نېلسن منډېلا او د جنوبي افریقا د سولې تړون

Image caption نېلسن منډیلا د نړيوالو لپاره د زغم او پخلاينې سمبول و. نوموړی د ډېسمبر په پنځمه ومړ

پخوا له دې چې په جنوبي افریقا کې د سولې د تړون او د نېلسن منډېلا په نقش باندې خبرې وکړو، بې ځایه به نه وي چې د هغه وخت واکمن رژیم، چې د اپارتایید په نوم یاد شوي، په لنډو ټکو کې وپیژنو.

اپارتایید په جنوبي افریقا کې د حکومت یو سیسټم و چې په نژادي تبعیض او بيلوالی باندې ولاړ و چې په ۱۹۴۸ کې یې رسمي بڼه غوره کړه.

دې سیسټم د تورپوستو اوسیدونکو چې په دې هیواد کې اکثریت نفوس و، له سیاسي او اقتصادي حقونو څخه انکار وکړ. دې سیسټم یو داسې سیاسي او اقتصادي چوکاټ طرح او پیاده کړ، چې د سپین پوستو ولکه او برتري یې په تور پوستانو باندې ټینګه کړې وه او هغې ته یې موسساتي شکل ورکړي و.

دغه په نژادي پالیسي ولاړ سیستم د اپارتایید په نوم یاد شوي چې تر ۱۹۹۲ پورې دوام وکړ.

د دې لیکنې هدف دا دی چې د جنوبي افریقا د سولې د ستونزمنې پروسې پیچلتیا وښیي او د هغې د بریالیتوب راز او همدارنګه هغه نیمګړتیاوې په لنډو کې څرګندې کړي چې د سولې د تړون څخه مخکې او له هغې څخه وروسته دغه ملت ورسره مخ و.

دې سیسټم د ۱۹۶۰ او ۱۹۹۰ کلونو ترمنځ د افریقا د ملي کانګریس ګونډ او د حکومت مخالف نور ګوندونه او ډلې منع اعلان کړي. د دوي رهبران یا بندیان شول او یا له هیواد څخه تېښتې ته اړ کړای شول.

نېلسن مانډیلا له دغو رهبرانو څخه یوه وتلې څیره وه چې د جنوبي افریقا د مظلوم تور پوستي ملت سوله ییز مقاومت یې د اپارتایید په وړاندې بریالیتوب ته ورساوه. منډېلا د حقوقو په برخه کې لوړې زده کړې کړې وي او په ځواني کې د ای این سی سره یو ځای شو چې د ځوانانو د کمیټې چارې یې پرمخ بیولې.

دی څو ځله د حکومت ضد فعالیتونو په تور تورن شوی خو په ۱۹۶۲ کې د محکمې له خوا په عمري بند محکوم شو. مانډیلا ۲۷ کلونه په بند کې تیر کړل خو له خپلې ارادې په شا نه شو. ده له لومړی سر څخه په دې هیله مبارزه پیل کړه چې د ټولو انسانانو لپاره د سپین پوستو په ګډون په دې هیواد کې د سوله ییز او ابرومند ژوند قانوني شرایط برابر شي.

ده د جنوبي افریقا لپاره د دې هیواد ګڼ توکمیز واقعیت او د بیلا بیلو کلتورونو، مذهبونو او ژبو موجودیت د سولې لپاره خطر نه دي شمیرلي، بلکه په دې باور و چې "مذهب، قومیت، ژبه، ټولنیز او کلتوري رواجونه د انساني تمدن د غنا او بشپړتیا اجزاوې دي، چې زموږ تنوع ته نوره شتمنې ورکوي"

د نېلسن منډېلا ژوند او د اپارتایید د رژیم په وړاندې د ده سوله ییز مقاومت د یوه داسې سمبول په څیر د انسانیت په تاریخ کې ثبت شوی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنر ناوی پیلی په وینا "د ده تر ټولو مهم میراث به هغه وړتیا وي چې د واقعي دیموکراسي نهاد جوړ کړي او په یوه څو توکمیز ملت کې د یو متحدکوونکی څیرې په ډول پاتې شي."

