د ټولنیزو پروژو کارکوونکو د وژنې مخنیوی څرنګه کېدای شي؟

په افغانستان کې تر ډېره د خرپ او ترپ په روانه جګړه کې هغه کسان په نښه کیږي چې یا د سړک جوړونې کارکونکي دي، یا روغتیاپالان او یا هم په نورو رغنیزو چارو بوخت دي.

همدغه تېره اونۍ فاریاب ولایت کې د یوې نادولتي ادارې شپږ سره کارکونکي د نامالومو وسله والو له خوا ووژل شوه، تر دې وړاندې په هرات، فراه، ارزګان، لوګر، بدخشان او نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې لیدل شوې دي.

په همدې پلمه د دې اونۍ ستاسو نظر په پروګرام کې له تاسو اورو چې د دغو کسانو وژنې تر کومه بریده ستاسو په چم مالت کې رغنیزې چارې پڅې کړي؟ ایا ستاسو په ورځنی ژوندانه یې هم خپل څه اغیز پرې ایستې که څنګه؟ ولسي خلک څنګه کولای شي چې د دغه شان پېښو په مخنیوي یا کمولو کې ونډه واخلي؟

که په دې اړه غواړئ خپل نظر راسره شریک کړئ نو د یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې مخامخ په دې شمیره را ته زنګ ووهئ 0093202202300 ، بله شمېره هم لرو 0093202203200 ، دا رنګه تاسو کولای شئ چې د بي بي سي په پښتو فېسبوک پاڼه کې هم را ته خپل نظر پریږدئ، او یا هم خپله شمیره را ته ولیکئ چې بیا موږ درته زنګ ووهو .