پښتونخوا کالم: د قمر راهي مشال

Image caption د رهګزر په ډوبه خاموشۍ کې د خپلو خوږو خوږو يادونو څوکيدار او لکه د ژوند د خوږې ملګرې د قبر خان مينجور خو عزيز خان نه، ملنګ عبدالرحمان.

د قمر راهي مشال

د کتاب نوم: مشال "پښتو شاعري"

شاعر: قمرراهي

يو کتاب چې د خپل شاعر په شان دی!!غټ کټ، دروند خوږ، د ټولو کتابونو نه په ځانګړي سایز. يو شاعر چې د خپل کتاب په شان دی.

د رهګزر په ډوبه خاموشۍ کې د خپلو خوږو خوږو يادونو څوکيدار او لکه د ژوند د خوږې ملګرې د قبر خان مينجور خو عزيز خان نه، ملنګ عبدالرحمان.

د شعرونو مشال چې د خپل بلونکي په شان دی.

پخپله بلېږي، ويل کېږي، دوړېږي خو د رڼا بڅرى غورځوي، په دوړېدو او پرېوتو کې هم ځلا کوي، او د تيارې غېږه یې چې له ځانه سره واخلي نو د بل سحر څېره ترې جوړه شي او په بوډا غرور وايي:

زه مشال شوم

او دا ځکه چې راهي يم

او دا ځکه چې په سر د رهګزر پروت يم

او دا ځکه چې شاعر يم

او دا ځکه چې د قند په معجزه يو پيامبر يم!

او دا ځکه چې په قند کې لکه زهر د تيارې د دښمنانو!

او دا ځکه چې منمه کاکا جي صنوبر خپله عقيده کې

د بادارو په لوى ښار کې اوس هم په خپله عقيده يم!

که مردان دي د بادارو

خو مردان غزل زما دی

نن ډېر وخت پس د پښتنو د ځانګړي اسلوب د شاعرۍ په کتاب ''مشال'' داسې د اوږدې غېر حاضرۍ نه را حاضر کړم، لکه د قاف د غره ښاپېرۍ چې محترم قمر راهي د خپل مشال په بلولو رابللى وي.

او په ډوب پرکاله اواز یې ويلي وي!

بشره!

دا ته چا په بوتل کې بند کړی يې، را ووځه په حکم د خدای او په کمال او جلال د مشال!

زه حاضر شوم، راغلم،

ما مشال واخیست.

ما ته دا کتاب ډالۍ شوی و، زه د کتابونو د ډالۍ د رسم خلاف يم، زه د کتابونو د قدر و قيمت خبره هر وخت ځکه کوم چې د پښتو قدر به هله پېدا کېږى چې قيمت ولري.

خو بعضې ډالۍ او ډالۍ کوونکى مينه احترام د تبرک لپاره وي بلکې راهي صاحب وايي، زه مشال په خپل اخري عمر پښتنو ته ډالۍ کوم.

زه ځان ته حېران شوم!

زه د ځانه ورک شوم!

زه په ځان کې ورک شوم!

زه څه شوم!؟

زه چرته يم!؟

ما وويل زه به څنګه راپېدا شم.

مشال غږ راکړ!

ما ته وګوره!

ما د محترم راهي د شعرونو مشال را واخیست!

ما ته په مشال کې يو سړی ښکاره شو، ما ویل نن زه د مشال په رڼا کې دې سړي سره يو څو خبرې کوم.

دا محترم قمر راهي دی، د محترم اجمل خټک نه پس د ليکوال يو خاموش رهنما، سلا کار، او د هرې ګڼې په اداريه، ادارې او نورو ليکنو ما سره د ټیلیفون په ليکه باقاعده شريک ځکه نو د مشال د شاعرۍ نه زيات راهي صاحب ته مخاطب کېږم!

د رهګزر راهي صاحب!

ما ته په هره رابطه کې وايي!

د داسې ليکنو نه مانا هم نشم کولی، ځکه چې دا زما د فطرت خلاف دى، خو خدای خبر دا زما د بوډا توب وجه ده، او که د حالاتو نشاندهي ده، چې هسې نه زما قصيده، مرثيه نشي!

زه په وياړمنه خندا وايم!

خدای به خېر کړي خو ستا په نشاندهۍ کې دا الهام ما د قند زمانې ته ورسوي چې په هغه وخت پښتو ليکل، لوستل، او خپرول څومره ګران کار و.

هغه وخت پښتو نه خرڅېده، اوس پښتو او پښتون قلم او کرسۍ هر څيز خپله خپله بیه لري، چې څومره وېرې ترهې زياتې شوې، هومره بازار ګرم دی!!

په داسې بازار کې ستا مشال ګرځول لکه د ړندو په ښار کې څوک اۤينې ګرځوي.

ستاسو دور داسې و چې د شپېتو به شو نو د ويشتو به شو، په سترګو به ړوند او په غوږونو به کوڼ شو، اوس په لږ عمر په ځوانه ځوانۍ د خلکو په سترګو پردې راځي، غوږونه یې کاڼه شي، د نړيوال کلي "ګلوبل وېلج" ټول بچي ړانده کاڼه دي، نه تا ليدى شى نه ستا مشال.

