له کندهاره تر غزني، روغتیایي خدمتون او امنیتي ستونزې

ما اسدالله جلالزي د سهار اته نیمې بجې د کندهار پر لوري د سفر موزې په پښو کړې، یوازې مې خپل وراره خبر کړې چې: "له کندهاره ترغزني د روغتیایي خدمتونو په اړه یو رپوټ جوړوم او کندهار ته ځم".

ما دا سفر د یوه شخصي روغتون په امبولانس موټر کې کاوه، د حمیدي روغتون له مشر ډاکتر بارک الدین حمیدي سره مې په دې اړوند لا له پخوا خبرې کړې وې او دا کار یې وکړ؛ ځکه چې زما د رپوټ اصلي خبره د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی دی.

په امبولانس کې یو موټر چلوونکی او زه سپاره شوو. د غزني ښار له ګڼې ګوڼې ډکې کوڅې مو یو په بل پسې شاته پرېښودې.

د غزني له ښاره په وتلوسره سم د سړک لمرخاته لوري ته د بهرنیو ځواکونو لوی مرکز جوړ شوی. درې-څلور کاله پخوا ددغه مرکز روغتیایي ټیم ته هم له غزني ښاره ناروعان راتلل، خو اوس ورته نه راځي، بلکې یوازې د جګړې ټپیان راوړل کیږي.

د سړک ښي لاس ته هم په زرګونو جرېبه ځمکه کې ابادۍ شوې. له دغې سیمې چې تېر شوو، د سړک دواړغاړو ته ګڼ کورونه او د انګورو شنه باغونه لیدل کېږي.

د بې روحو سیمه

د "سفندې"‎ لمر لوېده ته لویې لویې غونډۍ دي. په دې سیمه کې ډېری وخت مخامخ نښتې، ماین چاودنې او سړي تښتونې رامنځ ته کیږي. کله چې زه له دې سیمې تېرېدم، داسې راته وایسده لکه چې د بې روحو له سیمې اوړم.

ددغه کلي یو اوسېدونکی مې له لېرې ولید چې د سړک پر غاړه ولاړ دی. له موټره ورکوز شوم، له کښته کېدو سره سم مې هغه ته ځان وروپېژاند، د کلینیک پوښتنه ور مخې ته کړه. هغه رانه هیله وکړه چې خبرې به یې نه ثبتوم. ما یې هم خبره ومنله. بیا یې راته وویل: "د کلي په منځ کې یو کلینیک شته. چې ډېری ناروغان یې ماشومان ښځې او کله کله طالبان وي، خو ډاکټر یې کله وي اوکله نه وي.

ما ورته کړه زه غواړم له نژدې یې وګورم دا کېدای شي؟

Image caption د "سفندې"‎ لمر لوېده ته لویې لویې غونډۍ دي. په دې سیمه کې ډېری وخت مخامخ نښتې، ماین چاودنې او سړي تښتونې رامنځ ته کیږي.

هغه راغبرګه کړه: هو، کېدای شي، خو څه یې کوې؟

هسې نه چې په جنجال کې کېوزې.. بیا يې وویل: "نه یاست خبر دا سفنده ده. "د کلي منځ ته مه ورځه هلته طالبان شته بیا به درنه پوښتنه کوي".

موټر ته وختم. د سفندې کلي لمر لوېده ته د غره په ډډه کې د زرګرو او زلزلې سمسوره کلي پراته دي. ښۍ خوا ته یې هم د نوغي کلی دی. دلته هم ډېر وخت جګړه وي. له دغه ځایه چې تېر شوو، نو د اوګری سیمه شوه. له وړاندې د ناني له سیمې د ډزو غږونه ووارېدل شول.. له هغه لوری یو موټروان چې سر یې د موټر له ښیښې رایستلی و. زموږ په موټروان غږ وکړ: "هاها تا ته وایم! استاذه وړاندې مه ځه مه ځه جنګ دی لاره بنده ده".