نېلسن منډېلا که څه هم ډیر د نرم مزاج خاوند و، خو د ټولنیز عدالت او انساني حقونو ته د احترام احساس په ده کې د مقاومت روحیه دې برید ته نږدې کړې وه چې د خپلو خلکو د ازادي لپاره قرباني، سختیو او حتی خشونت امیزه کارونو ته هم تیار و. کله چې په ۱۹۶۱ کې د ده د نیولو امر صادر شو، دی بیا هم په جنوبي اقریقا کې د ننه پاتې شو او په پټه یې د مقاومت چارې تنظیمولې.

له خپلې کورنۍ او مسلک څخه بیل شو او مقاومت او مبارزه د ده د ژوند روند او کیفیت جوړ کړی و. د نېلسن منډېلا اقتصادي وضعه که څه هم ښه وه، خو ده ساده ژوند ته ترجیح ورکوله. له بند څخه وروسته یې له خپل کلی قونو څخه په منظم ډول لیدنه کتنه کوله او له کلیوالو خلکو سره به یې د دوي کشالو په حل کې مرسته کوله.

منډېلا د جنوبی افریقا د اکثریت وګړو ډیرو بنیادي بشري حقونو ته په مستقیم ډول اشاره کوله او ویل به یې چې د قانون په وړاندې واقعي برابري هغه ته وایي چې تور پوستي وګړي هم د قانون په چوړولو کې برخه واخلي او یو داسې اساسي قانون ولري چې د ټولو اتباعو بنیادي حقونه تضمین کړي او دوي حق لري چې د عدالتي نظام په جوړولو او چلولو کې برخمن وي، د قاضیانو، څارنوالانو، او د قانون د انفاذ د چارواکو په څیر کار وکړي.

د همدې سیاسي او عقیدوي موقف پر بنسټ، نېلسن منډېلا د خپلې اوږدې سیاسي مبارزې په ترڅ کې دې پایلې ته رسیدلی و چې نه د اپارتایید رژيم کولای شي د زور او جبر په ذریعه د تل لپاره په جنوبي افریقا کې سیاسي ځواک ولري او نه د مقاومت جنبش کولای شي چې د خشونت او تاوتریخوالي له لارې دغه رژیم نسکور کړي.

نو ځکه ده د سولې او پخلاینې لار غوره وګڼله. که څه هم دده د خپلو ملګرو او د مقاومت له لیکو څخه په ده ډیری نیوکې کیدلې، خو تاریخ دا وښودله چې د نېلسن سیاسي فکر او کړنلار اغیزناکه وخته.

په جنوبي افریقا کې د نېلسن تر مشرتابه لاندې د اپارتایید د رژیم د ختمولو لپاره د حکومت او مخالفینو د ګډو هڅو او څو اړخیزو خبرو څخه وروسته د ۱۹۹۱ د سپتمبر په ۱۴ د سولې تړون لاسلیک شو.

د سولې د تړون اهمیت

Image caption د سولې تړون د بریالیتوب راز په دې کې نغښتی و چې یوه پراخه ملي جبهه او قوت یې شاته پروت و

د سولې د ملي تړون په لاسلیک کولو سره د جنوبي افریقا مثال د اوښودله چې هر څومره چې د دښمنو خواوو ترمنځ د اختلاف وړ ټکی زیات وي او هر څومره چې د جنګ او خشونت په دوران کې د افرادو په بشري حقونو ناوړه تیری شوی وی، د سولې د تړون شونتیا بیا هم په کلي ډول له منځه نه وي تللی.

لومړني کارونه چې د دې تړون په ذریعه ممکن شول دا وو چې ټولو خواوو ترمنځ یې د سوله ییز حل لپاره د مذاکرو جریان رامنځ ته کړ او له بلې خوا یې په دې هیواد کې د امنیتي ځواکونو او د قانون د انفاذ د مسوولینو په جوړښت کې د بدلون شونتیا پیدا کړه.

