لونګ: ۶۵ زره نالوستي ښوونکي

زموږ عاطفه زموږ په چاپېريال کې پرله پسې تاوتريخوالي نژدې وژلې ده. اوس د بد خبر په اورېدو لومړی د ځان او خپلوانو فکر کوو چې هغوی ته پکې زيان نه وي رسېدلی.

که هغوی خوندي وي کله کله هېڅ خپه نه شو او که خپه شو نو يوازې يو څو ساعته خپه کېږو او که مو خپګان ډېر زيات شي نو يو دوه ورځې به وي، وروسته مو کار روزګار او د ژوند ستړې هر څه له ياده وباسي.

ډېر ځله داسې هم کېږي چې يو غم مو په بل هېر شوی وي او يوه بده پېښه په بله رانه هېره شي.

زموږ غبرګونه هم د ماشومانو په څېر سرسري دي. هغه چې خواله رسنيو ته لاسرسی لري عکسونه کښته و پورته کړي او يا يوه نيمه جمله وليکي، هغه چې پر ټلويزيون او راډيو غږېږي د خواشيني د ښکارولو لپاره څو ټکي ووايي، ځينې يو اعلاميه خپره کړي خپل سياسي، قومي او مذهبي کمپاين وکړي او ځينې نور يوازې دې ته پاتې دي چې ووايي "خدای دې مړه وبښي، ټپيان دې خدای روغ کړي، بده پېښه وه".

دغسې حالاتو له موږ څخه د ژوند نور اړخونه پټ کړي دي او يا يې اهميت راته کم کړی دی.

د سې شنبې پر ورځ په کونړ کې ناڅرګندو کسانو يو ښوونځی وسوځاوه. رسنيو خبر ترې جوړ کړ او د پوهنې وزارت ممکن پخپل مياشتني راپور کې د سوځېدلو ښوونځيو په ليست کې يو بل ور زيات کړی وي، نور به ډېرو لږو خلکو پر دې فکر کړی وي چې ولې ښوونځی وسوځي؟

په افغانستان کې د ښوونځي د سوځېدو غميزه هومره اوږده نه ده خو له ښوونځي سره پر دښمني باندې پېړۍ اوړي.

هغه ليسه کې چې ما پکې زده کړې دي د مجاهدينو په وخت کې سوځېدلې ده او تر اوسه پورې يې ودانۍ هماغسې کنډر پرته ده چې سوځېدلي دېوالونه يې له ښوونځيو سره د دښمني او يوه لوی ناورين تاريخ وايي.

دې ته ورته ښوونځي په هره سيمه کې ممکن پيدا شي چې سوځېدلي دي او بيارغېدلي نه دي، ډېر کسان به يې ممکن هره ورځ ويني، خو پر دې به يې ډېر لږ فکر کړی وي چې ولې ښوونځی وسوځي او اغېزه به يې څه وي؟ موږ په دا دومره ډېر وخت کې ډېر څه وکړل، خو يوازې ښوونځی مو ونه شو ژغورلای.

د ښوونځي د نه ژغورل کېدو يو لوی لامل دا دی چې موږ کله هم ښوونځی خپل ملکيت نه دی ګڼلی او په افغانستان کې تر هغه پورې يو شی ارزښت نه لري چې خلک يې خپل ملکيت و نه ګڼي، کنه د دين له لويو لويو دعوو سره سره مو په کليو کې تر ټولو خوارې او سپېرې ودانۍ جوماتونه دي.

نالوستي ښوونکي

په افغانستان کې د ښوونځي دښمنان کم نه دي. همدا اوس هم سلګونه ښوونځي تړل شوي دي چې لامل يې نا امني بلله کېږي. هغه چې پرانستي بلل کېږي، تر لس ميليونه زيات زده کوونکي ورځي. دا د افغانستان لپاره يوه ښه خبر دی چې د اووه ويشت نيم ميليونه نفوس له ډلې يې لس ميليونه يوازې په ښوونځيو کې په زده کړو بوخت وي.

خو دلته بدمرغي دا ده چې ټول حساب په ظاهري بڼه او غلوونکو ارقامو باندې کېږي. ما تر اوسه پورې د پوهنې وزارت له چارواکو دا و نه ورېدل چې د لس ميليونه ماشومانو د زده کړې سطحه څومره ده؟

ايا دوی کولای شي چې له ۱۲ ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته پر يوه موضوع باندې يوازې يو پاراګراف وليکي؟ دغه راز د ښوونکو پر وړتيا باندې هم يوازې په رسمياتو کې خبرې کېږي.

د تېرې سې شبنې پر ورځ د پوهنې وزير فاروق وردګ مشرانو جرګې ته ور غوښتل شوی و. ښاغلي وردګ جالبې خبرې وکړې. يوه يې ماته دا وه، چې ويل يې ۶۵ زره داسې کسان يې مقرر کړي دي چې هېڅ اسناد نه لري، مانا نالوستي دي.

