ستاسې غږ: په څه ډول رايې اچونې کې د مېرمنو ونډه زياتېدى شي؟

په افغانستان کې د ٢٠١٤ کال ولسمشرۍ ټاکنې رانژدې کېږي، افغان چارواکي وايي ټولې هڅې يې دا دي چې د ټاکنو بهير په سم ډول ترسره شي.

که څه هم د ټاکنو برخه کې تېرې يوې لسيزې کې ډېر پرمختگ شوى، خو لا هم د ډېرو په اند لويې ننگونې په مخ کې پرتې دي.

له دې ننگونو يوه هم په رايې اچونې کې د مېرمنو د ونډې کمى دى.

دا اونۍ ستاسې غږ کې پر دې خبرې کوو چې د مېرمنو لخوا په ټاکنو کې د ونډې اخېستو د کمي علتونه څه دي، په اړه يې حکومت او خپله خلکو ته څه کول په کار دي؟

ستاسې پوښتنو ته به د افغانستان د خپلواکه کمېسون غړې شريفه زرمتي ځوابونه وايي.

خپرونې کې گډون لپاره د پنجشنبې ماښامنۍ خپرونې پر مهال په دې شمېره زنگ راووهئ:

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

دغه راز پر ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨ ايس ايم ايس پيغامونه هم راستولى شئ.

د دغه پروګرام کوربه عنايت الحق ياسيني دی.