پښتونخوا، پېښور بیا خپه شو

Image caption د پېښور په خپګان کې د امن ورځ د ملامتيا نه سترګې پټې کړې او د امن تجزيه نګاران خپلو حرفونو ته حيران دي.

پېښور چې لږ هم وخاندي نو ناڅاپه پرې لکه زوړ کابل د خپګان څپه راشي او د وينو قی وکړي.

د سپتمبر ۲۱مه، د امن د ورځې په نامه امن پسندو په هيلو او ارمانونو وویل:

امن د ځمکې پر مخ د ژوندیو انسانانو ضرورت دى،

امن زموږ د هيلو او ارمانونو نوم دى،

امن پخپله يوه لاره ده، بايد چې په دغه لاره موږ روان شو،

امن اوس تر هر څه ډېر ارزښت لري،

دا خبرې لا د موبایل په مسېجونو، د نېټ په پيغامونو، د وېبپاڼو په مخونو خپرې وې چې د سپتمبر پر ۲۲مه، پېښور کوهاټۍ زوړ تاريخي ګرجه ګر کې دوه ځانمرګي بريدونهوشول او يوه لويه تباهي مخې ته راغله.

له يو يو کوره د شپږو اوو کسانو پورې جنازې اوچتې شوې، امن دوسته عيسايان په اول ځل د پېښور سړکونو بازارونو ته راووتل او د اور د پاسه يې اور وشينده.

په ګرجه ګر عيسايانو د وينو مشالونه بل کړل. سياست او جمهوريت هم ورسره وير وکړ. د ټول پاکستان امن دوسته خلکو د پېښور په سانحه د غم او غصې څرګندونه وکړه.

د نورو مرګونو په شان پېښور د زهرو دا ګوټ هم له ستوني تېر کړ، مړي تر ځمکې لاندې شول، زخميان په روغتون کې پراته دي، غم ځپلي وران کورونه وير کوي، او پېښور بيا خپه شو.

د پېښور په خپګان کې د امن ورځ د ملامتيا نه سترګې پټې کړې او د امن تجزيه نګاران خپلو حرفونو ته حيران دي.

اوتر لومړی وزیر

د اې پي سي سياستوال او د څه د پاسه سلو ورځو وزيراعظم نوازشريف اوتر شو چې موږ د زندانونو نه مخور طالبان خوشي کړل، د څه لپاره؟!

عمران خان وویل چې: دا د امن په لار کې د خنډ اچولو هڅه ده.

مذهبي جماعتونه د سياسي حرفونو همدردۍ وکړې، خو د طالب نوم نه اخلي.

د پاکستان پارلمان د ترهګرۍ غندنه کوي، خو دعوه يې لکه د پوليس د ايف اۤی اۤر ''اِسم نامعلوم'' ده!

د دې درې وجهې دي، يوه دا چې دا پېښه د عيسايانو په مذهبي ځاى کې شوې ده،

دویمه وجه يې دا ده چې سانحه د پښتونخوا ده،

درېیمه وجه یې د اې پي سي سرکاري غونډه ده، پوځ او جمهوريت دواړه ناست دي، طالبانو سره د څه واخله او څه راکړه په ترڅ کې په غير ارادي توګه هغه قوت مني چې دلته ورته ترهګر ویل کېږي.

دغه شان معاهده پېښور هم کړې وه او د سوات د تورو پټکو ښاغلي د وزيراعلٰى مېلمانه شوي وو، د اې اين پي مشر اسفنديار ولي خان دغه دوه اوس اوس په يوې مرکې کې نوې کړې ده چې اې پي سي خو ما د هر چا نه لومړی کړې ده. امن لوظنامه خو ما د هر چا نه اول کړې ده، خو ما سره يې امن نه مانه.

د اسفنديار د پېښور دعوه په زار قربان بدله، خو په دغه معاهده کې پوځ ناست نه وه، پنجاب ملکي او پوځي بېروکراسي فريق نه وه، هغې به څنګه منل چې پښتونخوا به زموږ په جنګ کې روغه کوي، ولې دا جنګ به په موږ کوي!‎؟

دا ده اوس پوځ فريق وه خو په دير کې يې چې مېجر جنرل پوځ له غټ شهيد ورکړ، نو د پوځ سرلښکر وویل:

''ضرورى نه ده چې حکومت به د طالبانو هر شرط مني''.

دا سلسلې روانې وې او په پېښور غم راغى، د عيسايانو په ګرجې ځانمرګى بريد د امن راجوړې شوې کړۍ ماتې کړې، پېښور بيا خپه شو، د پېښور په خپګان کې تر ټولو غټ خپګان دا و چې دا ځل د يو مذهب دوه مسلکونه نه بلکې د دوه مذهبونو تصادم وشو.

Image caption مذهبي جماعتونه د سياسي حرفونو همدردۍ وکړې، خو د طالب نوم نه اخلي.

د تهذيبونو او د مذهبونو په نښته کې نورې ډېرې خطرې راپيدا کيږي، جومات او ګرجه، جومات او مندر که يو بل باندې بريد کوي نو نتيجه به يې کرکه، نفرت راپېدا کوي، د رويو بحران به راځي، دا بحران، دا کرکې او نفرتونه به نه يوازې د پاکستان په جغرافيه د ننه وي، دا به له هېواده بهر هم وي، لکه چې اوس هم په بهرنو هېوادونو کې مېشت پاکستاني مسلمانان له دې سره مخامخ دي.

د رويو بحران او په يو بل د شکونو دا سلسله خو موږ په دوو ګاونډيو هېوادونو هند او افغانستان دواړو څخه لرو. هند سره د جومات او د مندر فرق دى، خو بدبختانه تعجب دا دى چې افغانستان څخه د مذهب او ډېرو اړيکو باوجود هم خواږهٴ ډېر کم دي، هغوى په موږ او موږ په هغوى باور نه کوو.

ورته مطالب