آیا د ناوړه کارونو پر وړاندې ستاسو حساسیت کم شوی؟

له ټولنیز بدلون سره د بېلابېلو شیانو په اړه د خلکو نظر او چلند هم بدلېږي.

په دغو بدلونونو کې د ځینو ناوړه کارونو پر وړاندې لکه، جرمونو، تاوتریخوالي، فساد، د نشه يي توکو کارول او داسې نوور پر وړاندې د خلکو د چلند او لید بدلېدل هم راځي.

په افغانستان کې ځینې په دې باور دي چې اوس د دغو ناوړه کارونو پر وړاندې حساسیت د پخوا پرتله کم شوی دی.

د بېلګې په توګه که یو څوک بډې اخلي، دروغ وايي، فساد یا کوم بل ناوړه عمل کوي، په ټولنه کې تر ډېره پرې سترګې پټېږي.

یو شمېر یې دلیل په ټولیزه توګه د شخصي اخلاقي معیارونو رالوېدل بولي.

ایا تاسو هم فکر کوئ چې رښتیا د ناوړه کارونو پر وړاندې حساسیت کم شوی؟

که شوی وي، ستاسو په نظر یې دلیل څه دی؟

خپل نظر د برېښنالیک، فیسبوک او ټېلېفون له لارې په ستاسو نظر پروګرام کې د سې شنبې په ماښام (سپتمبر ۲۴مه) څرګند کړئ.

غواړئ مخامخ په پروګرام کې ګډون وکړئ په دې شمېرې خپرونې ته زنګ ووهئ:

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د اېس اېم اېس/لنډ لیکلي ټېلېفوني پيغام لپاره دا شمېره وکاروئ:

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

او د برېښنالیک پته مو ده: pashto@bbc.co.uk