ستاسې نظر: د منډېلا له ژوند او مبارزې څه لوست اخيستل کېدى شي؟

Image caption ښاغلي منډېلا ته د دعا مراسم د سه شبنې په ورځ ترسره کېږي

د نړۍ له لروبر څخه به لسگونه مشران د سه شنبې په ورځ (د لېندۍ ١٩) جنوبي افريقا کې ښاغلي منډېلا ته د دعا په مراسمو کې برخه واخلي.

هغه د تېرې پنجشبې په ماښام د ٩٥ کلونو په عمر له دې نړۍ څخه سترگې پټې کړي.

د ښاغلي منډېلا مړېنې ته کور دننه او بهر د درناوي او غمرازۍ بيسارى غبرگون وښودل شو.

د جنوبي افريقا ولسمشر جاکوب زوما وويل دومره پراخ غبرگون د ښاغلي منډېلا د ستروالي او وړتيا نښه ده چې په وينا يې نړيوالو ته يې وښودله چې روغ عقل پر کرکې او دښمنۍ بريالى کېږي.

هغه تل ټينکار کاوه چې په هغو ټولنو کې چې جگړو او توکمپالنې د دښمنۍ تخم په کې کرلى کېداى شي چې روغه جوړه وشي.

په همدې پلمه د دې اونۍ ستاسې نظر په پروگرام کې غواړو پر دې وغږېږو چې د ښاغلي منډېلا د ژوند، کار او مبارزې له لوستونو څخه د سيمه ييزو لانجو او په دې ډله کې د افغانستان د روانې جړې په هوارولو کې څومره گټه پورته کېدى شي؟

په پروگرام کې د گډون لپا ره د سه شبنې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېرې راته زنگ ووهئ.

ورته مطالب