ستاسې نظر: له جنګي جنایتونو سره باید څه وشي؟

Image caption په افغانستان کې د تېرې څه د پاسه ۳ لسيزې جګړې پر مهال سلګونه زره خلک وژل شوي

په افغانستان کې د کمونست پلوو واکمنو په لاس د ۵۰۰۰ وژل شوو افغانانو د نوملړ خپرېدلو یو ځل بیا د عدالت په اړه بحثونه راپورته کړي دي.

دغه لست د هغو سلګونو زره کسانو یوه ډېره وړه برخه ده چې له ۱۳۵۷ لمریز کال وروسته د خلق او پرچم او بیا د جهادي ډلو او ورپسې د طالبانو واکمنیو او راوروسته کلونو کې وژل شوي دي.

د افغانستان پارلمان د ۱۳۸۵ کال په پای کې د ملي پخلاینې د منشور په نامه یو سند تصویب کړ چې تر مخې یې د تېرو څو لسیزو په جنګي جنایتونو کې ښکېل کسان وبښل شول.

خو د بشري حقونو فعالین او د قربانیانو خپل خپلوان غواړي د غو جنایتونو او پر بشري حقونو د نورو تېریو پلټنه وشي او جنایتکاران محاکمه شي او سزا ورکړل شي.

ستاسو نظر څه دی چې ایا دغه کسان محاکمه او که وبښل شي؟

یو شمېر وايي په هېواد کې د ثبات د رامنځته کېدو لپاره پکار ده چې عدالت قرباني شي.

تاسو ته کوم یو ډېر ارزښت لري، ثبات، که عدالت؟

خپل نظر د برېښنالیک، فیسبوک او ټېلفون له لارې په ستاسو نظر پروګرام کې څرګند کړئ.

د برېښنالیک پته مو دا ده: pashto@bbc.co.uk

او که غواړئ مخامخ په پروګرام کې ګډون وکړئ د سه شنبې په ماښام پر دې شمېرې خپرونې ته زنګ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د اېس اېم اېس يا لنډ لیکلي ټېلفوني پيغام لپاره دا شمېره وکاروئ:

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ورته مطالب