ستاسې نظر: ولې د افغان مېرمنو پروړاندې تاوتريخوالى ډېر شوى؟

Image caption ستاسې نظر دا خپرونه د سه شنبې په ماښام خپرېږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ويلي دي چې د تېر کال په لومړنیو شپږو مياشتو کې د افغان ميرمنو په وړاندې تاوتريخوالي ډېر شوي دي.

د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو پر نړيواله ورځ د کمېسيون په يوه تازه رپوټ کې ويل شوي دي چې د مارچ راهيسې يې د ميرمنو په وړاندې د تاوتريخوالي ٤٠٠٠ پېښې ثبت کړې دي.

وهل ټکول، لفظي ترټنه، د زور ودونه، بدو کې ورکول، کورنيو او کارځايونو کې له ښځو سره ناوړه چلن د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ځينې هغه بڼې دي چې په رپوټ کې ترې يادونه شوې ده.

په همدې پلمه د ستاسي نظر په پروگرام کې غواړو له تاسو واورو چې:

د افغان مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ډېرېدا لاملونه څه دي او حکومت ، ټولنه او کورنۍ د مېرمنو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي په کمولو او مخنيوي کې څه کولى شي؟

په پروگرام کې د گډون په موخه د سه شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېرې راته زنگ ووهئ:

٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩

د خپلو لنډو پيغامونو د استولو لپاره د ايس ايم ايس دغه شميره وکاروي:

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

او تاسو دارنگه کولى شئ چې په بي بي سي پښتو فيسبوک کې هم خپل پيغامونه پرېږدئ .