"بې لومړیتوبه ولس" د ولس ویښولو یوه بله هڅه

کالم د یوې ورځپاڼې، اونیزې یا مجلې او وېبپاڼې په یوه همیشني ټاکلي ځای کې تر یوه مستقل لوی عنوان لاندې د بېلا بېلو مسایلو په اړه د مشخص لیکوال لیکنه ده، چې په وروستۍ لسیزه کې یې په افغانستان کې ډېر لوستونکي او مینه وال پیدا کړي دي.

کالم زیاتره د هغو ورځنیو سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، کولتوري او نورو مسایلو په اړه لیکل کېږي چې زیاتره د خلکو ورته لږ پام وي.

په ډېرو مواردو کې خلکو ته سطحي ښکاري خو په حقیقت کې مهم وي.

په افغانستان کې کالم لیکنه نوې تجربه بللی شو. ځکه په هغو معیارونو چې اوس ځینې کالمونه لیکل شوي زموږ پخپلو پخوانیو مطبوعاتو کې دا ډول کالمونه نه ترسترګو کېږي.

سره له دې چې اوسنیو کالمونو ته ورته ځینې لیکنې زموږ په پخوانیو مطبوعاتو کې خپرې شوې دي، خو د اوس غوندې په یوه مشخص ځای او تر ځانګړي لوی عنوان لاندې به نه خپرېدلې.

په پښتونخوا کې په "وحدت" ورځپاڼه کې د بشر نوید کالمونه چې د "ماته غوږ شه" تر سرلیک لاندې خپرېدل ډېر مشهور و.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان په مطبوعاتو کې د شهرت ننګیال، زبیر شفیقي، عصمت قانع، نجیب منلي، ایمل پسرلي، نجیب عامر، همیم جلالزي، وږمه سبا، نعمان دوست، نذیر احمد سهار، اجمل تورمان کالمونه هم مشهور دي چې یو شمېر تر یوه مشخص عنوان لاندې او ځینې نور یې په تیت پرک ډول نشرېږي.

په دې وروستیو کې د "بې لومړیتوبه ولس" په نوم د حفیظ همیم جلالزي کالمونه په کتابي بڼه د دانش خپرندویې ټولنې له خوا له چاپه رواتلي چې په دې برخه کې یې یو مهم ګام بللی شو.

همیم جلالزي دغه کالمونه په بېلا بېلو موضوعاتو لیکلي چې د مخه تر "لونګ" سرلیک لاندې د بي بي سي پښتو وېبپاڼې کې خپاره شوي دي.

هغسې چې افغان لیکوال او ژورنالست ایمل پسرلی پر دې کتاب پخپله سریزه کې لیکي:

"زموږ خلک د بل فکر لکه د پوهنتون او ښوونځي کتاب بربر وایي، خو خپل فکر یا نه لري یا یې د کاغذ پر مخ نه شي انځورولی. ښایي همدا دلیل دی، چې زموږ ډېری لیکنې اصلي موضوع ته نه داخلېږي. اوږدې مقدمې راته لیکي، پخواني تاریخ ته ځي. افلاطون او د هغه پلار را یادوي خو په خپل ژوند کې تجربه کړې خبره یې قسم کړی چې و نه وایي."

همیم جلالزی په دې کالمونو کې تر ډېره خپلې خبرې لري، هغه څه یې چې پخپله لیدلي، حس کړي او ارزولي دي په خوږه ژبه تر موږ را رسولي دي، د کتاب د بېلا بېلو کالمونو په لوستلو سړی فکر کوي چې له یوه داسې مفکر سره مخ دی چې خبرې یې سنجیده او پر خپلو تجربو ولاړې دي.