د ده خپل ټکي دا و چې دغه کسان څوک وايي په پاکستان او څوک وايي په ايران کې يې مدرسه ويلې ده او د ده په وينا د سناتورانو او وکيلانو په سپارښتنه يې د ديني عالمانو په نوم مقرر کړي دي.

دا که د افغانستان شاوخوا دوه لکه ښوونکو درېيمه برخه وګڼو نو مانا يې دا ده چې په پرانستو ښوونځيو کې مو هم درېيمه برخه ښوونځي هغه معيار نه لري چې په افغانستان کې د ښوونځي لپاره ټاکل شوی دی.

نېتجه دا کېږي چې موږ يوازې په دې بسنه کړې ده چې په رسنيو کې ارقام ډېر وښودل شي.

دلته پر دې بحث نه کوم چې دا کار له ښوونځي سره دښمني ده کنه ده، خو دومره ارو مرو ويل کېدای شي چې پوهنې ته لا هم موږ هغه اهميت نه ورکوو چې نړۍ يې ورکوي.

لږ تر لږه په دولتي کچه دغه ډول هېښوونکې شمېرې سړی نهيلی کوي. د دغسې شمېرو له اورېدو وروسته ممکن تاسې هم زما غوندې له ځان سره وواياست چې دا وطن ځکه نه جوړېږي.

محصلين

زما دفتر د اړيکو او رسنيو يو دفتر دی. دلته کله کله د ژورناليزم پوهنځي فارغان راځي چې عملي کار وکړي. يو شمېر هغه کسان هم وي لا فارغ شوي نه وي.

په دوی کې ډېر داسې کسان وي چې يوازې خپله ژبه يې زده وي. که يې ژبه دري وه، نور نه په پښتو پوهېږي او نه په کومه بهرنۍ ژبه پوهېږي حال دا چې دا مهال د اړيکو ژبه انګريزي ده او د اړيکو په دفترونو کې کارکوونکي بايد لږ و ډېر پر انګريزي وپوهېږي او تر ټولو مهمه دا ده چې پخپلو سيمه ييزو ژبو ليکل وکړای شي.

بله پام وړ خبره دا چې دا مهال د علم ژبه انګريزي ده.

تاسې ټول به هره ورځ څو ځله ګوګل ته د دې لپاره ورځئ چې يوه موضوع پکې ومومئ او دغه موضوعات که په نورو ژبو کې پيدا نه شي په انګريزي ژبه کې ارو مرو پيدا کېږي.

د نورو ژبو نه زده کړه دوه زيانونه لري يو دا چې د محصلۍ پر مهال به دغو محصلينو يوازې هغه شيان ويلي وي چې استاد ورته ويلي وي، که استاد پر کومه بهرنۍ ژبه وپوهېږي خو ښه تر ښه او که استاد هم پر کومه بهرنۍ ژبه و نه پوهېږي نو معلومه خبره ده چې تدريس او د تدريس مواد به يې هم له هغو کسانو سره توپير لري چې هغوی پر بهرنيو ژبو پوهېږي.

دويم زيان يې دا دی چې زده کوونکي پخپله چېرته مطالعه وکړي او څه مطالعه کړي؟

Image caption پر زده کړو سربېره د شخصيت په جوړولو کې ښوونځی تر ټولو مهم رول لري

دري ژبه خو کېدای شي له ځينو ايرانيو کتابونو استفاده وکړي خو په پښتو کې له بده مرغه کتابونه هم ډېر لږ دي.

دغه کسان چې زه وينم له پوهنتونه مې تمه وخېژي چې ولې يو ليسانسه يوه کوچنۍ مقاله ليکلای نه شي؟

سږ کال کابل پوهنتون اتيا کلن شو مانا دا چې زموږ تر ځينو ګاونډيانو يې هم عمر ډېر دی. د لمانځنې په مراسمو کې يې هر وينا وال د پوهنتون په تاريخ وغږېد خو هېڅوک پر هغه څه تم نه شول چې د پوهنتون په منځ کې تدريسېږي. هېچا ونه ويل چې د ادبياتو او ژورناليزم يو ليسانسه ولې تر فراغت وروسته يوه کوچنۍ مقاله او يا راپور نه شي ليکلای؟ د حقوقو يو فارغ ولې د يوې عادي قضيې تجزيه او تحليل نه شي کولای؟

د محصلينو دغه ستونزه له کومه ځايه پيلېږي؟ له هغه ښوونځي څخه چې يو بې سواده په يوه او بل نوم د پوهنې وزارت له لوري د ښوونکي په توګه ورته مقرر شوی دی. دوی به له هغه چا څخه څه زده کړي چې هغوی پخپله پر څه نه پوهېږي.

پر زده کړو سربېره د شخصيت په جوړولو کې ښوونځی تر ټولو مهم رول لري ان په ځينو پرمختللو هېوادونو کې په لومړيو دريو ټولګيو کې په ښوونځيو کې يوازې د ماشومانو د شخصيت په روزنه کار کېږي. خو موږ تر اوسه پورې يا د ښوونځي په ارزښت نه پوهېږو او يا هم ارزښت نه ورکوو.

ورته مطالب