پښتونخوا كالم: پښتونخوا حيرانه ده

Image caption پښتونخوا په دې لېونۍ شوه چې له عمران خانه یې واورېدل چې "په پېښور کې دې د طالبانو دفتر پرانیستل شي."

پښتونخوا په دې نه ده حيرانه چې په قصه خوانۍ کې بمي چاودنه وشوه، د پښتونخوا لپاره دا هډو د تعجب خبره نه ده چې يو خوا د امن لپاره وضع جوړېږي، بل خوا د وينو باران دى.

پښتونخوا په دې هم اوتره نه ده چې په تېر حکومت کې د جمعې مبارکې په ورځ بمي چاودنې کېدې او اجتماعي مړي کېدل او د نوي حکومت لپاره د اتوار ورځ ټاکلى شوې ده_پښتونخوا په بله خبره روغه لېونۍ شوه او د حيرت نه ګوته په غاښ شوه چې عمران خان وويل "په پېښور کې دې د طالبانو دفتر پرانیستل شي، امن خبرې خو دوی سره په غارونو کې نه شي کېدى."

پښتونخوا په دې حيرانه ده چې زه وايم مرم د غُچې، دى وايي بيا د غُچې_ پښتونخوا وايي "هم مې ووژني په خپله هم په ما باندې ژړا کا."

د حيرانتيا مقام دا دى چې طالبان د عبوري حکومت په توګه پېښور ته راولي، د وزيرستان په مينه پېښور په انعام کې ورکوي.

پښتونخوا خو د پخوانۍ ميانوالي پنجابۍ خاني قبوله کړه خو په پېښور کې دومره توان پاتې نه دى چې ځان ته په زخمونو مالګې ودوړوي.

پښتونخوا په هر دور کې عجوبې لري. د اى اېن پي په حکمرانۍ کې چې د ۳۶ لکو روپو د پاکستان جنډه په جناح پارک کې ولګول شوه نو جناح صاحب نه که چا په دغه جنډه تاثر معلوم کړى و نو هغه به ويل:

"دومره شين خو زه هم نه وم، څومره شنه چې دا سره دي."

اوس چې د عمران خان په خبره څوک د طالبانو روحاني قبله ګاه مولانا سميع الحق نه چا پوښتنه وکړه چې محترم مولانا صاحب ستا څه رايې ده؟

نو هغه به وايي چې هو!

'طالبان زما بچي دي، خو دومره طالب زه هم نه يم'_ که چا د مولانا فضل الرحمان نه معلومه کړه چې ستا رايې څه ده؟

نو هغه به وايي چې 'طالبان پېښور ته راشي نو موږ به څه کوو؟'

که چا د جماعت اسلامي نه پوښتنه وکړه چې ستا سو امير منور حسن خو په پاکستاني پوځ په ځانمرګي بريدونو افسوس کوي خو د طالبانو غندنه نه کوي، نو د عمران خان په خبره مو څه تبصره ده؟

نو هغوی به د لاهور د پنجابۍ منصورې په ژبه ووايي:

هم محبت ميں بهي توحيد کے قايل هيں فراز

ايک هى شخص کو محبوب بنا رکها هے

خو! زموږ په قراقول او د طالب په پټکي کې بيا هم فرق شته_ که چا د عمران خان سيکولر، قام پرست اتحادي قومي وطن پارټۍ نه رايې واخیسته چې ستا اتحادي خو دا وايي، تاسو به اوس په کوم ځاى درېږئ؟

نو د هغوی به دا ځواب وي چې موږ ورسره په دغه معامله کې ملګري نه يو، يعنې خوروا حلاله او هډوکي حرام.

که چا د تحريک انصاف دننه د نظر د خاوندانو څخه پوښتنه وکړه چې ستا سو مشر خو پېښور ته طالبان راولي، ستا سو رايې څه ده؟

هغوی به په لنډه تبصره کې ووايي چې دا زموږ د مشر ذاتي رايې ده.

که چا د عمران خان په مينه مستو ماډرن ځوانانو د اوږدو وېښتو د سرونو ذهن ولټاوه چې اى د "بدلون" په نعره مستو! تاسو به اوږدې اوږدې ږيرې پرېږدئ، څنګه مو خوښه ده؟

هغوی به د USAID په کرسۍ تاو شي او وايي به I AM SORRY (بخښنه غواړم).

که عمران خان په خپله بنفس نفيس مخ په مخ د کالجونو، پوهنتونونو، نجونو زده کوونکو څخه وپوښتل چې پېښور ته در ته طالبان راولم، ستا سو څه خوښه ده؟ هغوی به وايي:

يه داغ داغ اجالا، يه شب ګزيده سحر

که انتظار تها جسکا، يه وه سحر تو نهيں

عمران خان که ځان ته وکتل نو په په خپله خبره کې به ورته ځان يوازې ښکاري، خو که هغه د سياست په ميدان کې خامخا مولانا فضل الرحمان سره مقابله کوي او د ضمني ټولټاکنو ذاتي حقلې پشان ترې طالبان هم اخلي نو بيا به د ګېډې نه پټه ږیره بهر ته را وباسي او په انګرېزي سر به پټکى هم پسروي، لاس کې به تسبې اخلي او د لاس نه به د ترخو اوبو ګیلاس غورځوي، د بهټو په شان خو د بهټو پرضد به وايي:

هاں هاں ميں شراب نهيں پيتا

بهټو په عوامي جلسه کې ويلي وو “هاں هاں ميں شراب پيتا هوں، انسانى خون نهيں پيتا” خو که عمران خان د "بدلون" اصطلاح فقط د پښتونخوا لپاره پکار راولي، پېښور کې په طالبانو باندې "بدلون" راولي او په خپله ږیره د ګېډې نه بهر نه را وباسي نو دا خو نه تحريک شو او نه انصاف.

هسې خو د تحريک طالبان او تحريک انصاف ترمنځه فقط د يو اخري ټکي فرق دى، طالبان خو د خپل تحريک نه ځان نه شي بېلولى، عمران خان د خپل تحريک نه انصاف شوکولى شي.

د دې غټ ثبوت دا دى چې په پېښور کې ورته د دفتر غوښتنه کوي خو په دغه غوښتنه لا په رسنيو رپورټونه، تبصرې، تجزيې روانې وې چې د پېښور په پخوانۍ زړه قصه خوانۍ کې بمي چاودنه وشوه.

دا پېښې د طالبانو لخوا څرګنده اشاره ده چې هغوی پېښور داسې نه غواړي چې امام به يې بې ږېرې عمران خان وي او مقتديان به د ږيرو او پټکو خاوندان وي؟

پېښور په وينې وينې خله پوښتنه کوي چې دا "بدلون" دى که د "بدلون" په شکل زوړ جنګ په نوي انداز دى؟؟

ورته مطالب