"ځکه د ټوپک په سلو مردکیو کې به يوه پر داسې ځای لګېږي، چې مناسب وي، خو په کتابونو کې به په سلو خبرو کې يوه نامناسبه پيدا کېږي... تر ټولو ښې او هوسا ټولنې هغه دي چې فکرونه په کې جوړ دي. زموږ د ټولنې اصلي ستونزه دا ده چې دلته فکرونه جوړ نه دي، او تر هغه وخته چې موږ د جوړو فکرونو خاوندان نه شو، د جوړې ټولنې څښتنان به هم نه شو. موږ چې پوهنتون ته اول کال راغلو نو د هر څه لپاره به مو يو نوم پيدا کاوه او يا به مو پرديو نومونو ته انکشاف ورکاوه. په ټولګي کې چې به چا داسې خبره وکړه، چې موږ ته به يې خوند رانه کړ، نو موږ به ورته ويل چې دا د موټرواني ادبياتو يوه بېلګه ده."

یا: "زه چې په پوهنتون کې وم، نو دوه کاله مو څو څو ورځې د دانشګاه او پوهنتون د ټکي پر سر مظاهرې وکړې او درسونه مو قضا کړل. هغه کسان چې دغې مسلې ته به يې لمنه وهله، پر دانشګاه دومره ټينګ ول، چې ان يوه ورځ خو يو څو وکيلانو د کابل پوهنتون د ليليې په دروازه کې دانشګاه پلوه محصلينو ته پېغور ورکړ، چې 'په امريکا کې تور پوستی ولسمشر کېدای شي او په افغانستان کې تاسې يوه لوحه نه شئ بدلولای.' اکثره دغه کسان ما پېژندل او اوس يې ډېرو په کابل کې خصوصي پوهنتونونه جوړ کړي دي. دوی اوس نه د خپل پوهنتون پر لوحه دانشګاه لیکي او نه يې په اعلاناتو او بيل بورډونو کې ليکي، بلکې هر ځای يې پوهنتون ليکلی وي.له دې څخه ښکاري، چې موږ څرنګه مسايل سياسي کوو او پر تورو باندې څنګه سياست او ګټې کوو؟ همدغه کسان سياسي فرهنګيان و، چې پر تورو يې سياست وکړ او اوس ارام ناست دي. دواړه لوري يې يو له بل سره په يوه کاسه کې خوري، خو هغه کسان چې د دوی په لارښوونه يې د ژبې او قانون د حفاظت غږ پورته کړی و اوس هم سره دښمنان دي."

د همیم جلالزي د دې لیکنو نثر ساده، خوږ او عام فهمه دی سړی نه یوازې د فکر او نویو پیغامونو له لوستلو خوند اخیستلی شي، بلکې نثر یې هم جذاب دی او سړی نه ستړی کوي.

لکه څرنګه چې د کالم لیکنې خصوصیت هم دی همیم جلالزي د هر کالم په لیکنه کې اوږدې سریزې نه دې لیکلې بلکې وار له واره یې اصلي موضوع را اخیستې ده:

"په افغانانو کې چې يو شی کم دی هغه زغم دی. زموږ ټولې ناخوالې له دې کبله دي چې يو د بل پر وړاندې زغم نه لرو. خلک داسې دي چې څومره يې له يو بل سره اړيکي زياتېږي، هومره يې زغم پياوړی کېږي، خو افغانان بيا دا ډول خلک نه دي او په دې برخه کې هم له نورې نړۍ څخه مستثنی دي.دوی له ډېرو تجربو وروسته هم زغم نه لري. په فېسبوک کې ډېر ښه ښکاري، اکثره خلک د هېچا نظر ته هم درناوی نه لري."

یا: "له پرو سږ کال راهيسې د غزني تاريخي او لرغوني ودانۍ يوه په بله پسې نړېږي. غزنی چې شاوخوا زر کاله مخکې د جوزجاني په قول د ختيځې او منځنۍ اسيا يوه لويه امپراتوري وه اوس يې هغه اثار هم د ورکېدو په درشل کې دي، چې په ليدو به يې انسان ته د دغې امپراتورۍ برم سترګو ته درېد."