دغه ځواکونه یې د نوي دیموکراتیک رژیم د روحیې په برابر د خدمت لپاره چمتو کړل. د تړون ټولو خواوو په دې هوکړه وکړه چې د پولیسو ځواکونو لپاره د چال چلند نوی معیارونه او قواعد وټاکي او د امنیتي ځواکونو په اړه تفصیلي موافقې ته ورسیدل او دغه راز یې داسې میکانیزمونه تعیین کړل چې په ذریعه یې د دې موافقې احکام باید پلي شوي وای.

د دې تړون د بریالیتوب راز په دې کې نغښتی و چې یوه پراخه ملي جبهه او قوت یې شاته پروت و چې په هغې کې ملي سوداګر، سیاسي ګوندونه، مدني ټولنه، مذهبي مشران او د حکومت چارواکي په ګډه سره د سولې د ټینګښت لپاره په کارولویدل.

تر ټولو مهمه خبره دا وه چې د کلیو او کوچنیو ټولنو خلکو له دې بهیر سره ځکه لیوالتیا پیدا کړه چې د سولې د محلي کمیټو له لارې یې د محلي حکومتداري په چارو کې د ګډون حق پیدا کړ او دوی نوي مهارتونه زده کړل.

تر دې د مخه د سولې پروسې په جنوبي افریقا کې د پټو او ښکاره خبرو او مذاکرو یوه ډیره اوږده لار شاته پرې ایښې ده. د تیرې پیړۍ د اویاومو کلونو راهیسې د دې هیواد د متحد ګوند د لیبرال ریفورمیست د جناح مشر هیری شورڅ چې پلار یې د المان د هیټلر د حکومت په وخت کې جنوبي افریقا ته کډوال شوی و، او د تور پوستانو د یوه مشر ګاشا بوتو لیڅي له خوا یوه اعلامیه خپره شوه.

دغه اعلامیه د دواړو خواوو غوښتنه څرګندوي چې جنوبي افریقا یوه نوی تګ لوری او اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته اړتیا لري.

دغو مذاکرو وروسته د نېلسن منډېلا او د جنوبي افریقا د حکومت د استخاباراتي کړیو ترمنځ په پټه کې دوام پیدا کړ او تر ډیره وخته پورې عامه منظر ته نه وې راوتلې. په دې پړاو کې دواړه خواوې له دې سره لېواله وې چې وګوري ایا د سولې لپاره په کافي اندازه مشترک ټکي او موقفونه شکه او که څنګه.

کله چې له دغو پټو خبرو څخه د سولې هیله مندي پیدا شوه نو دغه خبرې د پټو استخباراتي کړیو له ولکې څخه را ووتې او د عامو خلکو غوږونو ته ورسیدې. د دې ښکاره بدلون څخه موخه دا وه چې د عامو خلکو غبرګون او د دوې نظريې وپیژني او وګوري چې دوي د سولې د شونتیا او مذاکرو په اړه څه فکر کوي.

ایف. ډبلیو ډیکلرک په ۱۹۸۹ کې د جنوبي افریقا ولسمشر شو، د ده او منډېلا ترمنځ د مخامخ خبرو زمنیه لا د مخه د هغو پټو اړیکو له لارې برابره شوې وه چې له دې مودې څو کاله د مخه د منډېلا او د جنوبي افریقا د حکومت ترمنځ نیولی شوي وې. ډیکلرک په خپله وینا کې چې د ۱۹۹۰ په فبروري کې یې د دې هیواد د پارلمان د پرانستلو په مناسبت وکړه د افریقا ملي ګانګریس ګوند یو قانوني ګوند اعلان کړ او نېلسن منډېلا له ۲۷ کلن بند څخه وورسته ازاد کړای شو.

د نېلسن منډېلا په مشرتابه د ۱۹۹۰ کال د مۍ په میاشت کې د افریقا د ملي ګانګریس یو پلاوی د حکومت له پلاوی سره لومړنۍ خبرې پیل کړې. منډېلا د ۱۹۹۱ کال د سپتمبر په ۱۴ په جوهانسبرګ کې د سولې په کنفرانس کې په داسې حال کې د سولې تړون لاسلیک کړ چې خشونت لا ادامه درلوده. په دې تړون کې له ۴۰ څخه زیاتو سازمانونو ګډون درلود.

