تاسو د ښځو او نارينه د حقونو انډول لپاره کومه لار کاروﺉ؟

Image caption اوس په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د مهال په توپير په ټولنه کې د ښځو ونډه زياته ده

په افغانستان کې د ملگرو ملتو پرمختيايي پروګرام UNDP يوه نوې تگلاره تر لاس لاندې نيولې، چې له مخې يې په کليو بانډو او ښارونو کې ميرمنې کولاى شي له يو بل سره له ستونزو د وتلو لارې چارې او خپلې تجربې شريکې کړي.

په دغه پروگرام کې پلان جوړونکي ، د ښځو د حقونو ملاتړ کونکي ، څيړونکي ، کارپوهان او خبريالان د ښځو او نارينه و ترمنځ د حقونو د برابرۍ په تړاو د ملگرو ملتونو د لوړ پوړو کارپوهانو نه پوښتنې کوي چې وروسته د هغوى له خوا ورته لازمې مشورې ورکول کيږي.

موږ هم په همدې پلمه ستاسو نظر په پروگرام کې همدغې موضوع ته ځاى ورکړى، تاسو د ښځو او نارينه د حقونو د انډول لپاره له کومو لارو چارو کار اخلئ؟

په دې برخه کې مو تجربې څومره گټورې وې؟ ستاسو په کورنيو او کار ځايونو کې څومره د ښځو او نارينه و د حقونو تر منځ انډول ته پاملرنه شوې؟

افغان حکومت وايي چې د زده کړو، کار کولو او په ټولنيزو او سياسي برخو کې يې د ښځو لپاره پراخه زمينې برابرې کړې دي .

ايا ستاسو له نظره دغه زمينې هغه شان دي لکه نارينه و ته چې برابرې شوي دي؟

که غواړئ چې په دې برخه کې راسره په پروگرام کې برخه واخلئ او خپل نظرونه راسره شريک کړئ، نو د يکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې را ته په دې شميره زنگ ووهئ : 0093202202300

او يا هم خپل نظرونه را ته د بي بي سي پښتو فيسبوک له لارې پريږدئ.

ورته مطالب