ستاسې نظر: پر افغان کوچنيانو د تېريو او درنو کارونو علتونه څه دي؟

Image caption افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو شمېرل کېږي چې ماشومان په کې ځورول کېږي او له ښوونځيو او زده کړو بې برخې دي.

د بشري حقوقو فعالانو د يوې وروستۍ سروې له مخې افغانستان کې پر کوچنيانو د جنسي تېري پېښو کې زياتوالى راغلى دى.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او له حکومته غوښتي چې په دې برخې کې جدي پاملرنه وکړي.

په څېړنه کې د کوچنيانو د نورو ستونزو ترڅنگ راغلي چې په زرگونه ماشومان د خوارۍ له امله اړ دي چې درانه کارونه ترسره کړي.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو شمېرل کېږي چې ماشومان په کې ځورول کېږي او له ښوونځيو او زده کړو بې برخې دي.

دا يکشنبه ستاسې نظر کې پر دې غږيږو چې پر کوچنيانو د تېرېو او درنو کارونو علتونه څه دي او په دې برخه کې څه کول په کار دي؟

په دې اړه تاسې څه فکر کوئ؟ که غواړئ زموږ خپرونې کې برخه واخلئ، نو د يکشنبې ماښامنۍ خپرونې پرمهال پر دې شمېره زنګ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

دغه راز خپل ايس ايم ايس يا لنډ پيغامونه هم پر دې شمېره را استولی شئ: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ستاسې نظر دې خپرونې کوربه عنايت الحق ياسيني دي.

ورته مطالب