ستاسې نظر: ولایتي شوراګانو کې د ښځو ونډه؟

Image caption ستاسې نظر پروګرام هره اوونۍ د دوشنبه او سه شنبه په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي.

د افغانستان د ولایتي شوراګانو ښځینه غړي په پلازمېنه کابل کې ټول شوي چې د خپلو ستونزو په هکله سلا مشورې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د ولایتي شوراګانو راتلوونکو ټاکنو ته ۸ میاشتې وخت پاتی دی.

دا اوونۍ ستاسې نظر پروګرام کې پر دې موضوع غږېږي چې په ولایتي شوراګانو کې د ښځو د ونډې د لا اغیزمنتوب لپاره باید څه وشي؟

د نظرونو او وړاندیزونه شریکولو لپاره د سې شنبې په ماښام په دې شمېرې مخامخ ټېلېفون وکړئ.

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

که غواړئ چې برېښنالیک/ایمیل راواستوئ، پته مو ده:

Pashto@bbc.co.uk

د لنډ لیکلي ټېلېفوني پيغام/اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ.

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

په بي بي سي پښتو فیسبوک کې هم خپل نظر راسره شریکولای شئ.