر چې ځمکه اسمان ته بره څنګه وختله، او يا اسمان په ځمکه څنګه راپرېوت!؟

اور او اوبه ولې يو شول!؟

رڼا او تياره په يو بل کې څنګه ورک شول!؟

لکه راز او نياز خلک پټې فرښتې او طالبان يو شان ولې يادوي!؟

يو وجود دوه سيوري خو د پېريانو دېوان د کیسو پشان دي، خو اوس دغه کیسې هم بدلې شوې دي، او د کیسو راوي هم هغه نه دى. د انصاف په کرسۍ ناست قاضي منصف هم حېران دى چې دا به څه کېږي!؟

دلته يوه پوښتنه چا جواب کړې نه ده، داسې اُستاذجي پېدا نشو چې جواب یې کړي، بلکې لوى استاذان هم لکه د شاګردانو پوښتنې کوي!!

د هر يو هېواد ستخباراتي شبکې په نړيواله کچه لويه لوبه کوي. په دغه لويه لوبه سياست جمهوريت يا عام ولسونه دومره نه پوهېږي، څومره ''علم غېب'' چې پټې فرښتې لري، خو د غېب علم مطلب هېڅکله دا نه دى چې د خپل علم په زور ژوندي خلک غېب کړئ، او بيا یې د عدالت غټ قاضي ته هم دم نه ورځي چې غېب شوي خلک څنګه راپېدا کړي!؟

چېرته چې قاضي د دومره زورورې اجازې سره غېب شوي خلک نه شي پېدا کولی نو د ورک شویو خلکو وارثان به چا ته فرياد کوي، او که فرياد وکړي نو نتيجه به یې صفر وي!!

خلک خو په خپلو غوښتنو کې وايي چې موږ ته خپل ورک شوي خلک ژوندي راکړئ مړه نه، خو که ورک شویو نه چا پوښتنه وکړه نو هغوى به وايي د دې حال نه خو مرګ ډېر ښه دی.

د ژوند او مرګ په خونړۍ لوبه کې ځینې خلک د نامعلومې ګناه سزا ويني. د هغو چې ګناه معلومېږي نو دغه مرحله لا ګرانه او سخته ده، دا حالات دومره شکي او نا باوره نه وو، خو جنګونو او اختلافاتو سره شکونه او بې اعتمادۍ راپېدا کېږي.

زموږ ګاونډي هېوادونه هم په يو بل اعتماد نه لري بل خوا د ټولې اروپا ولسونه د يو بل ملک ته تللى شي، هغوى په رښتيا ګلوبل وېلج ''نړيوال کلي'' کې ژوند کوي.

موږ د نړيوال کلي خبره کوو خو د ګاونډى هېوادونو ولسونه د يو ځاى نه بل ځاى ته تللی نه شي، بلکې په تېرو وختونو کې خو د کراچۍ د فساداتو له کبله دا خبره هم کېده چې پښتانه به کراچۍ ته داسې ځي لکه څوک چې د پاکستان د يوې صوبې نه بلې صوبې ته په پاسپورټ ځي.

که دا وخت د پښتونخوا نه څوک پنجاب ته ځي نو د پنجاب پوليس او پټې فرښتې یې داسې ګوري لکه د امريکا په هوايي ډګر کې چې د پاکستاني د بوټانو جرابې هم کتل کېږي.

د پېښور خلک هر وخت شناخت پرېډ کوي، سوات بونير ته خو چې خپل استوګني واپس مازيګر کورونو ته ځي نو د روانو ګاډو نه کوزول کېږي، او شناخت پرېډ پرې کېږي. دا دوه پوښتنې ترې کېږي!!

ته له کومه راغلې!؟

ته چېرته ځې!؟

جواب دا وي!

زه دفتر ته تللی ووم!

اوس کور ته ځم!

دغه شکونو په هر ځاى ژوند ګران کړى دى، اوس خلک عادت شوي دي، د وردي والو د پوښتنو نه وړاندې خلک په خپله بغېر د پوښتنو جواب ورکوي.

ولسونه خو بغېر د پوښتنو پخپله جواب ورکوي خو بل خوا زنانه، ماشومان، بوډاګان د خپلو ورکو خلکو د لټون لپاره تصويرونه په لاس ولاړ دي او خاموشه سواليه نشانونه دي، جواب یې نشته!!

جواب ورکونکي غلي دي، ځکه د پټو فرښتو خاموشي د ملک او قام په کټه ده.

که څه جواب ورکوي نو مثال یې داسې وي لکه چې څوک خپل جرم مني، دلته خو د قاضي په وړاندې څوک د خپل جرم اقرار نه کوي.

که سزا ور نه کړي نو د هر چا خولې ورپسې ضرور پرانستل کېږي. دا هم د پټو فرښتو لپاره سپکاوى وي چې څوک دې پرې شک وکړي، دا شک که عدالت او قاضي هم کوي سزا یې هغه ورکو خلکو ته رسي چې راپېدا شي خو ژوندي نه، مړ وي.

پسماندګان فېصله نه شي کولى چې ورک ښه دی که مړ!!؟؟

ورته مطالب