ستاسې غږ: ایا امنیتي تړون د افغانستان برخلیک ټاکي او یو وزیر يې لاسلیکولی شي؟

Image caption ستاسې غږ خپرونه هره پنجشنبه زموږ په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي.

د ناټو په غوڼده کې د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کېري پرته له ځنډه د سند پرلاس ليک بیا ټينگار وکړ او وویل ولسمشر کرزی زړه نازړه وي او تړون نه لاسليکوي د دفاع وزير او حکومت يې پرې د هوکړې ټاپه وهلی شي. د ناټو سر منشي اندريس فوخ راسموسن هم وايي د افغانستان راتلونکى او برخ ليک دغه امنيتي سند پورې غوټه دى.

پر امريکا سربېره د ناټو نورو هېوادونو هم افغان ولسمشر هڅولی چې د امنيتي تړون لاسليکولو کې بيړه وکړي، او که داسې ونه شي نو کېدی شي افغان امنيتي ځواکونه د کال ۸ مليارد ډالرو له لاسه ورکولو خطر سره مخامخ شي.

خو ولسمشر کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ اعلان وکړ، چې امريکا دې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو، د خلکو پر کورونو نه ننوتلو او د امنيت راوستلو ترڅنګ له وسله والو مخالفينو سره د خبرو زمينې برابرولو ضمانت ورکړي، بيا به دغه تړون لاسليک کړي.

تاسې څه فکر کوئ چې د افغانستان راتلونکی د امنیتي تړون پورې تړلی دی او ایا ولسمشر کرزی به اجازه ورکړي چې یو وزیر دغه تړون لاسلیک کړي؟

دا اوونۍ ستاسې غږ پروګرام کې پر همدې موضوع غږېږو.

که پوښتنه یا نظر لرئ د پنجشنبې په ماښامنې خپرونه کې ما شیرآغا کریمي ته زنګ را ووهئ.

ورته مطالب