ودنی ژوند څرنګه ښه کېدای شي؟

Image caption د لویانو ترمنځ هم د ټولنیز ارتباط کمښت د هغوی ذهني او فزیکي روغتیايي حالت ته تاوان اړوي او په نتیجه کې به له نورو انسانانو سره د دوی رغنده تماس لا خراب کړي.

انسانان له یو بل سره له فزیکي او ذهني پلوه تماس ته اړتیا لري. ګڼو څېړنو ثابته کړې چې که کوم ماشوم ورځنۍ ټولنیزې اړیکي و نه لري نو د خبرو، انرژۍ او استدلال په برخو کې یې پرمختګ عادي نه وي.

د لویانو ترمنځ هم د ټولنیز ارتباط کمښت د هغوی ذهني او فزیکي روغتیايي حالت ته تاوان اړوي او په نتیجه کې به له نورو انسانانو سره د دوی رغنده تماس لا خراب کړي.

هغو افغانانو ته چې په بهر کې اوسېږي ټولنیز ارتباط لا ډېر لانجمن دی ځکه چې په کومو شرایطو، ځای او وخت کې چې دوی اوسېږي هلته د دوی دودیز ټولنیز عقاید او درناوی مانا او ارزښت نه لري.

له ما ډېر ځله پوښتنه شوې چې ولې موږ لوېدیځ مېشتي افغانان چې ښايي تر خپلو میندو پلرونو له اقتصادي او روغتیايي پلوه ښه یوو خو بیا مو هم ودنی یا د واده ژوند له کړاونو ډک دی.

د دې پوښتنې د ځواب یوه برخه ښايي زموږ د ماغزو په فزیکي بدلون کې جرړې ولري چې د وخت په تېرېدا یې موندلی دی.

زموږ د مغز یوه تر ټولو زړه او ښه فعاله برخه لیمبیک سیستم بلل کېږي چې چاپېریال څاري، ازمويي یې او بېلا بېلو برخو ته پيغامونه لېږدوي او ورته وايي چې څرنګه دغه معلومات تعبیر کړي او کوم ګام یې په ځواب کې واخلي.

زموږ د مغز احساساتي مرکز په پیل کې یوازې دا کتل چې یو څه یا یو حالت زموږ شته والي ته ګواښ دی که نه دی.

د وخت په تېریدا د مغز دغه برخه بدله شوې ده، فکر یې کړی، استدلال یې زده کړی او په بېلا بېلو برخو کې یې د معلوماتو د شنلو چل زده کړی دی.

نتیجه دا شوه چې اوس مغز یوازې په دې اندېښنه کې ګېر نه دی چې موږ ته ګواښ پېښ دی که نه بلکې اوس د معلوماتو په شنلو یا تحلیل بوخت دی چې موږ د یوه ځانګړي شي په برخه کې څه ډول احساس کوو، څه ډول باید ورسره په تماس کې شو چې تړاو مو لا پیاوړی شي او مهمه لا دا چې څرنګه له خپلو تماسونو ګټه واخلو او د خپل مغز په جوړښت کې څرنګه مثبت بدلونونه پیدا کړو.

زموږ په مغز کې دغه بدلونونه موږ ته واک راکوي چې د خپل مغز په جوړښت کې په پرله پسې ډول داسې بدلون راولو چې ځانګړی غبرګون وښيي.

څرنګه چې زموږ د مغز جوړښت د وخت په تېرېدا او له نسله تر بل نسله تماس بدلېږي زموږ د احساساتو روغتیايي حالت هم بدلېږي.

Image caption څرنګه چې زموږ د مغز جوړښت د وخت په تېرېدا او له نسله تر بل نسله تماس بدلېږي زموږ د احساساتو روغتیايي حالت هم بدلېږي.

د پخوانیو نسلونو په پرتله زموږ مغز لا ډېر پېچلی دی او په همدې دلیل زموږ د اړیکو چارې په بېلا بېلو درجو څېړي.