او که د کومې موضوع لپاره د مقدمې ضرورت پېښ شوی نو ډېره لنډه مقدمه یې کښلې چې موضوع ته د ورتلو لپاره پل شي او بیا یې ورپسې پر موضوع خبرې پیل کړې دي لکه:

"زموږ يوه بله اخلاقي ستونزه دا ده چې موږ پخپله هم درواغ وايو او نور هم اړ باسو چې درواغ ووايي او پايله يې بيا هم فساد وي."

یا لومړی د موضوع په اړه لنډ خو په زړه پورې معلومات ورکوي او بیا اصلي موضوع رااخلي: "د ميري د ميلې تر ټولو مهمه او پاموړ برخه سانګې وې. زه نه پوهېږم له شلګر، زرمت او کټواز پرته به د افغانستان په نورو کومو سيمو کې سانګې وي خو ماته چې مشرانو کيسې کړې دي په اندړو کې له پېړيو پېړيو راهيسې د اس ځغلونې دغه لوبه شته، چې پښتانه ورته سانګې وايي او پاړسيوان يې په نيزه بازي پېژني."

کله کله هم خبره په یوه کیسه پیلوي:

"څو ورځې مخکې په غزني کې ښار کې غرمه يوه هوټل ته د ډوډۍ لپاره ور وختلو. د ډوډۍ د خوړلو پر مهال يو بل ملګری، چې هلته په غزني کې اوسي را په غوږ شو او ورو يې راته وويل، شاته وګوره. کله چې مې شاته وکتل د هوټل هغه بل کونج ته درې کسان ناست دي او کاغذونه په لاسونو کې کښته و پورته کوي. ملګري مې راته وويل چې ستاسې د لېسې مديريت اوس د هوټل همدغه کونج دی، ټول کارونه همدلته کېږي. ټکان مې وخوړ. د غزني پياوړې لېسه سلطان شهاب الدين غوري راياده شوه. د لسم، يوولسم او دوولسم ټولګي خواخوږه ملګري را ياد شول، چې څو تنه يې اوس زموږ په منځ کې نشته او په وروستيو جګړو کې وژل شوي دي."

په لنډ ډول ویلی شو چې "بې لومړیتوبه ولس" کتاب په دې برخه کې یو کمساری کتاب دی چې تر اوسه خپاره شوي او ما لوستي دي.

په دې کتاب کې هم معلومات شته هم خاطرې هم په کې د خپل اوسني تاریخ په اړه په زړه پورې او د لومړي لاس معلومات راغلي دي چې په راتلونکي د تاریخ لیکلو پر وخت ترې ګټه اخیستل کېدای شي او هم پر دې کتاب داستاني تنده ماتېدای شي.

د لیکوال د سترګو لیدلی حال او خاطرې نه یوازې دا چې کتاب د لوستلو لپاره لا خوندور کړی بلکې په همدې خاطرو کې په زړه پوري معلومات هم شته او د نوي فکر په خپرولو کې نقش لوبولی شي.

همیم جلالزي لکه څنګه چې پخپلو خوږو شعرونو کې د لوړو انساني افکارو د خورولو او د ولس د راویښولو هڅې کوي په دې کتاب کې هم داسې موضوعات را اخیستي دي چې په ظاهره واړه او له نظره لوېدلي ښکاري خو په حقیقت کې زموږ له ژوند سره کلک تړاو لري که موږ ورته متوجه شو او په ژوند کې یې عملي کړو ممکن هغه ستونزې چې اوس ورسره مخ یو سبا و نه لرو.

زه په داسې حال کې چې ژمن لیکوال ګران حفیظ همیم جلالزي ته د دې کتاب د خپرېدو مبارکي وایم د ایمل پسرلي صاحب هیله او غوښتنه تکراروم او هیله لرم چې همیم جلالزی د کالم لیکنې دا لړۍ جاري وساتي او موږ په راتلونکي کې د ده د نورو نویو کالمونو لوستونکي و اوسو.

ورته مطالب