د ۲۰۱۴م کال ټاکنې: د افغانستان راتلونکې جوړول

جیمز کنینګهم
Image caption جیمز کنینګهم: ''د امریکا خلک د افغانستان د راتلونکې په هلکه سترې هیلې لري او موږ باور لرو چې افغانان به د خپلې مشرۍ لپاره ښه انتخاب وکړي''.

د راتلونکې ۱۳۹۳ هجري لمریز کال ټاکنې د افغانستان خلکو او مشرانوته یو ریښتنی تاریخي فرصت دی چې د دغه ستر هېواد د راتلونکې لاره جوړه وي.

افغانان به په راتلوکې میاشت کې په دي پوه شي چې ولسمشریزو ټاکنو ته څوک نوماندان دي.

امریکا له کوم ځانګړي نوماند او ګوند ملاتړ نه کوي.

دا نوماندان به افغان نوماندان وي او افغانان به ورته د هغه افغانې، سیاسې بهیر په ترڅ کې رایې اچوي چې دا نوماندان ور پېژندل شوی او دا بهیر پر مخ روان دی.

د افغانستان راتلونکې ولسمشر د افغانانو په رایو ټاکل کیږي.

د ۲۰۱۴م کال ولسمشرۍ او ولایتي شورګانو ټاکنې چې په پراخه کچه باعتباره، د منلو وړ، او رڼې وي، د افغانستان د ګذار لپاره له مهمو عناصرو ګڼل کېږي.

تیاری

د امریکا متحده ایالات او نور نړیوال شریکان د ټاکنوله غښتلي بهیره ملاتړ کوي.

د کارت ورکولو د مرکزونو او د ټاکنو ورځې د امنیت د ټینګښت په برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي.

که څه هم د ټاکنو لپاره تیاری اړین دی، خو د ټاکنو بهیر ډیرو نورو تیاریو ته اړتیالري.

دا ډموکراټیک بهیرد خلګو ژمنو نه اړتیا لري چې دوی و دي ته ځیر شې چې څه ضروري دي چې لاس ته یې راوړې چې د افغانستان د خلکو د پرله پسې پرمختګ سبب شې.

همدا راز په ټاکنو کې د ښځو او نارینه وو پراخ ګډون د افغانستان د هرګوټ او د ټولو ټولنو د هرې برخې لپاره ضروري دي.

بریالۍ ټاکنې چې پایلې په پراخه کچه ټولوته د منولو وړ وي د افغانستان د راتلونکې لسیزې لپاره د پرله پسې بدلون فرصتونه برابروي.

دغه هېواد د سولې، ثبات او یووالي مستحق او فرصت ته یې اړتیا لري.

افغانستان په تېرو کلنو کې ستر پرمختګ کړی دی.

دغه لاسته راوړنې باید وساتل شي او د سیاسي او اقتصادي پرمختګ بهیر باید په پرله پسې توګه دوام و کړي.

د افغانستان لپاره زموږ هیله دا ده، افغانان داسې یو مشر پیدا کړي چې د ټولو افغانانو، مذهبي او قومي اعتماد او ملاتړ له ځان سره ولري او د افغانستان د نړیوالو همکارانو سره کار ته دوام وکړي او په هوښیارۍ سره افغانستان د سترې سولې او هوساینې لورته بوځي.

بریا

موږ د افغانانو په هغه امنیتې اندېښنو پوهېږو چې د رايې اچونې او خپل حق د کارولو پرمهال یې لري.

Image caption د امریکا سفیر وايي: ''ټاکنې به د افغانستان ښه راتلونکې لپاره هغه ور پرانیزي چې افغانانو او د دوی همکارانو د هغه لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي.''

د افغانستان حکومت له کورنیو او دفاع وزارتونو، د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیز چارواکو له لارې سخت کار کوي چې امنیت ټینګ کړي.

د امریکا متحده ایالات او د ایساف همکاران د مرستې لپاره چمتو دي. که څه هم چې خنډونه پرمخ کې لرو خو امنیتي پلان تر خنډونو پرمختللی دی.

افغانستان له ۳۰ کلنو جګړې ‌ډېر زیانونه زغملي دي او د تاوتریخوالي د میراث کارونه په سیاسي ډګر کې او د دې پدیدې پر وړاندې بریا ستونزمن کار دی.

هېڅوک دا انتظار نه لري چې دغه ټاکنیز بهیر به اسانه وي، خو دا د افغانستان د سیاسي مشرانو په لاس کې دی چې د سیاسي واک سوله يیز لېږد سرته ورسوي چې د هر ډول ډیموکراسۍ ریښه شمېرل کیږي. دغه کار د افغانستان او امریکا ګټو او هوساینې ته مهم دی.

امریکا له دغه بهیره په هر ګام کې ملاتړ کوي. بریالۍ ټاکنې به د افغانستان ښه راتلونکې لپاره هغه ور پرانیزي چې افغانانو او د دوی همکارانو د هغه لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

ورته مطالب