د اقتصادي غونډې په باب د سعیده وارثي ځانګړې لیکنه

برتانیا نن د نړی د اسلامي هېوادونو د اقتصادي غونډې کوربه توب پر غاړه لري.

د افغانستان په گډون څه د پاسه ۱۱۵ هېوادونه په دې نهمه اقتصادي غونډه کې چې په لومړی ځل له اسلامي نړۍ نه د باندې تر سره کېږي، برخه اخلي.

د افغانستان اقتصاد په تېره لسیزه کی د پام وړ پرمختګ کړی، او ننگونه اوس دا ده چې دغه پرمختګ په راتلونکو کلونو کې دوام ومومي.

د اسلامی نړۍ اقتصادي غونډه افغان کمپنیو لپاره یو ښه فرصت دی چې دوی وکولای شي، په دې غونډه کې له خپلې ونډې ا سره سوداګري، سوداګریز فرصتونه او پانګونې " د اسلامی بانکوالۍ له لارې" په ښه توګه پر مخ بوځي.

Image caption د افغانستان اقتصاد په تېره لسیزه کی د پام وړ پرمختګ کړی، خو دې پرمختګ ته په راتلونکو کلونو کې دوام ورکول یوه ننګونه برېښي. سعیده وارثي

دا به د دغه هېواد اقتصاد ته هر اړخیز پرمختګ ورکړي، د کار موندنې کچه به لوړه شي، شخصي پانګونې به ډېرې شي، او له دې لارې به د ماليې کچه هم لوړه شي.

زما په آند، د اسلامي نړۍ د اقتصادي غونډې له لارې به د ولسونو، دینونو او فرهنګونو تر منځ نوې اقتصادي اړېکي منځ ته راشي.

یو شمېر خلک غواړي چی د دوی پانګې د دوی له عقیدې سره سم تنظیمې شي ،ځينې نور بيا له نړېوال اقتصادي بحران نه وروسته، د بېلانس د اصولو ، شریک تاوان، انصاف او روڼوالي په اړه فکرمند دي او یو شمېر نور خلک او س هم د صنعتي امکاناتو له امله چې ارزښت یې نږدی ۱.۸۵ تریلیونو امریکایي ډالرو ته رسېږي (چې په کال کې ۱۵٪ زیاتېږي) هڅېدلي دي.

د اسلامي او مناسب مالي نظام خاوند هېوادونه په د پرمختګ او پیاوړتیا په حال کې دي.

برتانیا چې د نړۍ د مالي او قانوني ارزښتونو پلازمېنه ده، د اسلامي نظام په چوکاټ کې خورا مهمه ونډه لري او هغه خدمتونه چې د رقابت په بازار کې یې وړاندې کوي په حقیقیت کې بې ساري دي.

زموږ د اسلامي بانکونو مخ په زياتېدونکي شمېر، حقوقي او نورې خدماتي ادارې چې د ډېرې تجربې په شتمنۍ سمبال او ډېر پرمختللي دي، او همداراز نړیوال شهرت لرونکي نظام په اسلامي مالي سيستم کې زموږ مهارت لا پياوړى کړى. زموږ زماني زون يا سيمه د ختيځ او لوېديځ سوداگرۍ لپاره گټوره ده.

څنګه چې د بېلابېلو هېوادونو استازي به وګوري چې برتانیا د سوداګرۍ اړوند پوره تجربه لري او ورته ښه راغلاست وایي.

برتانیا په دې برخه کې وړتیا، نوښت او د ستونزو د حل لپاره مناسبې نړیوالې اړیکي، ۲۴ ساعته بازار لري او کولای شي چې له هر سوداګریز فرصت نه پوره ګټه واخلي.

په همدې دلیل موږ ته د یو غوره ملګري په سترګه لیدل کېږي او د دې اونۍ اسلامي اقتصادي غونډه به دا ثابته کړي چی برتانیا په نړۍ کې د اسلامي مالي نظام لپاره غوره لوېدېځ هېواد دی.