لمر څرک، د ملالۍ بشير کالم:د زوی او لور توپیر

Image caption هغوی چې نصيب يې ښه وي او تعليم وکړي، بيا هم له ډيرو ستونزو نه خلاصيږي.

دا کومه نوي خبره نه ده چې ډير افغانان په کور کې د لور په زيږيدو نه يوازې خوشاليانې نه کوي بلکې دا ورته يو بار ښکاريږي.

دنيا ته په راتګ کې د هغه ماشومې هيڅ ګناه نه وي خو بيا هم ورته آن د زيږيدو له ورځې د ښځيتوب سزا ورکول کيږي. د زوی په پرتله تعصب ورسره کيږي. که وږي وي، که ژاړي او که ناز غواړي نو هغومره پام نه ورته کيږي لکه څومره چې يو زوی ته کيږي.

لا يې د لوبو او ناوکيو وخت وي خو مور سره د کور په ځينو کارونو کې د خدمت تمه شروع شي.

لا لويه شوې نه وي چې دباندي کوڅې ته په تګ او د کلي نجونو سره يې په لږو ډيرو لوبو هم بنديزولګيږي. د ځينو وروڼه بختور وي، ښوونځي کې داخل وي.

هغوی سهر مکتب ته ځي خو دا نجلۍ وي، له حسرته د ډکو سترګو سره په کور پاتې وي. ډيرې کورنۍ د لور لپاره تعليم مهم نه ګڼي ځکه چې د دوی په باورهسې به هم وديږي او بيا پرې د بل کور ښايسته وي.

هغوی چې نصيب يې ښه وي او تعليم وکړي، بيا هم له ډيرو ستونزو نه خلاصيږي.

لومړیتوب د کور کارونه

د بېلګې په ډول موږ په ټولنه کې دا منلې ده چې دېګ او کاسه او د کور نور کارونه د ښځې کار دی.‌ نو که يوه نجلۍ امتحان ولري او که د مکتب کار، لومړيتوب يې بايد د کور کارونه وي.

هغه خوارکۍ له مکتبه ستړې ستومانه راشي او لا يې د مکتب کالې نه وي بدل کړي چې د مور سره د کارونو په کولو اخته شي. هلکان چې له مکتبه راشي يا به ټلويزیون کې خپل د خوښې پروګرام ګوري با به له ملګرو سره لوبې کوي او يا به هم پښه پر بلې اړولی ناست وي او د هغې خور له جوړو کړو چايو به لوی لوی غړپونه کوي چې د ده سره يو ځای له مکتبه راغله او هم دومره ستړې ده لکه دی.

ښوونځي ته پر لاره د هلکانو تنګول او له دې کبله چې مکتب وايي، د ځينوسواد ضده خپلوانو خبرې تيرول هم له مصيبته کم نه وي. نجوني دا هر څه پر ځان تير کړي. سبق ووايي خو بيا هم د ډيرو دا ارمان چې د کور د اقتصاد د ښه کولو په موخه دې کوم دفتر کې کار وکړي، همداسې ارمان پاتې شي. هغوی چې د کار اجازه ولرې هم ددفتر له کار وروسته بيا د کور کار کوي.

د مور او پلار خوښه

بيا په دفترونو کې هم د ډول ډول ستونزو سره مخ وي. ښځه چې هر څومره تکړه وي، نارينه همکاران يې تر ځان ښکته بولي او ډېر ملايان د دې پر ځای چې نارينوو ته دا ووايي چې د خپلو ښځو سره دې د کور په کارونو کې مرسته وکړي او په اسلام کې د حيا کولو حکم و ښځې او نر دواړو ته شوی دی، ښځو ته نصيحت کوي چې ځانونه له ډيره بوجه خلاص کړﺉ او يوازې د کور کارونه کوﺉ. که ټولنه هر څومره ناانډوله او وروسته پاتې کيږي.

د واده د خوښې په اړه له نجلۍ پوښتنه عيب ګڼل کيږي. دا د مور او پلار خوښه وي چې د هر چا په کور يې پېرزو کړه، د انجلۍ خوښې ته څوک نه ګوري.

ډيرې نجونې خو په بنه ورکول کيږي او ډيرې يې د پلار په عمر خلکو ته کښنولي وي. ډيرې باسواده انجونې پيژنم چې ودونه يې د داسې کسانو سره شوي چې د ښځې تعليم د دنيا د هرې بدۍ لامل بولي خو دا خلک دومره منافق وي چې د واده پر مهال مور او پلار ته نه وايي چې دا نجلۍ دي نه ورته غواړي ځکه چې د هغه او د باسواده ښځې سوچ به يې د قيامت تر ورځې هم سره پر يوه لاره لاړ نه شي.

هغه نجونې چې بې سواده وي، له با تعليمه ښځو يې ستونزې ډيرې وي. ټول عمر يې د کورنۍ د غړو په خدمت تير شي خو که ناروغه شوه ترهغې يې ډاکټر ته نه ښئ چې ښه سمه د ځای شوي نه وي.

په کور کې د يو اضافي شي حيثيت لري، د يو داسې شي چې هر درد دوا کولای شي خو له يو چا د کور په کونج کې هير شوی وي.

که څه هم دا دود اوس کم شوی دی خو په هيواد کې مو ځينې داسې ځايونه شته چې لا هم پکې ځوانې انجونې په بدو کې ورکول کيږي. وايي د خور زړه پر ورور او د ورور پر کاڼو بوټو! همغه ورور چې کيدای شي کله يې خور ته د يو موجود په سترګه نه کتل بيا د خپل ځان د ژغورنې لپاره هغې ته په تمه وي.

له داسې ورونو بايد پوښتنه وشي چې تا قتل کاوه نو د خور په امر دې کړي وو؟ له پلرونو يې بايد وپوښتل شي چې سړی مو واژه نو له لور مو پوښتنه کړي وه چې اوس يې د هغې په ورکولو خلاصوئ؟ ټول پوهيږو چې په بدو کې يوه انجلۍ ورکړل شي د هغې ژوند به څنګه وي نو ځکه پرې ډيرو خبرو ته ضرورت نشته.؟

نه پوهيږم تر کومه به موږ انجونې د غوښې جوړې داسې ناوکۍ ګڼو چې څرنګه مو خوښه وي هغسې يې ولوبوو. تر هغې چې د ښځو سپک ګڼل بده خبره نه بلل کيږي او د ټولنې د دود دستور برخه وي، ترهغې به مو په کورونو کې انډول نه وي.

تر هغې به د پرمختګ مخ ونه وينو چې نارينه مو ښځې د خپلو لاسونو له آلې بغير نور څه نه بولي.

ورته مطالب