دا چې د مغز بدلون موږ اړ باسي چې په ټولنیزو تماسونو کې لا ډېر معیاري و اوسو دا حالت مو دې پوښتنې ته مجبوروي چې څرنګه اړیکي په داسې ډول وساتو او پر مخ یې بوځو چې زموږ مغز په کې پرمختګ وکړي او د احساساتو روغتیايي بڼه مو هم په سټه روغه وي.

د امریکا مشهور فلم ستوری بین افلیک چې د اوسکار جایزه اخیسته، پر ده ډېرې نیوکې کېدې چې ودنی ژوند یې کار نه کوي.

ده د جایزې ترلاسه کولو په وینا کې د ودني ژوند د سمولو لپاره د خپلو هڅو منل چې په کوم ډول وکړل هغه د دوو انسانانو ترمنځ د اړیکو د ساتلو لپاره ډېر دقیق وو.

د انسان د خپلو غوښتنو د ساتلو او د خپل چلند د سمولو ترمنځ انډول ډېر کار غواړي.

کله ښايي زړه تنګي یاست او په دلیل یې و نه پوهېږﺉ خو پر خپل ځان پام او د خپلو کارونو د څېړنو له لارې ښايي وپوهېږﺉ چې څه در شوي دي.

په ودني ژوند کې همدا کار باید نه یوازې د ځان په برخه کې بلکې د خپل مېړه یا مېرمن په برخه کې هم ترسره شي.

ارواح پوهانو یا سایکالوژیستانو لسیزې لسیزې د شخصتیونو پر کرکتر څېړنې کړي دي، څرنګه یې تعریف کړي، ویې پېژني او سره جلا یې کړي.

ډېر امکان شته چې تاسو او ستاسو مېړه یا مېرمن سره جلا کرکترونه ولرﺉ چې یا ښايي له یو بل سره د ښه تړاو سبب شي او یا د نفاق دلیل وي.

د افغانانو د ودونو دودونه عمومآ په عملي خبرو ولاړ وي لکه عمر، د کورنۍ دریځ، تعلیم او ښکلا.

ډېر لږ دغه دود د دواړو کسانو د کرکتر ورته والی څېړي چې د دواړو کسانو ترمنځ به ژور عصبي تړاو پیدا کړي.

له دې خبرو مې مطلب دا نه دی چې ظاهري خبرو ته دقت ګټور نه دی بلکې ډېر کله ګټور ثابت شوي دي. خو که واده د ظاهري شیانو په بنیاد شوی وي او غوښتنه ورڅخه د احساساتو خړوبول هم وي نو بیا ستونزې پیدا کېږي.

دا چې له خپل مېړه یا مېرمنې څه غواړﺉ دا په بېلا بېلو وختونو کې بدلون مومي. لکه د نور ژوند غوندې ودنی ژوند هم لوړې ژورې لري چې ځي او راځي. د ودني ژوند په بېلا بېلو وختونو کې خبرې راځي چې د وخت په تېرېدا تکرارېږي.

هدف باید دا وي چې تل پر خپل ودني ژوند غور او کار وکړﺉ او یو بل ته تل ووایاست چې څه غواړﺉ. له خپل مېړه یا مېرمنې سره د احساساتو له پلوه ژور تړاو ته څو لارې شته، چې د لانجو په مخنیوي کې مرسته کولی شي او د اختلافاتو په رغنده حل کې په کار راتلی شي:

اوږدمهالي او لنډ ‌مهالي هدفونه باید په خوله یاد شي

په پیل کې دا کار اسانه نه دی خو که له خپلې مېرمنې یا مېړه سره خپل احساسات په خوله پر له پسې یاد شي عادي کېږي.

د اړیکو په برخه په خوله د خپل اندېښنو او هیلو یادول د مغز انرژي سپموي. د عام نظر خلاف د فکر بهیر ډېر زموږ د شعوري پوهې پر ځای په لاشعور کې ترسره کېږي.

کله چې مو یو ځل خپلې اندېښنې او هیلې یادې کړې وبه پوهېږﺉ چې داسې ستونزې وې چې تاسو په خپل ودني ژوند کې د مشکلاتو په توګه نه منلې.

