وزیرستان؛ د تاریخ تکرار

Image caption د تاریخ په اوږدو کې مسیدو او وزیرو دا ثابته کړې، چې په جګړه ییزو حالاتو کې بې مشره نه پاتې کیږي

د وزیرستان تاریخ د مسیدو او وزیرو په ګډو مشریو او مبارزو ولاړ دی. کله، چې د «مسید» تر مشرتابه لاندې مبارزه پیل شوې، په وزیر میشتو سیمو کې یې پر وړاندې موازي مشرتابه د راپورته کېدو اړتیا نه ده انګیرلې او کله، چې مشرۍ له « وزیرو» سرچینه اخستې، په مسیدو کې یې پر وړاندې د متوازي حرکت هڅه نه ده شوې.

په قبیلوي نزاکتونو ولاړ دغه دودیز سیستم په وزیرستان کې د مبارزو د دوه قطبي توب مخه نیولې او د مبارزې په ډګر کې یې د قبیلوي جوړښتونو او سیاسي او مبارزوي دریځ یووالی ساتلی دی. د شلمې پېړۍ په لومړۍ یوه نیمه لسیزه کې ملا پاونده مسید د ټول وزیرستان د مبارزو سرلاری و، خو د هغه له مرګ ۲۲ کاله وروسته وزیرستان په دې بریالی شو، چې په وزیرو کې د ایپي فقیر په نوم یو بل سرلاری او مخکښ ومومي.

د تاریخ په اوږدو کې مسیدو او وزیرو دا ثابته کړې، چې په جګړه ییزو حالاتو کې دوی بې مشره نه پاتې کیږي او په هر دور کې یو نوی کاریزماتیک مشر موندلای شي. له ملا پاونده مسید سره حمزالله وزیر او له ایپي فقیر سره مولوي شیرعلي مسید و، چې د بنو برید یې د انګریز ټوله پوځي اتوریته وننګوله. په ۲۰۰۱ز کال کې په افغانستان کې د طالبانو د نظام تر نسکورېدو وروسته، د دغه واقعیت تکرار محسوس دی.

د طالبانو د ملاتړ لومړنی محور په وزیرو کې و، چې تر ډېره په ملانېک محمد وزیر، حاجي عمر، د فقیر ایپي د لمسي ګل بهادر او وروسته ملا نذیر متمرکز و، خو په وروستیو کلونو کې، چې په واڼه او نورو وزیر میشتو سیمو کې د هغوی د ملاتړ رېښې په وچېدو شوې، دغه محور مسید میشتو سیمو ته لاړ او عبدالله مسید، بیت الله (د جنگي خان کړوسي) او حکیم الله مسید یې مشرۍ پرغاړه واخستې.

قومي تسلسل

دغه مشرۍ محوره حرکت په وزیرو او مسیدو دواړو قبیلو کې له مذهبي او قومي دواړو محرکاتو سره مل دی. په وزیرستان کې د مذهبي مشرتابه زیږون د ملا پاونده او ایپي فقیر له دوره د نیک محمد وزیر او بیت الله او حکیم الله مسید تر پېره ډېری بهرنی عامل لري او دغه عامل د افغانستان له وضعیت سره تړلی سیاسي او ټولنیز بهیر دی. د وزیرستان د دویمې یا قومي مشرتابه زیږون ډېری په کورنيو عواملو کې لټول کېدای شي. دغه مشري د مسیدو د جنګي خان له پېره، چې کړوسی یې په ۲۱مه پېړۍ کې د بیت الله مسید په څېره کې له امریکا سره جنګېده، په قومي تسلسل رامنځته شوې ده.

د بیت الله «مسید میشتې» او حافظ ګل بهادر «وزیر میشتې» مشرتابه د وزیرستان په تاریخ کې د یوې درېیمې مشرۍ (د قومي او مذهبي مشرۍ ترکیب) نوی اړخ هم دی، چې تر ټولو قوي او دښمن ننګوونکې مشري ګڼل کیږي. انګریزان تر ډېره له داسې دښمن سره مخ ول، چې هغوی یا مذهبي او یا هم قومي اتوریته درلوده، خو د پاکستان مخه پر داسې مشرۍ ده، چې هغه د مذهبي او قومي نفوذ ترکیب دی، چې تر ټولو ګواښناک او ننګوونکی دی.

Image caption وزیرستان د افغانستان د بري او اشغال له هرې جګړې سره تړلی برخلیک لري

دغه واقعیت، چې وزیرستان د افغانستان د بري او اشغال له هرې جګړې سره تړلی برخلیک لري، د انګریز پر وړاندې د افغان مبارزانو له ټولو جګړو او په وروستیو پېرونو کې د شوروي یرغل، طالب واکمنۍ او په افغانستان کې د امریکا له حضور سره یوځای د یوه تاریخي بهیر په بڼه موجود دی.

