پښتونخوا كالم: زۀ يو ملګري له/ته تصوير جوړوم

شعر د انسان دننه د يو پټ انسان تصوير جوړوي. خو زۀ چې نن كوم عكس جوړوم نو عجيبه دا ده چې حيران يم، زۀ دا سړى څنګه تصوير كړم؟

ما ډېر شكلونه په حرفونو جوړ كړي چې خلكو ورته كتلي نو په كتو يې نه دي ماړه شوي.

خو نن چې كوم تصوير جوړوم نو فكر وړى يم چې دا عكس څنګه جوړ كړم؟

زما حرفونه لكه له نكتو، لفظونه پرته چې نكتې ونه لري نو لكه چې ټول وجود جوړ شي خو چې سترګې يې نه وي نو بيا؟

زما قلم ونښلي لكه چې روح ترې ختلى وي، په قلم كې چې ساه نه وي نو ژوند پالې ادا څنګه وكړي؟

زما ګوتې رپېدلې رپېدلې، چې ګوتې درنې درنې اودې اودې شي نو نقش به څنګه جوړ كړي؟

زه لكه بت لكه ساكت وخت، زه حيرت وړى لكه د لفظونو بايللى جوارګر، زما د لوستونكو دعوه غلطه شوه چې زه د لفظونو جادوګر يم ځكه چې زه يو تصوير نشم جوړولى.

زه يو سړى نشم انځورولى، زه يو ملګري له ورك خدوخال نشم تازه كولى، ما ځان سره دا وويل دا ولې؟

بيا مې ځانته پخپله خپل سوال، جواب كړ، دا ځكه چې زما كافره مسلماني او د دې سړي مسلمانه شاعري داسې مثال لري لكه زه ګناه او هغه فتوا....

لكه زه زاړه شراب او هغه غږ د استغفرالله...

لكه زه ګستاخه مستي او هغه ژړغونې توبه...

لكه زه بربنډه ملا او هغه د كوړې سزا...

موږ دواړه څنګه څنګه يو ځاى او څنګه څنګه يو له بله جدا شو. ما يې دا تصوير جوړولو نو زه وروسته ډېر وروسته لاړم.

هو دا منصف علي خان اپريدى و، د مياشتنۍ ليكوال پبلشر، ايګزيكټيو ايډيټر (اجرايوي مدير) او په دغه حواله زموږ تعلق تر لرې ډېر لرې پورې وغځيده.

زموږ د ليكوال تعلق او نژدېوالي منير هزاروي هم راپيدا كړو او بيا موږ لكه چې د ليكوال درې ملګري، درې همراز، درې همخيال د ليكوال زړه، دماغ او قلم په توګه د پېښور له شهباز چوك واخله د ميونسپل كارپوريشن پلازې پېښور پورې ډېرې سختې نرمې تودې سړې وليدې.

خو د ليكوال د ژوند د سفر هغه تيندك څه عجيبه و چې د ليكوال نه زړه ووتو، منصف علي خان اپريدى لاړو، فقط دماغ او قلم پاتې شول.

دا داسې وخت و چې ليكوال په توده ځمكه ګرځېدو، د پښتونخوا چاپېره خواوې له بارودو، له وينو، له لمبو ډكې وې، زموږ ټليفوني رابطه به د دې ټپې په مثال وه لكه چې موږ ته هغه زړه (منصف علي خان) وايي:

چې تاته ګورم ژړا راشي

چې ځانته ګورم په ما لا ډېر دي غمونه

د وخت او حالاتو ګردش د ليكوال زړه واخيست او د خپلې علاقې په مذهبي، عسكري تنظيم نهي عن المنكر په سينه كې يې واچولو.

ما به چې د ليكوال زړه ته كتل، د باړې خيبر ايجنسۍ د وينو په باران كې به درزېدو، اوس دا زما زړه نه و، زه د ده دماغ او قلم نه وم، ما به ويل چې ما منصف بايلو، هغه به ويل ما ورك ځان وموندو.

