د دري ‌ژبې یو په زړه پورى ناول

ناول
Image caption د ناول یو ښه والی دا دی چې حرکت لري پیښې یو په بل پسې راځي ډیرې اظافي خبرې چې په ځینو ناولونو کې ترسترګو کیږي په دې ناول کې نه لیدل کیږي.

((اشکهای تورنتو در پای درخت انار)) په وروستیو کلونو کې د دري ژبې د چاپ شویو ناولونو په ډله کې یو کم ساری ناول بللی شو.

د ناول د کیسې لنډیز: ماري یوه کاناډایي ډاکټره ده چې د تورنتو ښار په یوه روغتون کې د سترګو د یوې بریالۍ ډاکټرې په توګه دنده سرته رسوي،د روغتون رهبري پریکړه کوي چې ماري کندهار ولایت ته چې په کې کاناډایي ځواکونه میشت دي د روغتیایي خدمتونو د سرته رسولو لپاره واستوي.

د افغانستان او کندهار په اړه د ماري معلومات یوازې د مطبوعاتو تر خبرونو پورې محدود دي.

دا دوه زړې ده د دې خاوند (دیوید) او زوی یې (جان) هم د دې د نوې دندې مخالفت کوي.

ماري د(حبیب) په نامه له یوه افغان څخه چې د دې د کور خوا ته پیتزا خرڅوي او دا تل د پیتزا لپاره دهغه دکان ته ورځي هیله کوي چې د افغانستان او د دې هېواد د یوه لوی او مهم ولایت کندهار په اړه زیات معلومات ورکړي له هغه سره تر خبرو وروسته ماري دغې دندې ته زړه ښه کوي خپل خاوند او زوی ته هم قناعت ورکوي چې څلور میاشتې دومره زیاته موده نه ده د سترګو په رپ کې به تیرې شي.

ماري کندهار ته راځي دلته له کاناډایي سرتیرو او خپل موظف ژباړونکي جاوید سره اشنا کیږي او په کار پیل کوي.

دا د خپلو سرتیرو ترڅنګ محتاج افغانان هم تداوي کوي له داسې ناروغانو او پېښو سره مخ کیږي چې تراوسه یې نه وې لیدلې او د دې دحیراني سبب کیږي.

د دې د ژباړونکي پلار (عبدالباري) چې له روسانو سره د جهاد په وخت کې یې دواړه سترګې ړندې شوي نه غواړي چې سترګې یې جوړې او دنیا پرې وویني.

د جاوید کور د پنجوایي په ولسوالۍ کې دی چې له خپلې کورنۍ پټ له کاناډایي ځواکونو سره کارکوي د ده یو ورور (توریالی) د سړکونو انجنیير دی او بل ورور یې(اسماعیل) نومیږي او په سیمه يیز ښوونځي کې زده کړې کوي له خپلې یوې کلیوالې(مریم) سره چې پلار یې(( داود)) د ده د پلار ډیر نژدې ملګری دی مینه لري خو طالب قوماندان د دغې نجلۍ پلار مجبوروي چې د مریم دسمال ده ته ورکړي.

داود چې صمد اخوند یې له پخوا ښه نه ایسي د خپلې لور د ژغورنې لپاره مجبوریږي د خپلې لور دسمال د اسماعیل مشر ورور توریالي په لاس کې ورکړي.

توریالی په کابل ښار کې له یوې بلې نجلۍ سره مینه لري د دغې پریکړې سخت مخالفت کوي خو د پلار پریکړه نه شي ردولی او د کلي د دود له مخې مجبوریږي دغه واده ته تن کیږدي.

ورور یې اسماعیل چې له مریم سره ډیره مینه لري دواده په ورځ له کلي څخه تری تم کیږي پاکستان ته ځي هلته د ملا صمد په مرسته په مدرسه کې شاملیږي ،ماري د دې لپاره چې د خپل ژباړونکي پلار د سترګو دعملیاتو لپاره چمتو کړي په پنجوایي کې د دوی کورته ځي خو عبدالباري نه غواړي د بهرنیانو له خوا خپل هیواد پخپلو بینا سترګواشغال شوی وویني.

څه وخت وروسته دعبدالباري زامن، ورور او د ده نژدې ملګری داود ټول راځي او هڅه کوي چې عبدالباري ته قناعت ورکړي چې خپلې سترګې عملیات کړي په همدې شپه یې ورک زوی اسماعیل هم له پاکستانه راځي په پای کې عبدالباري هم د سترګو عملیاتو لپاره خپل تیاری ښیي ماري یې په ډیره مهرباني سره د سترګو عملیات کوي.

دی لا په روغتون کې وي چې د کندهارـ پنجوایي د سړک د پرانیستلو په مراسمو کې اسماعیل ځانمرګی برید کوي په دې پیښه کې توریالی او جاوید وژل کیږي،ماري سخته ټپي کیږي او د لاس ګوتې یې پرې کیږي)

ناول په داسې جملو پیل شوی دی چې لا په پیل کې د لوستونکي تلوسه راپاروي.

لوستونکی چې د پیل جملې لولي په ذهن کې یې ګڼې پوښتنې راولاړیږي پوهیږي چې د ناول اتله افغانستان ته په سفر تلونکې ده دا چې دې ته به څه ورپیښ شي او د څه لپاره دې هیواد ته روانه ده هغه څه دي چې لوستونکی د کتاب نورو پاڼو لوستلو ته رابولي.

همدغه تلوسه د ناول ترپایه ساتل شوې ده.