محترم راهي صاحب

زه چې ستا په مشال کې ستا د تنهايۍ د محرومۍ نه راپېدا شوي شعرونو ته په نظر شم نو په خپل هجوم کې يوازې شم، يو سوال راپېدا شي.

زموږ مشران د ژوند د سفر په اخري پړاو داسې يوازې ولې پاتې شي!؟

د پښتونخوا يو يو کټ را ته را ياد شي چې څومره د قلم خاوندان، د مشاعرو، د ادبي محفلونو خلک به یې په ناقراره شوګير راګېر کړي وي، بيا راته د خپل سوال په جواب کې د خوشحال خان نه را واخله تر دې دمه د تحريکونو، د قلمونو، د لښکرونو خلک راياد شول، دا ټول د واه واه، زنده باد، مشران خپلو خپلو تنهايو خوړلي دي.

ما ستا د مشال تنهايۍ ته د فیضي صاحب د شعر په هنداره کې وکتل!

خيال چې خور شي په دنيا باندې حاوي شي

چې راغونډ شي د شها د زنې خال شي

د رهګزر د تنهايۍ راهي صاحب!

زه چې تا ته د خپل ماشوموالي او د خپلو کچه برېتو په عمر کې ګورم نو ته يو خور ور خيال وې. د ادب او صحافت په دنيا خپور وې، ستا په دنيا کې د اجمل خټک نه را واخله د ميربادشاه بخاري، او بيا تر ډېر لرې لرې پورې د ''شنو'' او ''سرو'' کیڼ اړخي او ښي لاس د هر چا خپل خپل ځای وي.

ستا په دنيا کې د نظرياتو جنګ و خو د شخصياتو اختلاف نه و، اوس چې ته راغونډ شوې نو د شها د زنې خال شوې!!

ستا د رهګزر د تنهايۍ د شها په زنه چې کوم خال ښکاري دغه خال ستا د ادبي يوسفي جلال او جمال کیسه کوي او د نوي دور زلېخه ورته حېرانه ده چې پښتونخوا هم د داسې يوسفانو ډکه ده!؟

زه ورته ستا په کیسه کې وايم!

يوازې يوسفان نه، موږ بلها فرعونان هم لرو!

يوازې فرعونان نه، موږ د فرعونانو د ښکر ماتولو توان هم لرو!

ای د نوي دور لېونۍ زلېخې!!

ستا د يوسف کیسه اوس بدله ده، ستا يوسف په ځوانۍ کې د خپل حُسن قېدي و، د پښتو راهي په سپينه ږيره د رهګزر په زندان کې د دې شعر په مصداق دی!!

عمردراز مانگ کی لائی تھی چار دن

دو آرزو میں کٹ گئی دو انتظار میں

ای د مشال راهي صاحب

ته به د خپلو زامنو، لوڼو، لمسیانو، لپاره باباجان يې، په رهګزر کې ستا د رشتې دوه نومونه دي، پلار يا نيکه!

د ادب په دنيا که ته راهي يې، اوس راهي توب هم ګران شوی دی، د لارښودونکو نه پخپله لارې ورکې دي، حتٰى چې د خپلو کورونو، خېلونو، حجرو او جوماتونو لارې هم ترې ورکې دي.

ستا د پښتو مشال او نور مشالونه د پېريانو ډولۍ سره ځي، ځکه چې اوس پېريان ماما ګان زموږ ژبه وايي، او لارښودان د پېريانو نه وېرېږى.

خپله ژبه یې ورته پرېښوده!

په دا رنګ فرار کې یې د پښتو مشال پېريان وتښتوي، نو بيا تياره زموږه!؟

بيا به يو بل ''راهي'' ته انتظار وي!؟

هر رهګزر تلونکى راتلونکى لري خو هر رهګزر راهي نه لري!!

اوس خو په هر رهګزر، هره لار، هر ګُټ پېر باندې د غشو نخښې د راهي توب کار کوى، د ښار لارې کوڅې او ګُټ پېرونه خاموش دي، د غشو دا نخښې ګونګيان راهيان دي.

څوک د چا نه تپوس وکړي؟ ای د رهګزر د پښتو ''راهي''!

ما ته د خپل رهګزر اخري ګويا راهي ښکاري!

که نوي دور په دغه رهګزر څوک راهي پېدا کړ نو هغه به د نوي دور د اشارو راهي وي!

ستا مشال به ګرځوي او ورکې لارې به ګوري، خو بيا به هم پوښتنه کوي، دا لاره چېرته تلې ده!؟

د دې پوښتنې د ځواب لپاره رهګزر يو راهي غواړي او که نه!؟

بغېر د راهي نه به رهګزر څه مانا ورکوي!؟

خدای دې ستا رهګزر بې مانا نه کړي!

ورته مطالب