په پښتني ټولنه کې د ښځې ځاى چېرې دى؟

Image caption ستاسې نظر دا خپرونه زموږ په ماښامنۍ خپروه کې خپرېږي.

په نړۍ کې درې نيم ميليارد ښځې ژوند کوي چې اوس يې ټولنيز دريځ د نړۍ په گوټ گوټ کې مخ په بدلېدو دى.

مېرمنې اوسمهال له سياست نه نيولې تر اقتصاده پورې د ژوندانه په هر ډگر کې فعالې دي. خو سره له دې ټولو په وړاندې يې پرتې ننگونې هم خورا سترې دي.

مېرمنې اوس هم په پراخه کچه د کورني تاوتريخوالي، جنسي تېريو، او نورو ناوړو گټه اخيستنو ښکار گرځي.

سربېره پردې، مېرمنې په پښتني ټولنه کې په زوره او په کوچني عمر کې واده کېړي، ليک لوست ته لاسرسى نه لري، د ناروغۍ پر مهال ډاکټر ته نه بيول کېږي، او ان له لومړنيو انساني حقونو بې برخې کېږي.

نو ستاسې په پښتني ټولنه کې د ښځو ځاى چېرې دى؟

ستاسې نظر په دې ځانگړې خپرونې کې يې له تاسو اورو.

مخامخ په پروګرام کې ګډون وکړئ نن د مازديگر په ٥:٣٠ بجو پر دې شمېرې خپرونې ته زنګ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د اېس اېم اېس يا لنډ لیکلي ټېلفوني پيغام لپاره دا شمېره وکاروئ

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ورته مطالب