د خبرو همدا عمل به په تاسو کې لا ډېره انرژي پیدا کړي او مرسته به درسره وکړي چې د لا انډول شخص په توګه رابرسېره شﺉ.

برسېره پر دې د داسې خبرو یادول ستاسو مېړه یا مېرمن پوهوي چې اندېښنې مو څه دي او په کومه برخه کې دې درسره احتیاط وشي. په بله ژبه یوه موقع ورکوﺉ چې ستاسو په اندېښنو، هیلو او هدفونو خبر شي.

د مظلوم رول مه لوبوﺉ او دا ګومان هم مه کوﺉ چې مقابل لوری مو له ذهنه خبر دی.

دا ګومان مه کوﺉ چې ستا د ژوند ملګری یا ملګرې به پوهېږي چې تاسو څه ته اړتیا لرﺉ او یا مو اړيکي ولې سمې نه دي. موږ ډېر کله ګومان کوو چې زموږ ځینې اشارې ښايي کافي وي چې بل لوری وپوهوي چې خبره څه ده.

د سارې په توګه که زه لاسونه په یو بل کې ورکړم نو هرو مرو به یې مانا دا وي چې زه خپه یم. یا که تر عادي حالت کمې خبرې کوم نو مانا یې دا شوه چې خوښ نه یم.

خو ښايي داسې نه وي. انساني اړیکي کومه ذهني لوبه نه ده چې د یو بل په اشارو او د چال چلند په بدلون باید څوک پوه شي. زموږ ماغزه لټ دي. موږ ډېر کله داسې خبرې سره یو ځای کوو چې اصلآ نه وي واقع شوې خو خپل منطق پرې برابروو.

خپل احساسات او فکر باید په خوله یاد شي. د ژوند له ملګري یا ملګرې سره باید عادلانه وچلېږو او ورته ووایو چې کیسه څه ده.

هغه چې ځان مظلوم ښيي او ګومان کوي بل لوری به پرې پوی شي په حقیقت کې له ځان سره ظلم کوي. دغه ډول کسان ډېر وخت او انرژي په منفي فکرونو تېروي. په منفي فکرونو وخت تېرول منفي احساسات زېږوي.

کله چې زموږ په مغز کې منفي تړاو فعاله شي ګڼ داسې هورمونونه زموږ په وینه کې خوځښت کوي چې په اوږد مهال کې به زموږ پر روغتیا منفي اغېز ولري.

یو موټی شﺉ

د اړیکو جوړښت تل بدلېږي. کله چې په خپلو اړیکو کې د خپلو اهدافو او هیلو په برخه کې سره هم نظره شوﺉ باید د دغه حالت پر ساتلو کار وکړﺉ چې خوښ واوسﺉ.

عمومآ د نورو خلکو له خوا تاسو او ستاسې اړېکې ننګول کېږي یا له چلنجونو سره مخامخېږي.

د کار، اقتصادي وضعې او ځینو نورو ستونزو پر سر به د هغو ملګرو له خوا هم وننګول شﺉ چې ښه مو پېژني. افغان کولتور تر ډېره پر کور او کورنۍ پورې راڅرخي.

دا ښه خبره ده خو خپلې ستونزې هم لري. هر کولتور خپلو خلکو ته مخامخ یا نا مخامخ ځینې قواعد ور زده کوي چې دوی یې باید پر ځای کړي. د ساري په توګه که د ځینو تورو په باب فکر وکړﺉ نو دغه توري به ځانګړی تصویر او فکر درکوي چې له اوږدې حافظې درپاتې دي. مثلآ مور یا پلار څه مانا؟

اوس زوی، لور، ورور او خور درسره یاد کړﺉ. دغه نومونه سملاسي د کورنۍ جوړښت سترګو ته دروي.

تاسو او ستاسو کورنۍ دا څو لسیزې کېږي چې خپلې اړیکي د عمر په تېرېدا له سره تعریف کړي چې سره خوښ واوسﺉ.

