ننداره کالم: 'وږمه' افغان هنري فلم

وږمه
Image caption دا فلم د یوې افغانې پېغلې ژوند بیانوي چې د خپلې خوش باورۍ له امله له لویو ستونزو سره مخامخ کیږي

'وږمه' هغه افغان هنري فلم دی چې فرانسه کې مېشت افغان فلم جوړوونکي برمک اکرم څه موده وړاندې د سینما مینه والو تو وړاندې کړ.

دا فلم د سنډنس په هنري فسټيوال کې چې هر کال په امریکا کې لمانځل کیږي د لیکنې لومړی مقام لاس ته راوړ. تمه کېږي، چې دا فلم به د افغانستان په استازیتوب د اوسکار فستیوال ته وړاندې شي.

دا فلم د یوې افغانې پېغلې ژوند بیانوي چې د خپلې خوش باورۍ له امله له لویو ستونزو سره مخامخ کیږي.

برمک اکرم هڅه کړې د مستند فلم په قالب کې د افغانستان دودیزه ټولنه چې په ننګ، غیرت، او ټولیز حیثیت ولاړه ده په ریښتیني ډول انځور کړي، پرته له دې چې دا ارزښتونه وویاړي او یا هغوی ته په سپکه سترګه وګوري.

ناپېیلتوب هغه راز دی چې هنر ته ښکلا او سپېڅلتیا وربښي، خو له بده مرغه ځینې فلم جوړونکي زموږ ټولنه د نورو په هېنداره کې ویني او یا هم له خپله انده قضاوت پرې کوي، په داسې حال کې چې قضاوت د لیدونکو کار دی د فلم جوړونکي رسالت یوازې د کیسې بیانول دي.

کیسه

یوه پېغله نجلۍ په خپل باور او خیال کې ډوبه د یو ځوان هلک د هوس ښکار ګرځي. هلک له راتلونکي مسؤلیته ځان باسي. د نجلۍ مور خبریږي او خپل مېړه ته خبر ورکوي.

د نجلۍ پلار چې د هېواد په بله سیمه کې د ماین پاکولو په دنده بخت دی، کابل ته راځي خپله لور وهي ټکوي او په یوه سړه کوټه کې د قفل شاته بندوي.

Image caption دا د افغان فلم جوړوونکي برمک اکرم دویم فلم دی

د نجلۍ پلار د ستونزې د حل لپاره هلک ته ورځي او د خپلې کورنۍ د پت ساتلو هیله ترې کوي، خو هلک یې نه مني.

بیا د هلک د وژنې په اړه فکر کوي. خپل قاضي ملګري ته ورځي خو د افغانستان قانون د ۳۹۸ مادې له مخې عیني شاهدان باید موجود اوسي ترڅو د هلک وژنه د ده حق وګرځي پرته له هغې قتل ګڼل کیږي.

د دې تر څنګ د نجلۍ مور هم ډاکترانو ته ورځي ترڅو د نجلۍ په بطن کې ماشوم له منځه یوسي، خو هېڅ ډاکتر داسې کار ته غاړه نه ږدي.

وږمه بهار د نجلۍ په نقش کې ښه ځلیدلې. مصطفی حبیبي د هلک په حیث د باور وړ دی. خو تر ټولو څرګند د حاجي محمد تمثیل د پلار په توګه لیدونکي حیرانوي. نوموړی پخپل کرکټر کې دومره ډوب دی چې اندېښنه یې هر پلار ریږدوي. ډیالوګ هم د فلم د سبک په شان طبیعي او رښتینی دی.

نیمګړتیاوې

د فلم پڅ پیل داسې حس درکوي چې فلم په لسمه دقیقه کې پیلیږي. د دې ترڅنګ کله چې نجلۍ او هلک د لومړي ځل لپاره څرګندیږي داسې اټکل کیږي چې د دوی ترمنځ کوزده شوې وي.

موسیقي هم کله کله د صحنو سره سمون نه لري. دا ډول نیمګړتیاوې هغه مهال منځ ته راځي چې فلم جوړوونکی له فلم څخه فاصله نه اخلي او نورو ته د نقد واک ورنه کړي، خو په یو بل اډیت سره دا ستونزې اصلاح کیږي.

ضرور ده چې فلم د یو مهم سینمایي اثر په توګه نه یوازې وګڼل شي بلکې پاتې هم شي. فلم په لیدو ارزي. پوښتنه دا ده چې ولې دا ډول فلمونه د هېواد په سینما او ټلوېزیون کې نه ښودل کېږي؟

ورته مطالب