د آزادۍ اوږد مزل دوام لري!

Image caption "د منډېلا هدف آزادي وه، د آزادۍ په اوږده مزل کې هغه يو لوی واټن پرې کړ"

"ما د آزادۍ پر لويه لار مزل کړی دی، له ستومانۍ مې د ځان ساتلو هڅه کړې، پر لاره مې بې ځايه قدمونه يښي خو يو راز مې موندلی چې پر يوه لوی غره په ختلو سړی يوازې دومره وويني چې لا ختلو ته نور ډېر غرونه پراته دي."

"زه اوس د يوې شېبې لپاره آرام کوم، چې له ځانه چاپېره د ښکلي منظرې يو ديد وکړم، پر شا هغه واټن ته وګورم چې ما په دې مزله کې راپرې کړی دی، خو زه يوازې د يوې شېبې لپاره تم کېدلی شم، ډېر نه شم درېدی، له آزادۍ سره مسووليتونه راځي، زما د آزادۍ اوږد مزل لا تر اوسه پای ته نه دی رسېدلی."

د سويلي افريقا د تور پوستو د آزادۍ مخکښ نېلسن منډېلا خپل ژوند ليک "Long Walk to Freedom" يا "د آزادۍ اوږد مزل" په دې پورتنيو کرښو سره پای ته رسولی چې ترې د پاتې هدف پر لور د هغه د تګ ژمنتيا او اړتيا جوتېږي.

د خپل پاتې هدف په هکله منډېلا په خپلو ليکنو او ويناوو کې غږېدلی، سياسي شارحينو هم پرې بحثونه کړي خو دا يوازې د يوه کس ذمه هم نه وي چې هر څه به تر پايه رسوي.

په هر دور کې پر هر چا د خپل مسووليت احساس و انکشاف د ټولنيز هدف نوی تعين او وضاحت کوي.

د منډېلا هدف آزادي وه، د آزادۍ په اوږده مزل کې هغه يو لوی واټن پرې کړ.

د اپارتايډ نظام يې نسکور کړ خو له دې وروسته يې د خپل مزل په دوام کې دا څرګند پيغام ورکړ چې آزادي لا نه ده اخيستل شوې، د هغه لپاره د آزادۍ مطلب څه نور و.

د نن سويلي افريقا او د نورې دنيا لپاره به يې څه نور مطلبونه هم وي خو کوم مطلب چې د منډ‌ېلا له ژوند او مبارزې اخيستل کېدی شي هغه دا دی چې تر څو د انسان په لاس د انسان استحصال روان وي، د آزادۍ کاروان به روان وي.

تر څو چې په بشري ټولنه کې تشدد و خشونت، نسلي امتياز، بلواکي او زورواکي په يوه نه بله بڼه دوام کوي، د آزادۍ د اوږده مزل اختتام نه شته.

د ازادۍ مزل

منډېلا يوه ډېره درنه خبره کړې چې هغوی يوازې د آزادېدلو آزادي واخيسته او د محکوم نه پاته کېدلو حق يې حاصل کړ، دا د دې سفر وروستی نه بلکې لومړی ګام و چې پر ډېره اوږده او کړاوجنه لار اخيستل شوی و.

د آزادۍ مزل زښت اوږد او کړاوجن وي، په دې کې چې څوک ستړی، نهيلی او بد زړی شي، هغه به هر څه جوړ شي خو لږ تر لږه د تورپوستو افريقايانو ماديبا نه شي جوړېدی.

نېلسن منډېلا غوښت چې سويلي افريقا د آزادۍ، سولې او سرلوړۍ ټاټوبی شي خو نېستۍ او لوږې لا د هغه ټاټوبی نه دی پرې ايښی.

د توکم پالنې خلاف مبارزه يوازې د پوست پر بنسټ د امتياز خلاف مبارزه نه وه بلکې په اصل کې له دې سره د تړلي او د دې له کبله د راپېدا شوي لوی معاشي، سياسي او کلتوري امتياز (نظام) خلاف مبارزه وه.

منډېلا په خپله هم په دې باور و چې د تور پوستو استحصال يوازې د يو نسل نه بلکې د يوې معاشې طبقې په توګه هم شوی دی.

هغه د غيرطبقاتي ټولنې هيله من و خو د جمهوري نظام په حق کې يې هم دلايل وړاندې کول او د پارلماني نظام د مارکسي مخالفينو نظر يې نه تائيداوه، هغه ځان تل يو افريقايي ملتپال ګڼلی.

نېلسن منډېلا د خپلې برخې يو ډېر لوی کار وکړ خو مخ پر وړاندې لا يو ډېر لوی کار پاته دی، د ښکېلاک يوه بڼه که ختمه شوې يا کمزورې شوې ده خو د ښکېلاک نورې ډېرې بڼې په بشري ټولنه کې ليدل کېږي.

د نيولبرلزم او ګلوبلايزېشن په دې عصر کې د نوي اپارتايډ برلاسی د برق په رفتار د نړۍ له يوې څنډې بلې ته ځان رسوي.