کله چې واده وکړﺉ نو له یوه نوي رول سره مخامخ یاست چې تاسو او ستاسو کورنۍ باید پرې په چټک ډول کار وکړي.

که له یوې خوا له خپل مېړه یا مېرمن سره کار کوﺉ چې د یو بل پر هیلو خبر شﺉ نو له بل پلوه د زوم، ناوې، اخښي خښینې اضافي رول هم در په غاړه کېږي.

تاسو اړ یاست چې د نسلونو په توپیر هم کار وکړﺉ، مور و پلار مو څه غواړي او په دې بدلېدونکې زمانه کې نوی نسل څه غواړي.

په نړۍ کې د انساني چاپېریال بدلونونو ته په پام سره کولتور هم جلا لوریو ته حرکت کوي او بدلېږي.

له بده مرغه له تېرو څو لسیزو په افغانستان کې جنګ و. هغه چې په افغانستان کې او د باندې لوېږي له خورا مختلفو ځایونو سره مخامخېږي.

دلته موږ د هغه کلتور چې له خپلو مشرانو راپاتې دی او هغه ترمنځ ګېر یوو چې د مشرانو تر ژوند ډېر توپير لري.

په همدې دلیل کله نا کله ښايي له مشکل سره مخامخ یاست کله له خپلې کورنۍ او کله هم له خپلو خپلوانو سره په تضاد کې یاست.

کورني مشکلات او تضادونه به په ودني ژوند کې ډېر رابرسېره کېږي. خو بریالي هغه دي چې دغه حالت ته خبره ونه رسوي.

له خپلې مېرمنې یا مېړه سره باید د کورنۍ د غړو په باب خبرې وشي. داسې نه چې د کورنۍ پر غړو یې ګواکې برید کوﺉ بلکې په نرمه او دا خبره باید واضح وي چې تاسو دوه تر بل هر څه مهم یاست.

که همداسې خبرې وشي دواړه غاړې دفاعي رول نه لوبوي. یو بل ته باید داسې خبرې وشي چې دواړه د یو بل ګټې خپلې وبولي. دغه ډول خبرې ښايي داسې پیل شي:

"زه او تاسو دواړه منو چې زموږ ودنی ژوند باید ښه وي. ښايي داسې وخت راشي چې ستا کورنۍ یا زما کورنۍ داسې څه ووایي چې موږ پرې خوږ شو، موږ باید په داسې حالاتو کې پر یو بل تکیه وکړو چې د دوی خبرې بد اغېز راباندې ونه کړي."

دواړه باید د کورنۍ د غړو د خبرو په وړاندې غبرګون ته خپل پلان ولرﺉ. مهمه دا ده چې که یو خوږ شي بل دې داسې نه کوي چې ځان ترې ګوښه کړي.

د وخت په تېرېدا به دغه حالت مرسته کړې وي او د کورنۍ د غړو خبرې به پر تاسو منفي اثر نه کوي. نور به هم پوه شي چې د دوی خبرې پر تاسو اغېز نه کوي.

ودنی ژوند اسانه نه دی. خو که چېرې تاسو خپل غرور یوې خواته کړﺉ، زړه نا زړه توب لرې کړﺉ او د خپلو احساساتو او افکارو په ښکاره کولو و نه شرمېږﺉ نو بریالي به یاست.

مه ناهیلي کېږﺉ. لکه څرنګه چې تاسو د خپلو احساساتو په بیان کې بریالي نه یاست او د نورو خلکو د خبرو په وړاندې ځوابي پلان نه لرﺉ دغه ډول ستاسو مېړه یا مېرمن هم ده.

د خبرو په دې بهیر کې ستاسو دواړو واړه ګامونه مهم دي. پر خپل ودني ژوند داسې غور وکړﺉ لکه په خپل رواني صحت چې ښايي فکر کوﺉ.

موږ د روغې سټې د ساتلو لپاره هڅه کوو د خپلو ټولنیزو اړیکو په ځانګړې توګه ودني ژوند په برخه کې هم باید کوشش وکړو.

ورته مطالب