منی، زرغون چاپیریال او اندېښمن زړونه

Image caption اسدالله غضنفر د معاصرو ادبیاتو د جشن ګډونوالو ته د وینا په حال کې.

حميد بابا فرمايي:

دا زما له غمه شين زړه، پکې خيال د يار د شونډو

هسې رنګ زيب او زينت کا، لکه مى په شنه پياله کې

افغانستان کې د مېشت هر انسان په څېر د دغه هېواد د ليکوالو او شاعرانو په زړه کې هم د سولې او کرار‌ۍ ښایستوکې هيله له لسيزو راهيسې انتظار ګالي، خو د خاموش اکثريت خلاف، د اديب هنر بیا دا دى، بلکې مجبوري يې ده، چې د خپلې هيلې اظهار برالا کوي.

د نړۍ تاريخ شاهد دى، چې د جبر او ناروا خلاف لومړي چيغه همدغه ادیبان پورته کوي، دا چې غوښتنه يې ډېر وخت د سارا چيغه ثابته شي او یا کله نا کله په عادي ژوند کې لږ ارتعاش پيدا کړي، جلا موضوع ده.

دغسې د دغه قشر نه يوه خوله کېدل يو بل غم دى، چې د دوى غږ ناتوانه کوي، خو له دې هر څه سره سره د اديب انسان په مينه پال زړه کې د عدالت او سولې هيله په نورو زړونو کې هم انعکاس مومي.

دغسې یوه چیغه او ازانګه یې د روان نومبر په ۲۷ او ۲۸ د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې وشول، د افغانستان د معاصرو ادبیاتو د اتم جشن په نوم او د مقالو، شعرونو ډرامو او تیاتر په بڼه.

دغه مهال چې د افغانستان ډېرو برخو کې نژدې د مني پاى دی، ونو پاڼې رژولې دي، د جګړو، سیاسي او ټولنیزو ناکراریو، بدګومانیو، فساد او نورو بې شمېره ناخوالو له کبله، حساس زړونه او ذهنونه هم خورا ساړه او مایوس دي،جلال اباد کې د دغه ښار د معتدل مزاج په څېر هوا هم پسته ده، د ګل بوټو څانګې له رنګارنګ ګلونو ډکې دي او د ښار له يو څو ( ماڼيو ) ها خوا کليو کې ودانو خټينو کوډلو څنګ ته شنې کروندې ليدلې کېږي.

د دغه ادب پال ښار دغسې زرغون او مینه ناک چاپيريال منځ کې افغان اديبان د معاصرو ادبياتو د جشن په پلمه سره يو ځاي شوي وو، دغه ډول جشن هر کال د افغانستان په يوه نا يوه ولايت کې جوړيږي او يو نوم ورکول کېږي، جلال اباد کې د سږکال د جشن عنوان سوله وو، هغه سوله چې افغانستان کې مېشت هر انسان يې خوب ويني.

د جلال اباديانو صميميت او مينه ناک کوربتوب تر هر چا زيات وو، خو په جشن کې د ګډونوالو څېرې د نړۍ په نورو برخو کې د غسې جشنونو له ګډونوالو ګوښې وې، د دوى زړونو کې شته اندېښنې، ناهيلي او بې وسي له ورايه معلوميدې.

دوی په ویناوو، شعرونو، ډرامو او خپل منځي خبرو کې تېر یاد کړ، چې وايي قلموالو تل سوله غوښتې، مینه یې وېشلې او د حق پلوي یې کړې، دغه راز یې وویل، چې اوس هم سوله غواړي، کراري او ارامي غواړي.

خو دوی د سولې راتګ لپاره د شعارونو پر ځاي د عدالت او مساوات پر راوستو ټینګار کاوه، دوی ویل کې ټولنه کې بې عدالتي موجوده وي، نو فساد به وده کوي او چې فساد شته، نو د سولې خوبونه لیدل بې ځایه دي.

د دوې ورځني جشن په اوږد کې اوږده بحثونه او ویناوې وشوې، ډرامې وښودل شوې، شعرونه وویل شول، خو د هرې خبرې او کار محور یو و او هغه دا چې څنګه کېدای شي، افغان ادیب په هېواد کې د سولې راوستو کې خپل رول لا ګټور کړي.

د جشن په پای کې بېرته خپلو سیمو ته ستنېدونکي ادیبان لږ تر لږه په دې باب ډاډه معلومېدل، چې سیالان یې هم د دوی په څېر په یوه خوله هېواد کې د سولې لپاره د تشو خبرو کولو پر ځای د اړینو بنسټونو رامنځ ته کولو غوښتنه کوي.