ستاسې غږ: ټاکنو کې د مفسدينو د درېدا مخه څرنګه نیول کېدی شي؟

Image caption د نوم ليکلو دغه لړۍ به له پيل نه تر پايه شل ورځې دوام کوي.

په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو لپاره د نوم ليکلو لړۍ د سپتمبر په ١٦ مه د دوشنبې په ورځ رسما پيل شوه.

د نوم ليکلو دغه لړۍ به له پيل نه تر پايه شل ورځې دوام کوي.

د افغانستان د اساسي قانون تر مخې ولسمشر کرزى د دريم ځل لپاره ځان نه شي کانديدولى او نه يې هم تر اوسه په ښکاره له کوم ممکنه کانديد نه ملاتړ په ډاګه کړى دی.

په افغانستان کې د فساد پرضد د مبارزې افغاني شبکې او ګڼې نورې مدني ټولنې هیله کوي چې را روانو ټاکنو ته داسې کسان و نه درېږي چې لاسونه يې د ولس په وينو سره وي، فساد کې کې ښکېل وي او يا هم بشري حقونو نه په سرغړونو تورن وي.

دا اوونۍ په دې غږېږو چې څرنګه کېدى شي په راتلونکو ولسمشريزو او د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د هغو کسانو د درېدا مخه ونيول شي چې بشري حقونو نه په سرغړونه او اداري فساد کې په لاس لرلو تورن دي؟

د ستاسو غږ په دې اوونۍ کې همدا موضوغ څېړو. که نظر يا پوښتنه لرئ سر له اوسه يې د برېښناليک او يا د خوالۀ د رسنيو له لارې راسره شريک کړئ.

د بي بي سي پښتو فېسبوک، د بي بي سي پښتو ټوېټر او يا هم د بي بي سي پښتو برېښناليک Pashto@bbc.co.uk له لارې مو نظر او پوښتنو ته سترګې په لار يوو.

خپرونې ته په دې شمېره مخامخ زنګ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيلیفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ستاسې نظر د پنجشېنبې په ماښامنۍ راډيويي خپرونه کې ژوندى خپرېږي، خپرونه د افغانستان پر وخت د ماښام پر اووه بجې او ۲۰دقيقې چې د لندن د ماسپښين درې بجې کېږي، په خبرونو پيلېږي او وروستۍ نژدې ۴۰ دقيقې ستاسو غږ ته بېلې شوې دي.