له ايرانه د افغان کډوالو د ايستلو ستونزه څنگه هوارېدلې شي؟

Image caption افغان حکومت ويلي په ۱۵ ورځو کې له ايرانه د ناقانونه افغان کډوالو د ايستلو طرحه عملي نه ده.

افغان حکومت ويلي په ۱۵ ورځو کې له ايرانه د ناقانونه افغان کډوالو د ايستلو طرحه عملي نه ده.

افغان حکومت وروسته له هغه دا خبره وکړه چې ایراني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله رپوټ ورکړ چې د ایران حکومت په دغه هېواد کې مېشتو غیر قانوني افغان کډوالو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی، چې له دغه هېواده ووځي.

افغان حکومت وايي دغه افغانان چې له تېرو څه باندې درې لسيزو راهيسې ایران کې ژوند کوي، سوداگرۍ او هټۍ لري، بچي يې ښوونځيو ته ځي او له خلکو سره يې د خپلوۍ اړيکې جوړې کړي دي. امکان نه لري چې په دوو اوونيو کې دا هرڅه پرېږدې او بېرته افغانستان ته ستانه شي.

په همدې پلمه د دې اوونۍ د ستاسي نظر په پروگرام کې غواړو له تاسو واورو چې ايران کې مېشتو دغو سلگونه زرو افغان کډوالو دغه ستونزه څنگه هواريدلې شي؟

نو په دې اړه د خپلو وړانديزونو، نظريو او شخصي تجربو د شريکولو په موخه د سې شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېرې راته ټېلېفون وکړئ.

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

خپل لنډ ټېلېفوني پيغامونه/ايس ايم ايس په دې شمېرې راواستوئ

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

او دارنگه کولاى شي چې د بي بي سي په پښتو فيسبوک کې هم خپل پيغامونه پرېږدئ