ستاسې نظر: ټولنیزې شبکې څرنګه کاروئ؟

Image caption تاسو په خپل ښار کې ټولنیزې شبکې څه ډول کاروئ؟ ستاسو په اند ټولنیزې شبکې پر عام ذهنیت څه اغېز لري؟

دا مهال د نړۍ د نورو هیوادو ترڅنګ په افغانستان کې هم سلګونه زره کسان له ټولنیزو شبکو لکه فیسبوک، ټویټر، ګوګل پلس، یوټیوب او داسې نورو څخه ګټه اخلي.

خلک کولای شي چې د ټولنیزو شبکو له لارې خپل معلومات، عکسونه ویډيوګانې، نظرونه، تبصرې، لیکنې، او رایې له نورو سره شریک کړي او یا هم د نورو نظرونه وګوري.

په دې ډله کې یو شمېر سیاستوال هم د ټولنیزو شبکو له اسانتیاوو څخه په ګټې اخیستنې او په خپل فعال شتون سره له هغو په خپله ګټه کار اخلي. په تېره بیا چې اوس افغانستان د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو په درشل کې دی.

نو زیاتره خلک په دې اند دي چې د ټولنیزو شبکو اهمیت هم ډېرېږي.

تاسو په خپل ښار کې ټولنیزې شبکې څه ډول کاروئ؟ ستاسو په اند ټولنیزې شبکې پر عام ذهنیت څه اغېز لري؟

تاسو کولای شئ خپل نظر او یا پوښتنه د بي بي سي په پښتو فیسبک کې ولیکئ. او یا هم هم موږ ته ټیلیفون وکړﺉ او خپل نظر راسره شریک کړﺉ.

د سې شنبې په ماښام اته بجې د خپرونې د خپرېدو پر وخت په دې شمېرې موږ ته زنګ وهلی شئ:۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰

او که غواړﺉ چې موږ تاسو ته زنګ ووهو نو خپله د ټیلیفون شمېره مو پر فیسبوک موږ ته ولیکئ.

ورته مطالب