پښتونخوا کالم: سوات کې ډېنګي حملې

Image caption د سوات ټول قوت مدافعت ختم شوى دى ځکه نو ډېر ژر پرې نور مرضونه او جراثيم په اسانه حملې کولى شي.

په سوات کې ډېنګي ماشې هغه تباهي راخیستې ده چې بلا کسان يې مړه کړل او نور خلک چې د دې پر ضد راغلي دي، هغوى نفسياتي توګه مرګ ويني، ځکه چې د دې د مخنيوي او د علاج لپاره هېڅ انتظام نه شته.

ډاکټران وايي چې کوم بدن کمزورى شي د دفاعي قوه پکې کمه شي، نو په هغه هر مرض ژر حمله کوي، په سوات مذهبي، عسکري، مسلکي پوځي حملې شوې دي، د دې نه علاوه پرې اسماني اۤفاتو، سېلابونو او بارانونو هم خپل خپل وس کړى دى.

د سوات ټول قوت مدافعت ختم شوى دى ځکه نو ډېر ژر پرې نور مرضونه او جراثيم په اسانه حملې کولى شي.

دا وخت سوات د ډېنګي حملو پر ضد دى، د پنجاب ډېنګي برادران (نواز شريف شهباز شريف) د تماشې په غونډۍ پورته ناست دي او دويم شکر ادا کوي، لومړی شکر يې په مېډيا دا ادا کړى وو، ''شکر دې زموږ پنجاب له ترهګرۍ نه په امان دى''، اوس دوی له ډېنګي نه د خلاصي شکر ادا کوي، چې د تېر کال په مقابله سږني کال ډېنګي په پنجاب يرغل نه دى کړى او په پښتونخوا حمله اۤور شو، ورسره ورسره ''کانګو وایروس'' چې د قربانۍ له څارویو سره زيات شوى دى، خلک يې وېرولي دي.

دلته هره وېره ډار ډېر ژر او په اسانه خپرېږي، په ولسونو کې هر رنګه مدافعت د مقابلې توان کم دى، بلکې بيخي دا طاقت نه لري چې مدافعت او مزاحمت وکړي، تر کومې پورې چې د صحت د ستونزې حال دى نو د صحت محکمه ځان له بيماره ده، هره اداره کې دومره جراثيم دي چې د احتساب وېرې هم دغه جراثيم ختم نکړی شول.

پښتونخوا باندې د ډېنګي حملو سره په نورو روغتونونو کې هم اېمرجنسي حالت جوړ دی، دلته د اېمرجنسي اعلان ډېر زور سره کيږي اېمرجنسى وارډ نوم ورکړل شي خو په اېمرجنسي وارډ کې نور څه نه دي د صحت محکمه خپل غربت ژاړي، هر کله چې چېرته ادارې، محکمې د غربت ژړا راواخلي نور خلک به خوله خندا ته څنګه جوړوي.

د پاکستان د ادارو سر براهان ماړه او شتمن دي، خو لاندې اهلکار يې د غربت تر اخري کرښې لاندې ژوند تېروي.

غټ خلک غټه غلا کوي واړه خلک وړه وړه غلا کوي، خو غټ خلک يې په لويه غلا هم څوک نشي رانيولى، واړه په وړه وړه غلا د قانون په شکنجه کې ښکېل دي.

په ذهني، بدني، مالي، اقتصادي او معاشي توګه پر کمزورو خلکو نور مرضونه په اسانه حملې کولی شي، دغه کمزوري خلک په دغو ټولو اۤفتونو ځان ته پخپله د نصيب مهر ولګوي او تبې ته غاړه کېږدي، د تبې په حالت دا وايي:

د خدای په لوی کرم به کېږي

په عقل ګرانه ده زما د جانان مينه

د سوات ډېنګي متاثرينو هم لکه د نورو ځمکنيو او اسماني اۤفتونو دغه تبې ته غاړه اېښې ده، زموږ بدبختي دا ده چې هر حمله اۤور يرغلګر لکه د پېريانو پټ دى، ښکاري نه، خو ګوزار کوي، په سوات کې اوس هم نور حمله اۤور شته، وخت په وخت پټه پټه حمله کوي او لکه د ډېنګي صحيح سلامت خپل مقام ته واپس ولاړ شي، د سوات خلک غېر محفوظ دي، په سوات کې هر وایروس محفوظ دى، په اسانه حملې کولى شي، د هغوى د مخنيوي لپاره هېڅ انتظام نشته، کلونه وشول سوات د پوځ په ولکه کې دی، اېمرجنسي حالت يې ختم نه شو.

زخمي قانون

پاکستان کې د پوځ متعلق دا تاٴثر جوړ کړل شوى دى چې څوک هېڅ حالت قابو کولى نه شي، نو پوځ ته يې ورحواله کړى، ځکه خو اعلٰى عدالت حکم جاري کړى دى چې سوات نه دې پوځ نه ايستل کېږي، سوات لا پاک نه دى او قانون پکې زخمي دى.

له سواته د حکومت له خوا د پوځ د ايستلو حکم، او ورپسې د عدالت له خوا پوځ په سوات په شدت سره روانې دي، چې پوځ ته د پاتې کېدو جواز هم په لاس ورغی.

Image caption د ډینګي تبې مېکروب د ایدس نومي ماشي چیچلو له لارې د انسان بذن ته ننوځي.

دا وخت د سوات د خلکو حالت بيا داسې دى چې د پوځي عملیاتو پر وخت يا د سېلابونو په وخت کې و.

هغه وخت هم وېره وه. اوس هم وېره ده. هغه وخت هم خلکو حکومت ته حيران حيران کتل، اوس هم ډېنګي حملو سره په تبه کې سرکار ته ګوري، خو سرکار پخپله بېمار دى، بېماران خو پېښور کې هغه وخت نور وېرېدل چې په کانګو وایروس يو ځوان ډاکټر پخپله وفات شو.

چې سرکار بيمار شي نو خلک به وېرېږي نه !؟

چې د صحت محکمه پخپله ووايي موږ سره څه علاج نه شته، نو خلک به ځان لا علاجه نه ګڼي! ؟

پښتونخوا کې خو اوس د تحريک نه انصاف وتلى دى، او د انصاف نه تحريک خارج شوى دى، پښتونخوا خو له اسلام اباده بيا منفي شوې ده، ځکه چې د پښتونخوا حکومت د اسلام اباد پنجاب پر ضد دى.

پنجاب به شکر وباسي چې ډېنګي برادران ناست په پنجاب دي، خو زهر يې په پښتونخوا دي، خو د پښتونخوا شونډې شکر ته جوړې نه دي چې يو خوا يې د مشرۍ په جنګ کې تباهي ده بل خوا يې ډېنګي په خپلو زهرو وژني.

ورته مطالب