ستاسې نظر: د اورلگېدو مخنيوى څنګه کېدلی شي؟

Image caption ستاسې نظر دا خپرونه د سه شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي

د افغانستان شمال مزارشريف ښار په يوه سوداگريز مارکيټ کې د تېرې جمعې په ورځ اورلگېدو لږترلږه ٢٠٠ هټۍ وسوځولې او سوداگرو ته يې لوى مالي زيان واړاوه.

که څه هم چې تر اوسه پورې د اورلگېدو دقېق لامل نه دى په گوته شوي خو د ډېرو آند دا دى چې د اورلگېدو د مخنيوي د غوښتنو له پام غورځول ښايي د اورلگېدو سبب شوى وي.

په همدې پلمه غواړو چې د دې اونۍ د ستاسي نظر په پروگرام کې پر دې خبرې وکړو چې په څرمره کې خلک، سوداگر او هټيوال پردې پوهېږي چې په خپل کور، سوداگريز مارکيټ او هټۍ کې د اورلگېدو مخنيوى وکړي؟

که هيله لري چې پر همدې موضوع په پروگرام کې راسره وغږيږى او خپلې شخصي تجربې، نظريې او وړانديزونه له موږ او اوريدونکو سره شريک کړي نو د سه شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شميره راته تیلیفون وکړئ.

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

خپل لنډ پيغامونه د ايس ايم ايس په دې شمېرې راواستوئ

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

او دارنگه کولى شي چې د بي بي سي پښتو فيسبوک کې هم خپل پيغامونه پرېږدئ.

ورته مطالب