ما به ويل دا چرته لاړې چرته ورسېدې، هغه به ويل:

زما او ستا چې پرې وعده وه

بيګا په هغه ځاى كې اور ولګېدنه

هو اور ولګېدو، ايرې باد شوې.

څو كلونه وړاندې يوه ورځ په ليډي ريډنګ روغتون كې زه او منير له خپل ناروغ سره وو، په فون خبر شو چې پر منصف بمي بريد شوى او په كې ژوبل شوى دى.

موږ دواړه ورسېدو، زړه د درده خورېدو، دماغ او قلم يې سر او پښو ته حيران ولاړ وو، د هغه په مخ د دردونو څپې او د هغه په شونډو د مزاحمت زخمي جرات.

په دله زاك روډ منصف علي خان ته چا بم ايښى و، د هغه پښې د الوتو او پرېكېدو نه بچ شوې خو هغه نن هم سواليه نښه دى.

دا سړى په خپلو زخمونو كې د پټو پرښتو په عذاب هم واوښت، د ژوندو په قبر (انټاروګيشن سيل) كې يې هم وخت تېر كړ او د عدالت په كټاره كې ودريدو.

قاضي چې هغه ته وكتل نو يو ترهګر ورته ښكاره شو خو چې ده ورته زړه راوسپړلو نو ويې ويل:

زما په مخ د خپلې باړې خيبر ايجنسۍ د جنګونو كرښو ته مه ګوره، دا جنګ خو زما نه دى، زما زړه ته دننه راكوز شه!

زما په زړه كې هغه ليكوال ته وګوره چې ما د مرګ په وېرو كې هم ژوندى ساتلى او دا مې ويلي او ليكلي چې ليكوال ژوندى دى.

د عدالت د انصاف تلې نه د زندان تيارو ته كوز شو، هو لكه چې يوسف د زليخا په تور بندي شو.

دا قيدوبند هم خلاص شو خو د جيل د نړۍ نه بهر دنيا نوره زياته ګرانه ده، هغه په بهرنۍ نړۍ كې د كور او بهر ډېر مړي خاورو ته په دې باور وسپارل چې دا زموږ ايمان دى خو ژوند د خداى انعام دى، هغه د خداى په دغه انعام نن هم په دې هيله دى چې بقول د اجمل خټك چې:

د وينو په دې ډنډ كې به يو نوى ګل پيدا شي

د منصف علي خان اپريدي د دې تصوير په سترګو كې وحشت ته مه ګورئ، د دې وحشت شاته وګورئ، دا سړى په خپلو اوښكو كې وينې ژاړي.

د دې عكس په ږيره كې خس نشته، دا سړى چې زه په كې اوس هم هغه منصف وينم كوم منصف چې زما نه ورك شوى و.

خو شكر دى چې ما وموند نو اوس هم شاعر دى، د شاعرۍ جانان يې كه چاته بدل ښكاري خو ماته هاغه جانان جانان غږ راكوي چې ورله ما جوړ كړى و، دا سړى د مزاحمتي ژوند عمل دى، زه د مزاحمت تيوري يم، ما مزاحمت وليكلو او ده وكړو.

هو د ده د مزاحمت سره زما اختلاف هم دى، دومره اختلاف لكه چې دى په سجده دى او زه په قيام ولاړ يم.

خو! د مخالفو لارو د مخالفو بادونو باوجود دا سړى زما زړه دى، زما سترګې لكه د سپينې كوترې اوترې او زما زړه (منصف) لكه زمرى.

څومره عجيبه حالت دى، زړه رانه لكه چې چا ويستى وي او سترګې پټولى نشم ځكه چې بيا به مې د خپل زوړ زړه تصوير څنګه جوړولو.

په دې تصوير كې يو شاعر دى، دا شاعر د وينو په شېبو شېبو باران كې ما په كلونو پس وليدو.

دا دى د منصف علي خان تصوير، ما يو ملګري له تصوير جوړ كړو.

ورته مطالب