پښتونخوا کالم: دا پاکستان دى

Image caption د پاکستان جغرافيه کږه وږه ده او تاريخ يې د ''نظريه ضرورت'' تر مخه بدلېږي رابدلېږي

د پاکستان څلور صوبې دي!!

څلور يې غټ قامونه او نور په کښې واړهٴ قامونه دي!!

څلور يې موسمونه دي!!

جغرافيه يې کږه وږه ده او تاريخ يې د ''نظريه ضرورت'' تر مخه بدلېږي رابدلېږي، ځکه يې قامونه په تعليمي کورس کښې پردي تاريخونه د زده کړې په توګه وايي!!

د پاکستان ټول قامونه د يو بل په ضد دي، دغه شان يې ادارې هم د يو بل پښې راکاږي، پوځ، استخبارات، جمهوريت او عدليه يې د يو بل په شا سورلى کول غواړي!!

مذهب يې په مسلکونو کښې تقسيم دى!!

مسلکونه يې د يو بل په ضد فتوې لګوي، يو مړي ته يو مسلک شهيد او بل کافر وايي!!

د روژې او اختر ورځې يې بدلې دي!!

قبله يې يوه ده، امامان او نيتونه يې بېلا بېل دي!!

سرکار ورته ''وحدت پاکستان'' وايي!!

خو په وحدت کښې کثرت دى!!

Image caption پاکستان د ۲۰۱۳ په اخري کې درې غټ غټ شخصيات د خپلو منصبونو نه راکوز کړل

د پاکستان دا معارفى تمهيد مې د سپريم کورټ د لوړ رتبه قاضى چيف جسټس افتخار چوهدري د انصاف د څوکۍ نه د کوزېدو په حواله وکړو!!

دا هاغه قاضى و، چې د پاکستان په عدليه تاريخ کښې په ړومبى ځل د پوځي ديکتاتور پر وړاندې رابرند شو، او د پخواني جنرال مشرف د حکومت د ختمېدو سوب وګرځېدو.

وکيلانو سره سياسى ګوندونه، عام اولسونه، هر څوک اودرېدل او په ړومبي ځل د سپريم کورټ لوى قاضى په عوامي جلسو کښې تقريرونو ته اودرېد!!

پوځ، عدليه، سياست، جمهوريت، هر څهٴ په يو بل کښې ور ګډ شول، حالاتو نتيجه ورکړه، او د بېنظر بهټو د مرګ پورې خبره ورسېده او د پيپلز پارټۍ جمهوريت، چوهدرى افتخار بيا په خپل منصب بحال کړو!!

۲۰۱۳ په خپل اخري پای کښې درې غټ غټ شخصيات د خپلو منصبونو نه راکوز کړل!!

ړومبى د زردارى د صدارت نه کوزېدل، دوېم د جنرال باعزته خاموشه تګ او درېم د سپريم کورټ د چيف جسټس افتخار معياد پوره کېدو نه پس رخصتي!!

په دريو واړو کښې درېمه اخرى رخصتى ډېره عبرتناکه وه!!

دا هم په وړومبي ځل وشوه چې د عدليې کرپشن راښکاره شو، کوم سړى چې وکيلانو په خپلو اوږو باندې ګرځولى وٴ، هغهٴ نه يې غل او نالائقه ووې!!

کوم سړي سره يې چې د انصاف نوم تړلى وٴ، هغهٴ يې بې انصافه ياد کړو. چا ته يې چې د عدليې د عدل او انصاف د مساواتو علمبردار ويلى وٴ، هغه يې په رسنيو رپورټونو، تجزيو، او بحثونو کښې باد د بڼې سپک کړو!!

د پاکستان مزاج او انداز د دې ټوقې په مثال دى چې د يو هندو زوى مسلمان شو، هندو برادرى به ورله خفګان له راتلل چې ستا زوى مسلمان شو، دا زمونږ شريک غم دى، د نوي مسلمان شوي هندو پلار به ورته وئېل!!

زهٴ په خپل زوى د وړاندې نه پوهه ووم

هندوانو برادري ترې پوښتنه وکړه!!!

ته په خپل زوى څنګه پوى وې چې مسلمانۍ ته به اوړى، هندو ورته په جواب کښې ووې!!

دهٴ يو څو ځله دهوکې وکړې، بيا يې دروغ شروع کړل ما ووې چې زوى به مې مسلمان کېږى!!

د پاکستان د قاضى انصاف چې د حد نه واؤړى

چې د جنرال د کودتا ته پس د اسلامى نظام قسمونه، وعدې زياتې شي چې سياست يې د نوى بدلون او انقلاب خبرې شروع کړي چې جمهوريت يې د احتساب او د حق نعرې ووهى.

او چې ولسونه يې څوک په اوږو سوارهٴ کړي او د هغې د زنده باد په نعرو کښې د انتها تر حده جنونيان شي نو پوهه شه چې د دهٴ د شرمېدو وخت نزدې راغلى دى.

مونږ ټول عمر داسې خلق په خپلو اوږو داسې سوارهٴ ګرځولي دي لکه چې شرمونه په سر ګرځو.

Image caption پاکستانيان د عقيدت په جذبه ړاندهٴ او د اُلفت په نظريه کاڼهٴ دي

پاکستان کثيرالقوم ملک دى، چې په هيڅ يې صلاح نهٴ راځى خو دا يوه خبره يې مشترکه ده چې دوى خدايان جوړوى او بيا خپل جوړ کړى خدايان نهٴ منى!! دوى بُتان جوړوى او بيا خپل جوړ کړى بُتان ماتوى، او ځانته بُت شکن وايي.

د عقيدت په جذبه ړاندهٴ او د اُلفت په نظريه کاڼهٴ دي!!

چې سترګې يې ووشى نو خپل عقيدت ته کنځل کوي، چې غوږونه يې ازاد شي نو نظريه د جهل دور ګڼي.

د لوړ رُتبه قاضى سره خپلو عقيدت مندو هغه سلوک وکړو، دهغهٴ د نوم لګولې شوې تختۍ راکوزې شوې، چې د عدليې افتخار به يې ورته وېلو اوس ورته د عدليې ډکټېټر وايي.

په پاکستان کښې هر څوک د ''عزت نفس'' خبره کوي، خو په حقيقت کښې د نفس د پاره عزت وهي، دا دواړه په پاکستان کښې يو ځاى ګرانه خبره ده، يا به عزت ساتل وى يا نفس!! خو دلته لوړ رُتبه خلقو عزت نفس ته کوز کړى دى، او په دې عمل کوي چې وړومبى ځان دى بيا جهان دى!!

ورته مطالب