ستاسې نظر: افغان سپورټ او د افغانستان-پاکستان کرېکېټ لوبه

Image caption په تېره څه د پاسه يو لسيزه کې کرېکېټ او فوټبال ښه پرمختګ کړی دی

د افغانستان-پاکستان کرېکېټ لوبډلې د يکشنبې/اتوار پر ورځ (د دسمبر پر ۸ مه) د متحده عرب اماراتو په شارقه کې سره لوبېږي.

دا د دواړو هېوادونو ترمنځ شل اوريزه نړيواله لوبه ده، چې لومړی ځل سره په کې مخامخ کېږي.

پاکستان په ۲۰ اوريزو نړيوالو لوبو کې پر څلورمه په داسې حال کې چې افغانستان په کې پر ۱۱ مه شمېره دی.

د يکشنبې/ اتوار ستاسې نظر خپرونه کې په تېرو ۱۲ کلونو کې په افغانستان کې د سپورټ لاسته راوړنې ارزوو.

ستاسو په نظر په افغانستان کې سپورټ څومره وده کړې؟ د نور ښه والي لپاره يې څه کېدی شي يا بايد وشي؟

که غواړئ خپرونې کې برخه واخلئ، نو د يکشنبې ماښامنۍ خپرونې پرمهال پر دې شمېر زنګ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

يا هم د ايس ايم ايس يا لنډو پيغامونو سيستم له لارې خپل نظر را استولی شئ، شمېره يې ده: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ورته مطالب