د سولې له تړون څخه د مخه او له هغه وروسته پروسه د شاتګ او پرمختګ یوه اوږده او پیچلې مرحله وه چې له هیلو او ناهیلیو سره مله وه. له تړون څخه وروسته د مثال په ډول د ۱۹۹۲ د جون په میاشت کې په بیاوپاتیونګ کې د قتل عام پيښه وشوه چې ۴۶ کسان ووژل شول او ملامتي یې د ملي ګانګریس له خوا په حکومت باندې واچول شوه.

له هغه وروسته د ۱۹۹۳ په اپریل کې د افریقا د ملي ګانګریس یو مشر چاریستلانی د ترور په پيښه کې د اپارتایید د رژیم د یوه پلوی له خوا ووژل شو.

د۱ دخشونت او ترور یوازینۍ پيښې نه وي بلکه دا ډول تهدیدونه او وژنې نورې هم رامنځ ته شوي دي. دغه پيښې له تړون څخه په وروسته کلونو کې دومره زیاتې شوې چې نېلسن منډېلا د اعتراض په دود د دیموکراتیکي جنوبی افریقا له معاهدې څخه ووت.

سره د دې چې د سولې تړون له ستونزو سره مخامخ شو او د موافقې له احکامو څخه ډیری سرغړونې وشوې، خو نېلسن منډېلا د خپلې سیاسي مبارزې او ستونزمن ژوند په ترڅ کې دې پایلې ته رسیدلی و چې د خشونت ځواب په خشونت سره ویل جنوبي افریقا له نورو کړاوونو سره مخامخ کوي او وړاندیز یې وکړ چې د سولې پروسه باید ادامه پیدا کړي.

د سولې مذاکرو که څه هم د لومړنیو ازادو ټاکنو لپاره لار هواره کړه، خو د دریو کلونو په موده کې خبرې جاري وې او کله به بیا ودریدې څو چې د ۹۴ کال د اپریل ۲۷ نېټه د عمومي ټاکنو لپاره تعیین شوه.

د ۱۹۹۴ په لومړیو کې په دیموکراتیکو ملي ټاکنو کې د افریقا د ملي ګانګریس د اکثریت رایې وګټلې (۶۲ سلنه) او ملي ګوند یوازې ۲۰ سلنه تر لاسه کړې. ملي کانګریس یو متحد ملي حکومت چې مشر یې نېلسن منډېلا و جوړ کړ او نوي اساسي قانون یې تصویب کړ چې قضائیه خپلواکه قوه یې درلوده، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او ډیسموند تیوتو په مشري د حقیقت موندنې پخلاینې کمیسیون یې په تشکیل کې ونیول.

دې کمیسیون دنده درلوده چې د پخوانیو جنګونو او خشونت اصلي ریښې او لاملونه پیدا کړي او هغو مجرمینو ته په دې شرط بخښنه اعلان کړي چې په خپلو جرمونو اعتراف وکړي او د هغه ټول جزئیات برملا کړي چې د یوې سیاسي انګیزې له مخې د اپارتایید د رژیم په موده کې یې اجرا کړې و.

نېلسن منډېلا په جنوبي افریقا کې د اکثریت د اصل پر بنسټ د یوه واحد سیاسي سیسټم غوښتونکی و او د شخصي سکټور د ودې روش یې د اقتصادي پرمختګ لپاره غوره ګڼلی و. د ۱۹۹۴ کال په ټاکنیزو کمپاین کې د ده شعار "د ټولو لپاره ښه ژوند" و، دوي خلکو ته د کورونو، بریښنا، او د څښاک د پاکو ابو د رسولو د خدمتونو او د ځمکو د اصلاحاتو ژمنې ورکړې.

ټاکنې په عموم ډول بې له تاوتریخوالی ترسره شوې او نېلسن منډېلا د جنوبي افریقا لومړنی تور پوستي ولسمشر په توګه د ۱۹۹۴ د مۍ په لسمه د وفاداري لوړه وکړه. د ده د حکومت مهم هدفونه له نژادي تبعیض سره مجادله، د ټولنیز عدالت تامین او د نژادونو ترمنځ پخلاینه وه.