د دغه ناول یو بل ښه والی دا دی چې حرکت لري پیښې یو په بل پسې راځي ډیرې اظافي خبرې چې په ځینو ناولونو کې ترسترګو کیږي په دې ناول کې نه لیدل کیږي.

د کرکترونو او صحنو د معرفي او ښودلو په وخت کې لنډوالی په پام کې نیسي.

د ناول ليکوال ښاغلی هیروي د صحنو په ښه او لنډه راښودنه کې هم بریالی لیکوال دی.

د (اشکهای تورنتو در پای درخت انار) ناول یوه بله ځانګړنه دا ده چې پیښې یې په مختلفو ځایونو کې کیږي یو کرکتر پریښودل کیږي لیکوال د ناول د یوه بل کرکتر له حاله موږ خبروي په دې ځای کې له لوستونکي سره د هغه بل کرکتر له حاله د خبریدو تلوسه پیدا کیږي په دې ناول کې کله چې ماري کندهار ته راځي په خپله دنده پیل کوي له خپل ژباړونکي جاوید سره معرفي کیږي په نورو صحنو کې مو لیکوال د جاوید د سیمې او کورنۍ له حالاتو خبروي په څو نورو برخو کې د هغه اړوندې پیښې بیانیږي.

لوستونکی د ماري په اړه فکر کوي چې هغې ته به څه ورپېښیږي د ناول لیکنې دغه طرز که همداسې ښه ولیکل شي تل بریالی وي.

ښاغلی سیامک هیروي په خپل اثر کې د ناول لیکنې معیارونو ته پام ساتلی د پیښو ترمنځ منطقي تړاو موجود دی د پیښو لپاره منطقي زمینه سازي شوې ده او په تصادفي ډول نه دي رامنځ ته شوې.

د ناول ډیالوګونه هم سره له دې چې د سیمې د خلکو په ژبه او لهجه نه دي لیکل شوي خو زیاتره ډیالوګونه یې لنډ او د ناول د کیسې په پرمختګ کې مرسته کوي او د ناول د کرکتر د موقعیت بیانونکي دي.

لیکوال په ټوله کې خپله بې طرفي ساتلې ده حالات لکه څنګه چې دی هغسې بیان شوي دي د کلي په خلکو د طالبانو زور زیاتي او د سیمه يیزې حکومتي ادارې ظلم په ډیره بې طرفي بیان شوي دي لیکوال د هیچا پلوي نه ده کړې دغه ډول لیکنې هم ناول د ټولو لپاره په زړه پورې کړی دی او هم یې د داستان د پيښو له رښتیا غوندې توب سره مرسته کړې ده.

په((اشکهای تورنتو در پای درخت انار)) ناول کې پیغامونه په هنري ډول راوړل شوي دي.

د دې ناول پیغامونه زیات او تر ډیره حده نوي دي چې ډیر مهم یې مینه، د انسانانو ترمنځ ګډ تفاهم، د افغان میرمنو بدمرغي ، ناوړه رواجونه، نشه یي توکي، ځان غوښتنه او بشري حقونه یادولی شو.

ناول په هنري انداز دا په ډاګه کوي چې موږ باید له خپل همنوع سره پوهاوی ولرو یوه بل ته د ټوپک له میل څخه ونه ګورو د نورې نړۍ انسانان هم زموږغوندې عواطف لري خو ستونزه دا ده چې انسانان ځینې وخت پر یو بل بدګومانه وي او د نورو کړو وړو ته تل د شک په سترګه ګوري.

((اشکهای تورنتو در پای درخت انار)) ناول کې ماري جاوید ته د خپل زوی (جان) په سترګه ګوري او پر هغه د خپل زوی مینه ماتوي.

ماري د جاوید د پلار د تداوي لپاره ځان خطر ته ورکوي او په ډیرو ستونزو د هغه کورته ورځي چې قناعت ورکړي چې د خپلو سترګو عملیات وکړي.

عبدالباري چې په لومړیو کې د ناټو د پوځیانو د ړندو بمباریو او د بې ګناه او ملکي خلکو د وژلو پړه هم په ماري اچوي او هغې ته د یو دښمن په سترګه ګوري بیا وروسته چې وینې د هغې ګوتې په چاودنه کې زخمي او پرې شوې دي د زړه له کومي پرې خوابدی کیږي.

ناول د یوې ناکامې مینې بیانوونکی دی چې یوه افغانه پیغله د بدو رواجونو قرباني کیږي د خپلې خوښې برخلاف بل ته واده کیږي او مین وطن پریږدي او هغه لنډۍ چې وایي(هلک مین شي وطن پریږدي = نجلۍ مینه شي مخ پټ کړي وژاړینه) د دغې مینې په داستان تطبیق کیدای شي.

ناول د کندهار د خلکو مېړانه ، مېلمه پالنه، د بل انسان لپاره قرباني اوځان تیریدنه هم په ښه ډول تصویر کړې ده .د ناول کیسه د طالبانو او د سیمه يیزحکومت د ظلمونو پر وړاندې دکندهار د خلکو د صبر، بردباري او مقاومت ښه څرګندونه کوي.

لیکوال د ناول د پېښو په بیانولو کې ډیر بریالی دی لوستونکي ته داسې بریښي لکه لیکوال چې ډیر وخت د کندهار په زیاترو سیمو کې ګرځیدلی وي او دا د لیکوال بری دی.

د(اشکهای تورنتو در پای درخت انار) ناول پر افغان ادبیاتو یوه ښه زیاتونه ده.

ورته مطالب