اړ شوو چې له لارې نژدې د ناني په سیمه کې چې کابو اوه ویشت کیلومتره ده، بېرته راوګرځو او د دغو سیمو د موټرو په تمځای کې په یادو سیمو کې له خلکو سره د روغتیایي خدمتونو په اړه خبرې وکړو.

د موټرو اوسنۍ ګڼې ګوڼې ته په پام سړک کم سوری دی، خو موټر د پخواپه څېر پکې ورو تګ نه کوي. په تېره بیا ۳۰۳ ډوله بسونه، چې ډېر وخت یې دغه تیز تګ د ټکر کېدو سبب هم شوی.

سید محمد یو داسې کس دی چې د ټکر یوه پېښه یې لیدلې او نکل یې داسې راته وکړ:

"۳۰۳ ډوله موټر له ټېلر سره وجنګېده، چې په کې نژدې درې پنځوس تنه ووژل شول او پنځه ټپیان شول هغه موټر چې موږ ولیدل موټر او سورلۍ یې وسوځېدل که چېرې هلته نژدې روغتیایي مرکزونه وای او هغه چې مخکی ډېر زخمیان ول که وروړل شوي وای نو ښایي ډېر به ژغورل شوي وای".

ناروغۍ او بې کاري

زما د رپوټ په سیمه کې د کندهار له څنډو بیا چې کله له غزني وځې، نژدې ټولې هغه ناروغۍ تر سترګو کېږي چې په نور افغانستان کې شته: نس ناستی، زیړی، خوارځواکي، ټوخی او د سږو ډول ډول رنځونه، لوړ فشار، د زړه رنځونه او نور چې خورا ډېر دي . خو دلته هغه ناروغۍ چې مخه یې لږ و ډېر نیول شوې ده. دلته د واکسین ډلې د ناامنیو له وېرې نه راځي. ګل رحمن چې د غزني- کندهار اډې ته زما له رسېدو سره سم د قره باغ له رارسېدلي ګاډي کوزېده، راته وویل:

"د واکسین پروګرامونه زموږ په سیمو کې اوس داسې خاص نه دي تطبیق شوي مخکې ښه ول په هغه خپل وخت باندې تطبیقېد ل .او اوس نه دي تطبیق شوي. زموږ په سیمو او منطقه کې هغه وایي: د خلکو غوښتنه دا ده چې دا بهیر عملي شي غواړو یې واکسین ګټور دي".

دا ټوله درملنه او تر درملنې رسونه لګښت غواړي- هغه څه چې د سیمې ډېری یې د جګړو، وزګارتیا او کورنۍ بې ځایه کېدنې له امله وس نه لري. کله چې انتخاب د ښې درملنې او ارزانه درملنې ترمنځ وي، نو نژدې ټول، وروستی غوره کوي:

"ناروغي مې اپنډیسي وه، د ډاکترانو کړه وړه بیخي عالي وو. صحي ول په ښه توګه ان شاء الله کومه نیمګړتیا پکي نه وه زما عملیات به ښه مکمله توګه وشول. "

په دغې شاوخوا نژدې پنځه سوه کیلومتره لاره په زابل کې دوه روغتونونه، او دوه ویشت کلینکونه شته ، چې د لارې پر سر يې شپږ هغه فعالیت کوي، چې په ټولو کې د روغتیایي پرسونل کمښت محسوس شوی دی.

په دغه ولایت کې یوه ښځینه روغتیاپاله کارکوي. په غزني کې وضعیت ورته دی. د ښځینه ډاکترانو ستونزه جدي ده. د کلینیکونو شمېر یې ۸۵ ته رسېږي. شپږ هغه یې د لارې په سر پراته دي. خدمتونه یې لکه چې باید وای هغسې نه دي.

غزنی لکه څرنګه چې د ۲۰۱۳ کال د اسلامي هېوادونو د پلازمېنې په توګه ونومول شو، هومره رغونې پکې نه دي شوې، خو سیمه ییز چارواکي یې پړه پر کابل او اړوندو حکومتي بنسټونو اچوي.

ورته مطالب