منډېلا د خپل مشرتابه په دوران کې ډیره پاملرنه دې ته اړولې وه چې څنګه ملي پخلاینه، د پخوانیو دښمنو نژادونو ترمنځ د بخښنې او نږدې کیدنې احساس را ژوندي کړي که څه هم په ده باندې د ځینو تندروانو له خوا نیوکې کیدلې، خو نېلسن منډېلا به د جنوبی افریقا سپین پوستو ته د دې ډاډ ورکاوه چې د دوي حقونه خوندي دي او په خپله کابینه کې یې هم ډیر پوستونه دوی ته ورکړی و، چې پخواني ولسمشر ډیکلرک د ده لومړی مرستیال و.

منډېلا د نورو افریقایي هیوادونو اقتصادي وضعې ته په کتو سره په دې باور و چې د سپين پوستو پانګوالو موجودیت د جنوبي افریقا د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټور و. له دې امله ده په نوي حکومت کې د اساسي قانون له مخې د ټولو افرادو د بنیادي حقونو په ساتلو ټینګار کاوه.

نېلسن د خپلې سیاسي سوله ییزې تګلارې او د ټولنیز عدالت، بشري حقونو د ټینګښت او د سولې د پایداره کولو لپاره د پرلپسې هڅو او زیارونو له امله د نوبل د سولې د جایزې ګټونکی و او د امریکا او شوروي اتحاد د حکومتونو له خوا یې هم د سولې مدالونه ګټلی دي.

ګواښونه او ستونزې

Image caption نېلسن د خپلې سیاسي سوله ییزې تګلارې او د ټولنیز عدالت، بشري حقونو د ټینګښت او د سولې د پایداره کولو لپاره د پرلپسې هڅو او زیارونو له امله د نوبل د سولې د جایزې ګټونکی و

د جنوبی افریقا د سولې تړون له یو شمیر ستونزو او خنډونو سره هم مخ و. د ځینو څیړونکو په اند د دې تړون لوې ستونزې او نیمګړتیاوې ښایي دا وي چې د سولې د تړون جوړښتونه داسې تیار شوي وو چې دوی و نه شو کولای د خشونت او جګړو بنسټیز لاملونه برملا کړي.

د دې په ځای د سولې د تړون د تشکیلاتو زیاته پاملرنه دې خوا ته وه چې د خشونت په عواقبو او اغیزو تمرکز و کړي. د اقتصادي او ټولنیزې رغونې د پروګرام خوایی کمزورې وه او ډیری خلک له ټاکنو څخه وروسته د نوی حکومت په دوران کې هم له ډیرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان و.

خصوصا د ځوانانو په برخه کې د کارونو او بوختیاوو پروګرامونه ډیر کم و له دې امله د دوي زیاته برخه په نوی سیاسي پروګرام کې جذب نه شول، بلکه د جرمونو کچه ډیر لوړ حد ته وخته. د ښځو برخه د سولې به محلي او ملي کمیټو کې د رهبري په کچه هم ډیره کم رنګه وه.

د جنوبي افریقا د سولې له تړون څخه وروسته لویه نیمګړتیا دا وه چې د افریقا د ملي کانګریس له خوا د ټولنیز عدالت او برابري او ټولو افرادو ته د فرصتونو د برابرولو ژمنې پوره نه شولې او د حکومت د اقتصادي پالیسي او د بیا رغونې چارې له دغو ژمنو سره برابرې و نه ختي.

د افریقا د ملي کانګریس د حکومت په دوران کې په ۱۹۹۴ کې ځینې اقتصادي پروګرامونه پلي شول چې له امله یې یو لېږ شمېر تورپوستو اتباعو ته ډیری ښکاره ځاني ګټې ورسیدلی خو د هیواد اکثریت وګړي، او خصوصا ځوان قشر په فقر او نیستي کې پاتې شول. دغه پروګرام چې د مثبت عمل په نوم د افریقا د ملي کانګریس د اقتصادي نوی جوړښت یوه برخه وه له ځینو لږکیو سره د تبعیض او ګوښه والی احساس راپیدا کړ.

ورته مطالب