پښتونخوا کالم: د اختر نه پس

Image caption اوس اختر تېر دې او د اختر نه پس دا بازار ګرم شو

د اختر نه پس

لوی اختر تېر شو

د قربانۍ د څارويو وينې وچې شوې

خلکو د قربانۍ د څارويو غوښې يخچالونو ته رسولې دي

د خېر ښېګړې په نوم ډيرو ادارو د قربانۍ څرمنو لپاره خپل مهمات سر کړى دى

او په دې نعره يې خېراتي څرمنې راغونډې کړې دي چې

قربانۍ د خداى لپاره

څرمنې زمونږ لپاره

چا وويل د خداى کور جوړيږي د قربانۍ څرمنې د خداى کور له ورکړئ چا د يتيمانو په نوم غوښتنه وکړه، چا د جوماتونو په نوم او چا د بيمارانو د ادارو د روغتنونو په نامه دا هر څهٴ وغوښتل، په هره غوښتنه کې د خداى نوم حرف اول وٴ

لکه چې خداى په خپله ټوله ورکړه کې سوالي وي

د اختر نه پس اوس قصابان په سپينو جامو کې پاک پاک ګرځي هغوى د قربانۍ په څارويو چړې او تبرونه ستړې کړي دي، مخونه يې په بله اوړيدلي دي، اوس به ورله نور تيرهٴ دار وباسي

قصابانو ته دا معلومه ده چې هغوى به کله په تخت کښينى او کله به د وينو جامې اغوندي؟

نرخونه

اوس اختر تېر دې او د اختر نه پس دا بازار ګرم شو، دا هغه بازار دى چې صنوبر حسېن کاکاجى ورته شعري ازار کې ويلي وي

خدايه دا بازار تالا کړې په مغلو

د مفلس حسن په يو موټي چڼو ځي

دا هغه بازار دى چې اختر نه پس پکې اسمان ته ختلي نرخونه هم هغه شان بره دي.

د ډيرې مودې نه يې دا سلسله روانه ده د عدالت قاضى کله کله د ګېس او بجلۍ په نرخونو بد ومنى او حکم جارى کړى خو د زمکې حکم اسمان ته ختلي نرخونه واپس نه شى راښکته کولی.

ډالر په نرخ ډېر لرې وتلې دي، کالداره خس د بڼې سپکه ده، ځکه خو د معمولي نوکرۍ د پاره خلک کلونه غواړى او د کرپشن غلا غلتۍ هندسې کروړنو اربونو ته رسيدلي دي.

کمېشن د کروړونو نه اربونو ته اوړيدلى دى، اختر نه پس خلک وازې خولې ساړه غوږونه يو بل ته ګورى او ځان د غربت د کرښې نه بره بره کوي، کرښه ډيره بره پاتې شوې ده، غربت د کرښې نه ډير لاندې راغلی دی.

د اختر نه پس ډاکټرانو په سرکاري روغتنونو کې ناسته شورع کړې ده، خو د سرکار سره فقط قلم دی خو دوا نشته، د ذاتي شفاخانو ژوند ډير په ګرانه بيه دی، خو خواران څه وکړي په پښتونخوا کښې خو اولسونه د چېنج د خوب تعبير ته داسې ګوري لکه چې د ١٩٤٧ء د دوه قامى نظريې تصور ته يې دروغجن ويلى دى

د اختر نه پس د پوهنتونونو بندې دروازې پرانستل شوې دي، د قلم او کتاب نرخ د ډوډۍ نه هم ګران دی، د يوې سروې رپوټ په رڼا کې د پاکستان تعليمى شرح د حد نه زياته کمه وه، چې د جنرال ضياء حکومت د 'تعليم بالغان' په نامه ناخوانده خلکو ته د تعليم ورکولو سلسله شورع کړه.

بيا يې هم کمه شرح راپورته نه کړه، اوس خو د پښتونخوا تعليمى حالت د انګريزانو د دور هغه نعره بيا راژوندۍ کړه چې پخوا به يې زده کونکو ته ويل:

سبق د مدرسې وايې

دپاره د پيسې وايې

جنت کې به يې ځاى نه وي

په دوزخ کې به غوپې وهي

Image caption چا ويلى وو چې د اختر نه پس به د امن اختر وي، مسلمانانو د لوی اختر په موقع د څارويو نه وړاندې د سرونو قربانۍ ورکړې

اوس د پښتونخوا قلم او کتاب هغه حد ته رسيدلى دى، کورونه په خطره کې دي، مونږ ټول په خطرو ژوند تېرو، ان چي مذهبى ګوندونه او حکمرانان ټول د مودو راهسې وايي اسلام ته خطره ده.

شيطانان

د اسلام د خطرې قيصه دې حد ته رسېدلې ده چې د جومات، منبر مناره، محراب او مسله په بمونو والوتل، ګرجه مندر په وينو سور شو.

د اختر نه پس هم هغه ويرې ترخې دي کومې چې د اختر نه وراندې موجودې وې، که د چا دا خيال وي چې حاجيانو د عالم اسلام پاره شېطانان په کاڼو سنګسار کړي اوس هيڅ خطره نشته نو مونږ به د کونترو په شان د بلا نه سترګې پټوو، شېطانان په دغه کاڼو نه مرى دا خو د شېطانانو د سنګسارېدو رسم دی.

رسمونه خو نور شېطانان راپېدا کوي د اسمان نه تر زمکې پورې د شر او بشر دا جنګ بلا زيات عمر لري، دا جنګ دومره کچه نه دی ځکه يې ډير پاخه پاخه خلک او ملکونه وخوړل مونږ د اختر نه اګاهو هم ژړلي دي، د اختر نه پس هم د نامعلومه جنګ نغاره اورو.

چا ويلى وو چې د اختر نه پس به د امن اختر وي، مسلمانانو د لوی اختر په موقع د څارويو نه وړاندې د سرونو قربانۍ ورکړې.

اسماعيل علېه الاسلام د ابراهيم علېه الاسلام د چړې نه بچ شوی وٴ، د جنت ګډ حلال شو نو لوې اختر ترې جوړ شو، پښتون افغان يي حلال کړو خو د امن اختر ترې جوړ نه شو.

ورته مطالب