په نړۍ کې وېش يوازې د تور او سپين په بڼه نه بلکې د مهذب او غېرمهذب، ترقي يافته او پسمانده، جديد او قديم په بڼو وېش پر هغه اقتصادي بنياد د قبضې په پار شوی چې د برلاسي ډلې د ټول سياست بنياد رغوي.

د آزادۍ اوږد مزل خپل اوږده پړاو نه لري، د نسلي پاټکيزې کرښې د ورانولو په مبارزه کې يو پړاو ته له رسېدلو وروسته د معاشي کرښې پر سر پانګوالې ډلې يو او بل ته ورغاړه وځي، بل پړاو د دې کرښې د ورانولو وي.

په کومه دوره کې چې نېلسن منډېلا د اوږده زندان له تېرولو پس د سويلي افريقا واک ته رسېدو، په هغه دور کې دنيا يوه داسې پړاو ته داخله شوې وه چې د خواريکښو او مزدورانو مبارزه ډېره زياته په شا تمبول شوې وه.

دا اوس يوازې د سويلي افريقا د خلکو نه بلکې د ټولې نړۍ د خلکو (ربړېدلې طبقې) په مخ کې پروت سوال و، چې آيا د دوی په لاسونو کې د انقلاب کرښه نه وه که نه د پانګوالۍ پياوړی نظام يو آخري حقيقت و؟

سوسياليزم ماته وخوړه که نه دا د يو حکومت او حکمتِ عملۍ ماته وه؟

نېلسن منډېلا د شلمې پېړۍ له هغو څو لويو شخصيتونو څخه يو راپاتې و چا چې سياست د انسانيت د آزادۍ او سرلوړۍ شعبه ګرځولې وه.

هغه د موهن داس ګاندي، باچاخان او مارټن لوترکېنګ د قبيلې کس و، دې قبيلې سياست په يو لوی مورال سره، د يو لوی بشري مرام لپاره وکړ، دوی د تاريخ مخ او رُخ بدلوونکي وګړي وو.

د منډېلا په اند ګاندي جي د شلمې پېړۍ تر ټولو ستر او موثر شخصيت و، لامل يې دا ګاڼه چې ګاندي جي د استعمار خلاف په مبارزه کې سياست او اخلاقي مېړانه له يو او بل سره تړلي وساتل.

له اخلاقي مېړانې دلته موخه هغه سياست دی چې د واک او مفادو لپاره نه بلکې د لوړو انساني اهدافو لپاره تر سره کېږي، د رياست او واک په هکله د ګاندي د "سوراج" تصور د همدې اخلاقي مېړانې له ارزښته برخمن دی.

په زړه پورې خبره دا ده چې ګاندي د خپل دې فکر زڼی هند ته تر ستنېدلو وړاندې په هغه خاوره کې پاشلي و، چې بيا د افريقا نېشنل ګانګريس او منډېلا غوندې خلکو مبارزې د تاريخ يوه نوې مخه وټاکله.

د اخلاقي مېړانې په دې لار کې سياست اقتدار ته د رسېدلو يوه ذريعه نه پاتېږي بلکې د خلکو لپاره د څه لاس ته راوړلو او د خلکو د سرلوړۍ يوه لار ګرځي.

منډېلا د يو آئيني دور لپاره په واک کې پاته شو، بيا يې ټول څه خلکو ته پرېښوول، خپله ټوله شتمني او امتيازات يې هم د خلکو په واک کې ورکړل.

منډېلا که څه هم د خپلې مبارزې په يو فېصله کن پړاو کې د افريقا نېشنل ګانګريس د وسلوال ښاخ "يومکنتو وی سوازي" يا "ايم کې" مشري هم کوله خو هغه ټول عمر عدمِ تشدد ته په يو لوی ارزښت هم قايل پاته شوی و.

بايد هېره نه کړو چې ګاندي او منډېلا دواړه عدمِ تشدد ته يوازې په يو ځانګړي زمان و مکان کې د يوې سياسي پاليسۍ په توګه قايل ؤ او د دې ذکر هغوی په خپلو ليکنو کې هم کړی دی.

د ولسواکۍ نظام

Image caption "د منډېلا په سياست کې د انتقام (غچ) اخيستلو عنصر نه و"

په دې لړ کې د باچاخان کېسه لږ بېله غوندې ده، باچاخان عدمِ تشدد د يوې عرضي سياسي پاليسۍ يا بدلېدونکي پلان په نظر نه بلکې د ژوند د يوې لارې په توګه چې هغه ورته عقيده ويله، خپل کړی و او ټول عمر په خپل تحريک کې دې ته وفادار هم پاته شوی و.

منډېلا خپل قام ته د ولسواکۍ نظام ورکړ، د واک په نظام کې يې له نسلي امتيازه ماورا د خلکو د شراکت لار وټاکله.

