ستاسې غږ: څرنگه د کوکنارو د کروندې مخنيوى کېدى شي؟

Image caption تر ټولو ډېر زياتوالی په هلمند ولايت کې راغلي، چې برتانوي ځواکونه اوس په کې د وتو چمتووالی نيسي.

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د کوکنارو کښت په روان کال کې شپږدېرش فيصده زياته شوې ده.

دمخدره موادو او جرمنو ضد د ملګرو ملتونو ادارې UNODC په خپل کلني راپور کې له افغان حکومته غوښتي دي چې دې هېواد کې د مخدره موادو ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.

راپور کې خبردارى ورکړل شوى دى چې د دې وضعې دوام به نه يوازې افغانستان بلکې ټولې سيمې او نړۍ ته منفي پايلې له ځان سره ولري.

دا اونۍ ستاسې غږ کې له تاسې اورو چې له يوې لسيزې نه ډېره موده کېږي چې افغان حکومت د کوکنارو د کنټرول په لړ کې مبارزه کوي، خو نه دى بريالى شوى ستاسې په نظر افغانستان څنګه کولی شي د کوکنارو کرونده له منځه یوسي.

خپرونې کې د گډون لپاره د پنجشنبې ماښامنۍ خپرونې پر مهال ما عنایت الحق یاسني ته په ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ زنگ راووهئ دغه راز په ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸ خپل ايس ايم ايس پيغامونه هم راستولى شئ.

ورته مطالب