تاریخ تکراریږي، خو وزیرستان د تاریخ د معکوس تکرار هینداره ده. د وزیرستان د هرې مبارزې او هر جګړه ییز خوځښت عامل د قبایلي حایل پټارې په دوو اړخونو کې د دوو قوتونو له سیاستونو او دریځونو سره تړلی پاتې دی. په بله وینا، د ډیورنډ کرښې د مخالف او ملاتړي اړخ د «سیاست» او «جغرافیا» د تعریف قرباني دی. د نولسمې پیړۍ له نیمايي نه د یوویشتمې پیړۍ تر دویمې لسیزې پورې « اسلام» او « بهرنی یرغل\خپلواکي» لا هم په دې سیمه کې د تحرک او انقلاب زیږونې اصلي عوامل دي.

وزیرستان د یوې داسې سیمې په توګه، چې برخلیک یې د کابل او اسلام اباد ترمنځ په یوه ځوړند حالت کې واقع دی، د دغو دوو عواملو په پام کې نیولو سره لا هم د کابل او اسلام اباد دواړو د «اسلامي تخت ګټنې» او « پاچاګردۍ » پیاوړې جبهه ده. په نولسمه پېړۍ کې، چې پاکستان نه و او په سیمه کې انګریزان واکمن ول، د وزیرستان د اسلامي ورورولۍ اړیکي له کابل سره ټینګ ول، ځکه هلته حاکم د اسلام بادشاه ګڼل کېده او د انګریز پر وړاندې ددوی د مبارزې ملاتړ هم د کابل پر ملاتړي محور ولاړ و.

د کابل تېر سياستونه

برتانيايي هند پر قبایلي سیمو او وزیرستان د خپلې واکمنۍ تر پایه د کابل له امیرانو له دې امله سترګه کوله، چې د وزیرستان جبهه یې په لاس کې وه او دوی، چې کفار ول، له دې جبهې یې د کابل پر وړاندې ګڼه نه شوای پورته کولای. سیاسي حالاتو دغه معادله هغه وخت بدله کړه، چې په کابل کې د امان الله خان پر وړاندې د هغه د « غیر اسلامي» اصلاحاتو پر وړاندې ولسي غبرګونونه را وپارېدل.

Image caption پاکستان او افغانستان د لویدیز تر پوځي او اقتصادي ملاتړ لاندې دي او پر وزیرستان د امریکا د بریدونو ملاتړ کوي

وزیرستان که څه هم ددې غبرګون برخه نه و، خو په جنوبي ولایتونو کې یې انګریزانو ته دا واک ورکړ، چې د کابل د اصلاح غوښتونکي پاچا پر وړاندې د پښتنو اسلامي ګروهه وکاروي. له سیمې نه د انګریزانو تر وتلو وروسته، چې د اسلام په نامه پاکستان منځ ته راغی، د «سیاست» او «جغرافیا» پر بنسټ ولاړ سیاست پرځای پاتې شو، خو په دومره توپیر، چې د کابل د اسلامي شعار ځای «پښتون ملتپالنې» ونیوه.

د کابل تېرو سیاستونو ته په پام سره، چې نادري کورنۍ د قبایلو احساساتو ته پکې پام نه و کړی، د کابل د ملتپالنې شعار هغه ځای ونه موند، کوم، چې «اسلام پالنې» نیولی و. نور له همدې ځایه تاریخ معکوس پرمخ لاړ. نن اسلام اباد د انګریز پر وړاندې د کابل د «اسلام پالنې» پرونی سیاست د کابل پر ضد کاروي، ځکه په کابل کې د څو لسیزو لپاره داسې حکومتونه رامنځته شوي، چې په ښکاره د بهرنیو تر ملاتړ لاندې ګڼل کیږي. په وروستۍ لسیزه کې وزیرستان د کابل او اسلام اباد دواړو پر ضد یو دریځ خپل کړی.

دواړه حکومتونه د لویدیز تر پوځي او اقتصادي ملاتړ لاندې دي او دواړه پر وزیرستان د امریکا د بریدونو ملاتړ کوي. اوس دواړو ته وزیرستان په مرګ محکومه سیمه او د کړکیچ او بحران سرچینه ګرځېدلې او دواړه یې له شر نه خلاصون غواړي؛ هغه شر، چې دواړو هېوادونو د خپلو ستراتیژکو ګټو او ملاتړې ریزرف جبهې په موخه په لوی لاس په یوه بې برخلیکه وضع کې ساتلی او تر ننه یې پر حل لارې فکر نه دی کړی.

ورته مطالب