په دې شراکت کې د ژوند د پرمختګ او د ژوند د لا نور پرمختګ لپاره د مبارزې يو لړ چانسونه موجود وي خو بايد په پام کې ولرو چې دا بيا هم يو شراکت وي څه اشتراکيت نه وي.

د ولسواکۍ دننه کارکوونکی مېکانيزم په خپله يو لړ طبقاتي سياسي او کلتوري واټنونو ته جنم ورکوي.

د پام وړ ټکی دا دی چې ولسواکي هم په آخري تجزيه کې خپل غلامان ساتي، منډېلا چې زموږ لپاره د يو لوی سياسي علامت په توګه د لوی ارزښت وړ دی، يوازې په دې دی چې هغه د غلامۍ خلاف يوه تاريخي مبارزه يوه داسې پړاو ته راورسوله چې پر ټوله نړۍ يې دا انکشاف وکړ چې د هر ډول استعمار زور ماتېدی شي.

د نن په سياست او سياسي ليدلوريو کې دا ستونزه تر سترګو کېږي چې د منډېلا غوندې مثالونو لرلو برسېره او د هغوی د ذکر برسېره، اکثر داسې تاثر خورول کېږي چې د زور د ماتولو پر ځای بايد له زور سره مصلحت وکړل شي.

دا هغه نکته ده چې نظرياتي سياست، د بدلون مبارزه او طبقاتي سوال له يو لوی بحران سره مخامخ کړي او سياست د يوې خاصې ډلې روزګار ثابت کړي.

د دې سبق ښوولو لپاره په نړۍ کې لويې لويې ادارې، رياستونه او سياستونه موجود دي خو لږ تر لږه منډېلا موږ ته دا سبق نه راښيي.

هغه که د دې ډول سبق پر ارزښت باور لرلی نو بيا به يې د خپل ژوند نژدې درې لسيزې د زندان د تورو تمبو شا ته نه تېرولې.

هغه خو د دې سوچ څښتن و چې غلامان کله هم په تړونليکونو کې نه شي شاملېدی، مذاکرات د آزادو خلکو کار وي.

د نه غچ تګلاره

د منډېلا په سياست کې د انتقام (غچ) اخيستلو عنصر نه و.

دا د عدمِ تشدد د ټولې قبيلې د سياست مزاج پاته شوی چې دا قبيله هره ډول ظلم، تکليف او مصيبت پر ځان تېروي خو له دښمنه د انتقام اخيستلو جذبه نه لري.

دا قبيله مظلوم د ظالم پر ځای نه کښېنوي بلکې د مظلوم او ظالم فرق ختموي او هغه سسټم له منځه وړي چې د انسان په لاس د انسان استحصال کوي.

منډېلا به ويل، "زه د سپين پوستي برلاسيتوب خلاف جنګېدلی يم او زه د تورپوستي برلاسيتوب خلاف جنګېدلی يم، ما د يوې داسې جمهوري او آزادې ټولنې ايډيال حمايه کړی چې ټول خلک په کې په روادارۍ او مساوي زمينو سره يو ځای ژوند کوي، زه د دې ايډيال لپاره د ژوند کولو او د دې د لاسه ته راوړلو هيله کوم خو که چېري اړينه شوه نو دا يو داسې ايډيال دی چې د دې لپاره زه مرګ ته چمتو يم."

د منډېلا غوندې شخصيتونو خبره چې کېږي، دا په اصل کې د شخصيتونو نه بلکې د غورځنګونو د مخکښانو خبره کېږي.

غورځنګ د مخکښانو په شا يو قوت، زور، انرژي او ځواک وي چې له وضعيت، موقعيت او حالت څخه سرچينه اخلي.

د مخکښ خوبۍ، خصلتونه او صلاحيتونه ټول د هغه شخصي نه بلکې له ټول غورځنګ سره په اشتراک، له حالاتو ماخوذ او د ټول وضعيت انعکاس وي.

په تېره کله چې پر سياست غږېږو يا کوم سياسي کريکټر يادوو، مراد مو ترې يو اجتماعي او ټولنيز عمل وي.

د شخصيتونو مطالعه له دې عمل سره په ارتباط کې ممکنه ده.

له ټولنيز سياق و سباق بهر شخصيت پېژندنه مطلق پر طبيعي، فطري، کرشماتي او جنياتي فکټورونو تمامېږي چې راسره د تاريخ پوهنې په عمل کې هيڅ مرسته نه کوي.

ويل دا غواړم چې د منډېلا پېژندنې لپاره به د هغه د ټولنيز موقعيت، مادي حالاتو، سياسي عمل په ځانګړې توګه د افريقا نېشنل ګانګرس مبارزې ته تم کېدل او پرې پوهېدل وي، له دې پرته قصيده يا مرثيه خو ويل کېدی شي لېکن سياسي او تاريخي څېړنه نه شي کېدی.

تاريخ هېرزړی نه وي، د نېلسن منډېلا ياد به تل وي.

ورته مطالب